افغاني ټولنه کې د اهنګرۍ"پښګرۍ" اوسنی وضعیت
اهنګري یا پښګري په افغانستان کې ډېر لرغونی تاریخ لري چې له نوم او کار سره یې خلک اشنا دي.
د ايټاليا ساحلي ساتونکو ٦٥٠٠ پناه غوښتونکي وژغورل
د ايټاليا ساحلي ساتونکو نن وويل د ليبيا سواحلو ته نژدې يې شا و خوا شپږنيم زره پناه غوښتونکي چې په ماتو-ګوډو کښتيو کې سپاره وو، وژغورل. دا په ٢٠١٦م کال کې په يوه ورځ اروپا ته د روانو کډوالو تر ټولو ستره جوپه ګڼل کېږي. د ايټاليا چارواکو نن وويل چې د ژغورنې ٤٠ عملياته يې کړي او ډېرى افريقايي پناه غوښتونکي يې چې په دغو کښتيو کې سپاره وو، وژغورل. د ايټاليا چارواکو وړمه ورځ هم شا و خوا يوولس سوه نور پناه غوښتونکي چې په وړو کښتيو کې اروپا پر لار وو- وژغورل. د مهاجرت نړيوال سازمان د جمعې په ورځ وويل، په ٢٠١٦م کال شا و خوا يولک او پنځه زره پناه غوښتونکي د کښتيو په مرسته ايټاليا ته رسېدلي، په دوى کې ډېرى يې له ايټاليا نورو اروپايي هېوادونو ته تللي دي. دغې ادارې وويل چې روان ميلادي کال شا و خوا دوه زره او اووه سوه شپږويشت کسان د مديترانې په سمندرګي کې د خطرناک سفر پر مهال مړه شوي دي.
د ملي اردو د یوه معلول سرتیري ستونزې
د انصاف په لټه کې د ازادي رادیو د دې اوونۍ خپرونه د ملي اردو د یوه سرتیرې ستونزو ته ځانګړې شوې ده.
حکومتي ادارو کې د مقررۍ له حاله خبر شئ!
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی د څو مهمو خبرونو سرټکي در اوروو لکه: جمهور رئیس او اجرایه ریاست، د مخالفینو وروستۍ
محمد جواد ظريف او نيکولاس مادورو پر ځينو مسايلو خبرې وکړې
د ايران د بهرنيو چارو وزير د وينزويلا له ولسمشر سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړې. د محمد جواد ظريف او نيکولاس مادورو خبرې په نړۍ کې د تېلو د بيې د ثابت ساتلو او د تېلو د صادروونکو هېوادونو د سازمان يا اوپيک پر غښتلتيا متمرکزې وې. وينزويلا ته د جواد ظريف د سفر پرمهال دواړو هېوادونو په خپلو کې څو موافقې هم لاسليک کړې. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف تېره شپه د دغو تړونونو لاسليک له وينزويلا سره د خپل هېواد د اړيکو د پياوړتيا په لار کې يو مهم ګام وباله. ښاغلي ظریف زیاته کړه: "زه ډاډه يم هغه اهميت چې دواړه هېوادونه يې خپلو اړيکو ته ورکوي، نن شپه کولاى شو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو همکاريو زمينو ته امکانات برابر کړو." د وينزويلا ولسمشر مادورو پرون د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره تر مذاکرو وروسته د خپل هېواد د دولتي ټلويزيون له لارې وويل: "موږ د تېلو د بازار د ثبات په هدف، د ګډ درک او نوې اجماع د ايجاد او د اوپيک سازمان د صنعت د غښتلتيا لپاره خپل کار ته ادامه ورکوو." په ٢٠١٤میلادي کال په نړۍ کې د تېلو بيې په ناڅاپي ډول ټيټې شوې چې د وينزويلا او ايران په څېر د هغو هېوادونو اقتصاد يې سخت زيانمن کړ چې تر ډېره پر انرژي متکي دى.
له هېواده تېښته د ځوانانو ستونزې حلولای شي؟
د اګسټ د میاشتې ۱۲مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ځوانانو د ورځې په توګه ولمانځل شول،د ځوان فکر په پروګرام کې ...
د پکتیا د موسیقۍ اداره ولې غیر فعاله ده؟
په نننۍ خپرونه کې اورئ چې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو فرهنګ رياست مربوطه د موسیقي اداره ولې له درېيو کلونو راهيسې غېر فعاله ده...
شریفي: د اریانا هوایي شرکت خدمات تر پخوا ښه شوي
د اریانا افغان هوایي شرکت مسؤلین وایي، د دغه شرکت خدمات د پخوا په پرتله ښه شوي او تمه کیږي له دې سره د دوی...
د ګردیز بالاحصار تاریخ او اوسنی وضعیت
لرغونپوهان وايي چې د پکتیا په مرکز او و لسوالیو کېلسګونه لرغوني ځایونه او اثار تاریخي اثار موجود دي چې دا مهال د تاریخي...
له هېواده تېښته د ځوانانو ستونزې حلولای شي؟
د اګسټ د میاشتې ۱۲مه نېټه په ټوله نړۍ کې د ځوانانو د ورځې په توګه ولمانځل شول.د ځوان فکر په پروګرام کې...
د المپیک بیرغ د راتلونکو لوبو لپاره توکیو ته ورسېد
د المپیک بیرغ د راتلونکو لوبو کوربه ښار توکیو ته ورسېد. د توکیو والي مېرمن یویکو کویکې پرون د المپیک بیرغ د ال نیپون هوايي شرکت په الوتکه کې توکیو ته یووړ. دې ته د المپیک بیرغ د یکشنبې په ورځ د برازیل په ریو ډي جینیرو کې د دغه ښار ښاروال ادواردو پاییس او د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ د المپیک سیالیو د پای په مراسمو کې وسپاره. توکیو به په ۲۰۲۰میلادي کال د المپیک سیالیو کوربه وي. په ۱۹۶۴ میلادي کال هم د المپیک سیالۍ په جاپان کې شوې وې.
د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړو خپل کارونه پیل کړل
د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړي نن بشپړ شول او په رسمي ډول یې خپل کارونه پیل کړل. د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه مرکز به د فساد پر وړاندې په جدي توګه مبارزه وکړي. ښاغلي حمیدي وايي چې د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړي د لوړو معیارونو له مخې په دندو ګمارل شوي او د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانینو له مخې به خپل کار مخ ته وړي. دا مرکز په داسې حال کې په خپل کار پيلوي چې اوس هم خلک په عدلي او قضايي بنسټونو کې له فساده سرټکوي، خو لوی څارنوال ډاډ ورکوي چې د دې مرکز په پرانېستلو سره به له فساد سره جدي مبارزه وکړي.
د یوې معلولې ښځې رقیې ستونزې
د انصاف په لټه کې د دې اوونۍ ځانګړي خپرونه د دایکندي ولایت د یوې معلولې ښځې رقیه ستونزو ته ځانګړي شوي.
د سوري ماشوم وېډیو د ملګرو ملتونو غونډې د بحث محور وګرځېده
د سوریې حلب ښار کې د یوه ټپي شوي ماشوم وېډیو چې نړۍ تهیې ټکان ورکړ د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونۍ غونډې د بحثونو اصلي محور و. د امنیت شورا یوه جګپوړي مقام او د دې شورا نورو غړو په حلب ښار کې چې ډېره برخهیې د بشارالاسد د رژیم د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې ده او له څو میاشتو راهیسې دولتي ځواکونو کلابند کړی، د بشري مرستو د رسولو لپاره په جګړو کې د وقفې غوښتنه وکړه. د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال سټیفن اوبراین د امنیت شورا غونډې ته وویل، یوازې یوه شېبه فکر وکړئ او تصور یې کړئ چې که دا ماشوم ستاسو وای. هغه ماشوم چې له وېروونکې جګړې پرتهیې بل هېڅ نهدي لیدلي. د امنیت شورا غونډې تقریباً ټولو ګډونوالو د عمران دقنیش په نوم د هغه پنځه کلن ټپي ماشوم یادونه کوله چې وېډیو یې په ټوله نړۍ کې خورا زیاته ولیدل شوه. په دې وېډیو کې چې څو ورځې مخکې پر ټولنیزو شبکو خپره شوه دا پنځه کلن هلک په یوه امبولانس کې ناست دی، د جګړې خاورې او دوړې یې چې پر مخ او سر دي وینې ترې بهېږي ناست دی. عمران او د کورنۍ غړي یې تېره اوونۍ په قطرجي نومې سیمه کې چې د وسلهوالو مخالفینو په ولکه کې ده، له بمبارۍ وروسته وژغورل شول خو د هغه لس کلن ورور وروسته د ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
۲۰۲۰کال کې به توکیو د المپیک لوبو کوربه وي
د برازیل د ریو ډې جینیرو د المپیک لوبې په ماراکانه لوبغالي کې له رنګونو ډکو اور لوبو او په جشنونو پای ته ورسېدې...