BBC
 شاته

د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې 'سلګونه کډوال وژل ' شوي

ویل کېږي، چې ښايي د لیبیا سمندرغاړو ته نژدې د کښتیو ډوبېدو پېښه کې تر ۲۰۰ پورې کډوال سمندر کې ډوب شوي وي. دغه معلومات د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاندې کارلوټا سامي د هغو ژغورل شویو کسانو له قوله ورکړي چې د ایټالیا لامپیدوسا نومې ټاپو ته لېږدول شوي دي.