یوناما: ملکي ټپیان زیات شوي او مړینه یې کمه شوې
یوناما وايي، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۱ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۶۵ نور ټپیان شوي، چې دا شمیره په تیرو شاوخوا اتو کلونو کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ښيي.
د دیموکرات گوند ملي غونډه نن د دوشنبې په ورځ پیلیږي
ټاکل شوي چې د دیموکرات گوند دغه ملي غونډه نن د دوشنبې په ورځ دامریکا د فلاډلفیا په ښار کې شروع شي.
پویان:افغانان دې پخپله خوښه او عزت وطن ته ستانه شي
په پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلی عبدالله وحید پویان وايي چې دوي د افغان مهاجرینو سره د محلی پولیسو د ناروا چلند په اړه د پاکستاني مقاماتو سره پرله پسې ملاقاتونه کړیدي، ژمنې ورسره شویدي، خو بیا هم د پولیسو په سلوک کې بدلون نه دی راغلی. ښاغلي پویان دا خبرې د امریکاغږ آشنا راډیو سره په مرکه کې د خبرو په وخت کړیدي او ویلي چې دی د پاکستاني مقاماتو د ژمنو نه مایوسه شویدی او داسې ښکاري چې دوی په رضاکارانه او ابرومندانه توگه د افغانانو د بیرته ستنیدو په قول کې صادق نه دي. پیښور کې د افغانستان جنرال قونسل وايي چې دی دلته میشتو افغانانو نه هیله کوي چې خپل وطن ته دې ستانه شي او د خپلو وطنوالو سره دې د عزت او خپله خاوره ژوند ته ترجیح ورکړي. هغه وايي چې هره ورځ سلهاو کورنۍ د ملگرو ملتو په مرسته وطن ته ستنیږي او خپل وطن په ابادۍ او ودانۍ کې برخه اخلي.
غني وايي په کویټه کې د طالبانو د دفترونو پتې لري
افغان ولسمشر وايي طالب یاغیان د پاکستان په کویټه ښار کې څرګند دفترونه لري او له هماغه ځایه جنګیالي استخداموي.
په کابل کې د امبولانسونو پرمخ لارې بندې وې
صحي کارکوونکي وایي که چیرته د امبولانسونو پرمخ سرکونه بند نشي نو د ډيرو ټپیانو ژوند ژغورل کیدی شي
سروې: امریکایان د وسلو ساتلو خلاف د قوانینو غوښتونکي دي
تر پخوا اوس ډیر امریکایان د وسلو د ساتلو په ارتباط د سختو قوانینو غوښتونکي دي. خو په دې اړه د کانګرس د سریع اقداماتو په اړه خوشبیني نه شته.
ولسمشرغني دهمزنګ د 'شهیدانو' چوک په نوم ونوموه
ولسمشرغني د کابل د شنبې د ورځې د خونړۍ پیښې قُربانیانو ته د درناوي لپاره ، د دهمزنګ څلورلارې د 'شهیدانو چوک' په نوم ونوموه.
په ترکیې کې په زرګونو ښوونځي او مؤسسې تړل شوي
په ترکیې کې جمهوررئیس اردوان د یو فرمان په ترڅ کې په زرګونو خصوصي ښوونځي، خیره موسسې او نورې ادارې تړلې دي.
په افغانستان کې سبا ملي ماتم دی
ولسمشر محمد اشرف غني ګواښ وکړ چې د کابل له بریدګرو به غچ واخلي.
د کابل پر مظاهرې چاودنې شاوخوا ۲۹تنه وژل شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روشنایي غورځنګ د لاریون پر مهال چاودنه کې شاوخوا۱۶۰ ټپيان شوي دي.
کابل کې تښتول شوې هندۍ کارکوونکې ژغورل شوې
پولیس وايي، جودیت ډي سورا د جمعې د ورځې له ماسپښین وروسته په کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د سړي تښتونکو له منګلو ژغورل شوې.
په کابل کې د روشنايي غورځنگ دویم سترلاریون
روشنايي غورځنګ پلویانو خپل لاریون نن سهار په اوو بجو د شهید مزاري د جومات د انګړ څخه پیل کړ، چې د لاریون د تنظیمونکو په وینا د پښتونستان تر واټ پورې به دوام وکړي.
هیلري کلینټن ټیم کین خپل معاون وټاکه
د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست دپاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلینټن د جمعې په ماښام خپل مرستیال اعلان کړ.
د مونیخ برید پای ته ورسیدی، بریدګر ایران الاصله جرمنی و
د جرمني د مونیخ په ښار کې وسله وال برید هغه مهال پای ته ورسیدی چې برید کونکي ځان ووژاه. په برید کې ۹ کسه ووژل شول.
د مونش ښار په یو مارکیټ کې خلک په ډزو کې وژل شوي
د جرمني د مونشن ښار په یو مارکیټ کې په ډزو کې له لسو نه زیات کسان وژل شوي او گڼ شمیر ټپیان دي.