شاته

افغاني ټولنه کې د اهنګرۍ"پښګرۍ" اوسنی وضعیت

اهنګري یا پښګري په افغانستان کې ډېر لرغونی تاریخ لري چې له نوم او کار سره یې خلک اشنا دي.

کله چې انسان په ځمکه هست شوی، له پېدایښت سره سم یې د خپل ځان د هوساینې لپاره فکر کړی چې بېلابېل کسبونه یې رامنځته کړي دي.

پښګري یا اهنګري د انسانانو یو لرغونی کسب دي چې د کروندو د اړولو، ښکار او ځان ساتنې لپاره به یې له اوسپنې راز- راز وسایل او وسلې جوړولې چې لا هم دوام لري.

په افغاني ټولنه کې هم پښګري یو لرغونی کسب ګڼل کیږي او کله چې انسان لومړنی ژوند لاره، نو له همدې امله به اهنګران هغه څوک وو چې له اوسپنې به یې د انسان د هوساینې لپاره بېلابېل څېزونه جوړول.

موږنننۍ خپرونه د اهنګرۍ یا پښګرۍ تاریخ او اوسني وضعیت ته ځانګړې کړې ده، دا خپرونه دلته اورېدلی شئ.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب