شاته

د ايټاليا ساحلي ساتونکو ٦٥٠٠ پناه غوښتونکي وژغورل

د ايټاليا ساحلي ساتونکو نن وويل د ليبيا سواحلو ته نژدې يې شا و خوا شپږنيم زره پناه غوښتونکي چې په ماتو-ګوډو کښتيو کې سپاره وو، وژغورل.

دا په ٢٠١٦م کال کې په يوه ورځ اروپا ته د روانو کډوالو تر ټولو ستره جوپه ګڼل کېږي.

د ايټاليا چارواکو نن وويل چې د ژغورنې ٤٠ عملياته يې کړي او ډېرى افريقايي پناه غوښتونکي يې چې په دغو کښتيو کې سپاره وو، وژغورل.

د ايټاليا چارواکو وړمه ورځ هم شا و خوا يوولس سوه نور پناه غوښتونکي چې په وړو کښتيو کې اروپا پر لار وو- وژغورل.

د مهاجرت نړيوال سازمان د جمعې په ورځ وويل، په ٢٠١٦م کال شا و خوا يولک او پنځه زره پناه غوښتونکي د کښتيو په مرسته ايټاليا ته رسېدلي، په دوى کې ډېرى يې له ايټاليا نورو اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

دغې ادارې وويل چې روان ميلادي کال شا و خوا دوه زره او اووه سوه شپږويشت کسان د مديترانې په سمندرګي کې د خطرناک سفر پر مهال مړه شوي دي.