که ټرمپ ولسمشر شي څه به پېښ شي؟
ډونلډ ټرمپ وايي که ولسمشر شي، واشنګټن کې به سمون راولي او هېواد به د یو کسب او کار په شان اداره کړي. د امریکا پلازمېنې، واشنګټن کې بحث دا دی چې آیا هغه به وکړی شي خپله ژمنه عملي کړي که نه. دی به واشنګټن سم کړي که واشنګټن به دی؟
پر مکسيکو د امريکا ټاکنو اغېز
مکسيکو امريکا کې د ټاکنو ترينګلو پايلو لپاره د بېړني حالت پلان چمتو کوي. دا خبره یې د مرکزي بانک مشر اګسټن کارستڼ کړې ده. ده پخوا ويلي وو، که ډونلډ ټرمپ يې ګټي، نو هېواد به یې د يو توپان په څېر ګوزار وخوري.
له مخدره توکو سره تړلي مرګونه
د سکاټلنډ مرکز ګلاسګو کې چارواکو په بنسټيز ډول يو داسې ناندريز پلان منلی، چې له مخې به يې بريتانيا کې د ستنو لګولو لومړۍ داسې خونه جوړوي چې په نشتو اخته خلک به په کې تر څار لاندې خپلو ځانونو ته د هيرويينو ستنې وهي او هم نشه يي توکي څکوي.
شربت ګله: امنسټي د پاکستان پرېکړه غندلې
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان هغه پرېکړه غندلې چې افغانه شربت ګله له دغه هېواده شړي. په پام کې ده شربت ګوله د دوشنبې په ورځ افغانستان ته واستول شي.
سایشا سهګل: د فلمي لوبغاړي په توګه مې سلمان خان خوښ دی
سایشا سهګل د هند فلمي نړۍ ته دا وروستیو کې د اجې دېوګن ' شېوای ' نومې فلم له لارې ورغلې او وايي د فلم جوړونکي په توګه اجې دېوګن ته درناوی کوي، خو په خبره یې د خوښې وړ فلمي لوبغاړی یې سلمان خان دی.
"افغانستان، هغه جگړه چې کلنټن او ټرمپ پرې سترگې پټې کړې"
واشنگټن پوست په خپله نننۍ گڼه کې "افغانستان هغه جگړه چې کلنټن او ټرمپ ورباندې سترگې پټې کړي" تر سرليک لاندې ليکلي: هېليري کلنټن او ډونلډ ټرمپ و نه ويل چې افغانستان کې روانه جگړه به څنگه اداره کوي.
شربت ګله به دوه ورځې وروسته کابل ته واستول شي
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پېښور په زندان کې د بندي مشهورې افغان مېرمنې په اړه ویلي؛ شربت ګله اوس له "خواشینوونکی وضعیت" نه خلاصه شوې او د راتلونکې دوشنبې په ورځ به افغانستان ته واستول شي.
هلمند کې یو سیمه ییز خبریال نعمت الله زهیر وژل شوی
د افغانستان په سوېل هلمند کې سیمه ییزې سرچینې وايي؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د سړک غاړې ماین په چادونه کې د افغانستان د یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې "اریانا نیوز" خبریال نعمت الله زهیر وژل شوی دی.
د امریکا ټاکنې: حساسو ایالتونو کې د ټرمپ او کلنټن کمپاین
لا چې د نومبر ۸مې رایې اچونې ته درې نورې ورځې پاتې دي، نو د ولسمشریزو ټاکنو دواړو ډیموکرات او جمهوریپال کاندیدانو کمپاین پر څو برخلیک ټاکونکو ایالتونو ورټول دی.
ترکیه کې د کردانو پلوي مشران او د پارلمان استازي نیول شوي
د ترکیې امنیتي ځواکونو د ترکیې پارلمان کې د کردانو پلوي ګوند - د خلق ډیموکراتیک ګوند - دوه مشران فیګن یوکسکداغ او صلاح الدین دیمیرتاش نیولي دي.
جرمني کې ۷ افغان پناه غوښتونکي پر ایراني ځوان د جنسي تېري شکونو له کبله نیول شوي
جرمني کې پولیسو اووه کسه افغان پناه غوښتونکي پر یوه ایراني ځوان د جنسي تېري کولو او د دغې پېښې فلم ثبتولو د شک له کبله نیولي دي.
ولې هند کې ځینې کسان سپي وژني؟
د هند کېرالا ایالت کې د سږ کال اوږدو کې نژدې ۷۰۰ کسان سپیو داړلي دي. دې سره یو شمېر خلک د کوڅه ډبو سپیو د وژنې یوه کمپاین ملاتړ کوي او دغې چارې بیا د حیواناتو حقونو پلویان غوسه کړي دي.
د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې 'سلګونه کډوال وژل ' شوي
ویل کېږي، چې ښايي د لیبیا سمندرغاړو ته نژدې د کښتیو ډوبېدو پېښه کې تر ۲۰۰ پورې کډوال سمندر کې ډوب شوي وي. دغه معلومات د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاندې کارلوټا سامي د هغو ژغورل شویو کسانو له قوله ورکړي چې د ایټالیا لامپیدوسا نومې ټاپو ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان کراچۍ کې د اورګاډو ټکر
د پاکستان ترټو لو لوی ښار کراچۍ کې نن سهار دوه مساپر وړونکي اورګاډي ټکر شوي
د ګوانتانامو بې جرمه ۸ افغان بندیان
د افغانستان د شنونکو شبکې یوه څېړنه ښيي چې لږ تر لږه اته افغانان پرته له کوم سنده، په تېروتنه، د نا سمې ژباړې او یا هم د ځورونې پر مهال د اعتراف له کبله له کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي.