ادبیاتو کې د کنايې نقش او اهميت
د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې له شاعرې عادلې نظري سره زموږ د همکار همايون هېواد مرکه اورئ.
مرسل مجاز ادبیاتو کې څه رول لري؟
د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې له لیکوال او شاعر له ښاغلي فاروق فردا سره د ازادي راډیو د خبریال محبوب شاه محبوب مرکه کړې.
کابل کې دوه حمله کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي
د کابل امنیه قومندان وایي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلو لاري په ساحه کې دوه حمله کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي دي. عبدالرحمان رحیمي نن خبریالانو ته وویل چې دغه وسلهوال په بېلابېلو وسلو سمبال وو. ښاغلي رحیمې وویل چې د وسلهوالو په متقابلو ډزو کې یو پولیس هم وژل شوی دی. د کابل امنیتي چارواکو تردې وړاندې هم په کابل ښار کې د یو شمېر تروریستې حملو مخنیوی کړی.
د پکتیا او خوست مشهور خواړو ډنډهکی
تاسې به حتمي د ډنډهکي او غوربندۍ شولې نومونه اورېدلي وي او ښايي خوړلې مو هم وي...
کونړ کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونونه اړولي
کونړ کې چارواکي وایي چې تېره شپه د دې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د زیات باران د زیات ورښت له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د کونړ امنیه قومندان جنرال جمعه ګل همت ازادي راډیوته وویل د شیګل ولسوالۍ اړوند د موڼې په کلي کې سیلاب یو کور په بشپړ ډول ویجاړ کړی او د کورنۍ نهه تنه یې ټپیان کړي او یو تن هم لادرکه دی. امنیه قومندان دغه راز وویل، په نورو سیمو کې هم سیلابونه راوتلي خو یوازې مالي زیانونه اړولي دي. بلخوا د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته ويلي چې د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د تنګي ابریشم د ډبلۍ اوبو په سیمه کې چې د سروبي اړوند ساحه ده د سخت ورښت او ګلۍ ورېدو له امله یو لوی ګټ سړک ته را ښوئیدلی چې لاره یې د ټرافیکو پر مخ تړلې. ځواک وايي، سیمې ته د سرک خلاصونې ټيم رسېدلی او هڅې روانې دي چې دغه لویه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.
د جګړې پر ځای دې مناظرې وشي
مناظره عربي کلیمه ده چې له یو بل سره نظر شریکولو او بحث کولو ته وايي، مناظرې د ځانګړو هدفونو لپاره کېږي ...
مطیع الله د درملتون امر اخیستی کارونه یې ولې نه خلاصیږي؟
د ازادي راډیو د انصاف په لټه کې د دې اوونۍ خپرونه د مطیع الله په نامه د یو کس ستونزې ته ځانګړې شوې ده.
سعودي په فارسي ژبه نوې ټلویزیوني خپرونه پیل کړه
سعودي عربستان له ایران سره د حج د کلني مراسمو پر سر د راپورته شوي کړکیچ په ترڅ کې د سټلایټ له لارې په فارسي ژبه نوې ټلویزیوني خپرونه پیل کړه چې د هغې له لارې به د حج مراسم ښيي. دغه ۲۴ ساعته ټلویزیون به د حج د ټولو مراسمو او هم په مکه کې له لوی جومات څخه د عبادت راپورونه خپروي. د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي چې دغه په فارسي ژبه ټلویزیونې خپرونې به په نړۍ کی شاوخوا ۱۳۰ مdلیونه کسان ګوري.
جان هینکلي واشنګټن کې د عقلي ـ عصبي له روغتونه رخصت شوی
هغه سړی چې په ۱۹۸۱ کال یې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن د وژلو هڅه کړې وه، په واشنګټن کې د عقلي ـ عصبي له روغتون څخه رخصت شوی دی. ۶۱ کلن جان هینکلي د شنبې په ورځ وروسته له هغې خوشې شو چې یوه قاضي په جولای میاشت کې پریکړه وکړه چې هغه نور خطر نه پېښوي. هغه ته اجازه ورکړل شوې چې په ویرجینیا کې له خپلې مور سره واوسي. هینکلي د ۱۹۸۱ کال د مارچ په دیرشمه پر ریګن چې په واشنګټن کې له یوه هوټله ووت، څو ډزې وکړې او د هغه مطبوعاتي مسؤل او دوه پولیس یي ټپیان کړل. مطبوعاتي مسؤل جېمز بریډلي د تل لپاره معیوب شوی و چې د ټپونو له امله په ۲۰۱۴ کال مړ شو. هینکلي په ۱۹۸۲ کال کې د لیونتوب له امله مجرم ونه پېژندل شو او ناروغي یې رواني او ژور خفګان وبلل شوه.
د یوه نوي مقرر شوي خبریال له لایف راپوره خبر شئ!
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی څو مهم خبرونه در اوروو لکه دا خبر چې: د لویو خېټو لرونکو افسرانو ته د زړورتوب لوی مېډالونه ورکړل شول.
ټرمپ: که ولسمشر شوم ایراني کښتیو ته به سخت ځواب ورکړم
د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ، که دی انتخاب شي، هره هغه ایراني کښتۍ چې د سمندر په ازادو اوبو کې د امریکا سمندري ځواکونو ته خنډ جوړي، ډزې به پرې وکړي. په فلوریدا کې پرون د انتخاباتي کمپاین پر مهال ټرمپ دا هم وویل چې دی به د امریکا پوځ دومره پیاوړی کړي چې څوک به یې بیا په وړاندې نه دریږي. د جمهوري غوښتونکو کاندید چې دا خبره کوله په وروستیو کې یې د دفاع وزارت خبرې ته اشاره کوله چې ویلي یې وو، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له امریکایي بېړیو سره سخت چلند کړی دی.
مرسل مجاز ادبياتو کې څه نقش لري؟
په نننۍ خپرونه کې له ليکوال او شاعر ښاغلي فاروق فردا سره زموږ د همکار محبوب شاه محبوب مرکه اورئ...
ترینکوټ څخه ټول زندانیان د ارزګان هوایي ډګر ته انتقال شوي
د ارزګان د مرکز ترینکوټ څخه ټول زندانیان د دغه ولایت هوایي ډګر ته انتقال شوي دي. یو شمېر امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيوته وویل چې دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د مرکز ترینکوټ ښار په شاوخوا سېمو کې یو شمېرامنیتي پوستو سقوط وکړ او وسلهوال ښار ته ننوتل. د ارزګان د امنیت امرحاجي عبدالقوي هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې وسلهوال ښار ته داخل شوي او افغان ځواکونه ورسره مقامت کوي. نوموړي د تلفاتو په اړه جزئیات ورنهکړل خو خبرداری یې وکړ که افغان ځواکونو ته مهمات ونه رسېږي نو د ولایت مرکز به سقوط وکړي. خو د دغه ولایت امنیه قومندان محمد ویس صمیمي ازادي راډيو سره په خبرو کې ډاډ ورکوي چې د ښار او ولسوالیو کنټرول د دوی په لاس کې دی او وسلهوالو ته تر پنځوسو ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده. د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې له تیرو دوو ورځو راهیسې جګړه روانه ده. وسلهوالو طالبانو هم په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ترینکوټ ته ننوتي دي.
دانش: انتخاباتي اصلاحاتو او برېښنايي تذکرو ویش ته چمتووالی پیل شوی
د جمهور ریاست دویم مرستیال وایي چې د انتخاباتي اصلاحاتو او برېښنايي تذکرو د ویش لپاره چمتووالی پیل شوی دی. محمد سرور دانش نن دا خبرې د شهید اوونۍ او د پخواني جهادي قومندان احمد شاهمسعود ۱۵م تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې. ښاغلي دانش زیاته کړه: "انتخاباتي اصلاحات او د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې انتخاباتو ترسره کېدو او همدارنګه د الکترونیکي تذکرو د ویش لپاره چمتووالی پیل شوی دی." نوموړي همدارنګه وویل چې هېله مند دی څو هغه تخنیکې ستونزې چې پهدې برخه کې پاتې دي هغه برخه کې هم په راتلونکو ورځو کې اجرأت وشي. د انتخاباتي اصلاحاتو د راوستلو په هدف د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې بڼه او د وګړو د ثبت او احوالو تعدیل شوی قانون تېره ورځ د ولسمشر غني لهخوا توشیح شول.
پخواني او اوسني کابل کې د کوژدنې دود
ستاسو په سیمه کې به د هر غم او ښادۍ لپاره بېلابېل دودونه موجود وي چې له نورو سیمو سره به ځانګړی توپیر لري...