د هیلري کلنټن برېښنالیکونو څېړنه: اوباما وايي، باید د نابشپړو معلوماتو پر بنسټ کار و نه کړو
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن برېښنالیکونو موضوع کې په ضمني توګه د خپل هېواد فدرالي تحقیقي ادارې ایف بي ای پر مشر جیمز کومي نیوکه کړې. نوموړی وايي امریکايي څېړنه باید د ' اشارو یا نابشپړو معلوماتو ' پر بنسټ و نه شي.
انګلستان: یخچال لرونکې لارۍ کې د دریو ماشومانو په کډون ۱۵ کډوال موندل شوي
ویل کېږي، چې دغه لارۍ کې له اسپانیا نه انګلستان کې یوې کارخونې ته کچالو لېږدول کېدل، چې کډوالو په کې سفر کړی.
نیمیبیا کې طبي نظام نژدې فلج شوی
د نمیبیا روغتیايي سستم د ډاکټرانو د کمښت له امله فلج شوی دی. دغه هېواد دا دوې لسیزې کېږي چې د لسیزې افریقا په ګډون په نورو هېوادو تکیه کوي
بېړۍ کې چاودنې ۱۴ کسان وژلي
چاودنه د بلوچستان ایالت په ګډاني سیمه کې د بحري بېړیو ماتولو کارځای کې شوې، چې له کبله یې اور هم لګېدلی
ولسي جرګه: کوم وزیران چې پرمختیایي بودیجه تر ۷۰ سلنې کمه ولګوي استیضاح کېږي
د افغانستان ولسي جرګې نن پریکړه وکړه، کومو وزارتونو چې تر ۷۰ سلنې لږه پرمختیايي بودیجه لګولې، وزیران یې استیضاح کیږي. تراوسه ددغو وزارتونو نومونه نه دي اعلان شوي.
کارموندنه او هستوګنځای 'د افغانستان دولت پروړاندې جدي ننګونې دي'
د افغانستان د ښار جوړونې او مسکن وزیر سید سعادت منصور نادري ویلي؛ د افغانستان نفوسو ته په کتو، کار او هستوګنځای ددغه هېواد له عمده ننګونو دي. نادري وویل دولت هڅه کوي خلکو ته په مناسبه بیه کورونه برابر کړي.
عبدالله د شانګهای همکاریو تړون ۱۵ سرمشریزه کې ګډون کوي
د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله د شانګهای همکاریو تړون ۱۵ سرمشریزه کې د ګډون لپاره د چهارشنبې په ورځ قرغزیستان ته وخوځېد.
اظهر محمود د پاکستان کرکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو
د پاکستان کرکټ بورډ پخوانی ال راونډر (بالر او بیټسمېن) اظهر محمود د دوو کلونو لپاره د پاکستان د بالنګ روزونکی ټاکلی. اظهر محمود ته د شل اوریزو سیالیو متخصص ویل کېږي. هغه تراوسه په مجموعي ډول په ۲۳۰ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی.
د وژونکیو وژونکی مار د ناروغیو درمل وبلل شو
ساینسپوهان وايي، د نړۍ د تر ټولو زهري مار په غودو کې هم د درد د درملنې راز پټ دی.
د شربت ګلې وکیل: له تفصیلې پرېکړې وروسته به خبرې وکړم
په پښتونخوا کې عدلي ادارو په نړیواله کچه د مشهورې شین سترګې افغانې په ضمانت د خوشي کېدلو غوښتنه ونه منله. شربت ګله د جعلي پاکستانۍ يېژندپاڼې ډ د درلودلو له امله نیول شوې.
مصر کې د بورې بیه ۲۰٪ لوړه شوې
مصري چارواکو د حکومت په ملاتړ د بورې بیه ۲۰ سلنه لوړه کړې. اوس د یوې کیلو بورې بیه له شپږو مصري پونډو اوو ته لوړه شوې ده.
پیپل: فضا ته د سېلانیانو استولو لپاره د چین اوږدمهاله پلان
د امریکا د بهرنۍ کړنلارې اقتصاد تر سرلیک لاندې په یوه تحلیلي مطلب کې چې په ډیپلومات مجله کې خپور شوی ویل شوي؛ نړیواله پانګونه روښانه راتلونکی لري او امریکا په دې برخه کې د ستاینې وړ نوښتونه کړي دي.
د عکسونو البوم: د هلمند کجکي برېښنا بند
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او یوه ترکي شرکت ترمنځ د یوه تړون په لاسلیکېدو یو ترکی شرکت د هلمند د کجکي اوبو برېښنا بند دویمه برخه جوړوي. زموږ همکار مامون دراني دا انځورونه راستولی دي.
ټرمپ: هېلیري کلنټن "درغله" ده او پلویان یې "پښېماني پېري"
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ډیموکراتې نوماندې هېلیري کلنټن یو ځل پر خپل سیال نیوکو ته مخه کړې او هغه یې (بدماش) بللی دی. په دا مهال ښاغلي ټرمپ مېرمن کلنټن "درغله" بللې ده.
هرات کې د ایراني تولیداتو لسم ځانګړی نندارتون
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې د ایران د صنعتي تولیداتو لسم ځانګړی نندارتون د دریو ورځو لپاره پرانیستل شو. په دې نندارتون کې ۴۵ ایراني شرکتونو د ودانیزو، خوراکي او پلاستیکي صنایعو بېلګې نندارې ته وړاندې کړې.