تاسې د نړۍ کوم مشر ته ورته یاست؟
امريکایان خپل ولسمشر ټاکي. تاسې د نړۍ تر ټولو ځواکمن کسان څنګه ارزوئ؟ ستاسې زده کړه له هغو لوړه ده؟ عمر څنګه؟ ایا ستاسې عمر له هغو ډېر دی یا ترې ځوان یاست؟ کاري تجربه مو څنګه ده، ایا تاسې له هغو ډېره تجربه لرئ؟
ګوانتانامو زندان کې د ۸ افغانانو بې جرمه بند
د افغانستان د شنونکو شبکې یوه څېړنه ښيي چې لږ ترلږه اته افغانان پرته له کوم سنده، په تېروتنې، د نا سمې ژباړې او یا هم د ځورونې پرمهال د اعتراف له کبله له کلونو راهیسې په ګوانتانامو کې بندیان دي.
د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۳۰ ولسي وګړي ووژل شول
په کندوز کې افغان چارواکي وايي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې بهیر کې ۳۰ ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
فیسبوک د سوداګریزو اعلانونو خپرول کموي
د فیسبوک اداره وايي، د کاروونکو د باور ساتلو لپاره به په راتلونکو څو میاشتو کې له سوداګریزو اعلانونو ترلاسه کېدونې ګټه پاموړ کمه کړي.
ابو بکر البغدادي: له موصله مه په شا کېږئ
د "اسلامي دولت" نومې ډلې مشر ابو بکر البغدادي ته په یوه منسوب شوي غږیز پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتل شوي چې د عراق موصل ښار له لاسه ونه باسي.
کندوز کې دوو ټپي شویو امریکايي پوځيانو ساه ورکړه
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان امریکایي جنرال جان نیکولسن وايي، کندوز کې د جګړې پرمهال دوو ټپي شویو امریکايي سرتېرو ساه ورکړه.
د بريتانيا حکومت محکمه کې له اروپايي ټولنې د وتلو قضيه وبايلله
د بریتانیا ستري محکمي ویلي، د دغه هېواد پارلمان باید دا رایه ورکړي چې بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو بهیر پیلولی شي او که نه.
ځینې ځوانان په خواله رسنیو کې د ماشومتوب انځورونه شرموونکي بولي
له شانګهای تر شیکاګو پورې په لار کې مور پلار په دې ویاړي چې د خپلو ماشومانو تصویرونه په خواله رسنیو کې پرلیکه کوي.
افغانستان کې د وینې ورکولو دود پیاوړی شوی
وینه د وجود یوه اړینه او حیاتي ماده ده او د افغانستان په څېر هيواد کې چې نژدې په هر ساعت کې یوه پيښه په کې کيږي، ورته ډيره اړتیا لیدل کیږي.
زاخېلوال: ''محکمه دې شربت ګله خوشې، زړونه دې وګټي''
پاکستان چاپې ورځپاڼې اکسپرېس ټريبيون د پېښور سترې محکمې له لوري په ضمانت د شربت گلې نه پرېښودو موضوع ته کتنه کړې چې د جعلۍ پاکستانۍ پېژندپاڼې درلودو په تور نيول شوې.
کراچۍ کې د اورګاډو ټکر ۱۷ مسافر وژلي
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د پنجشنبې په سهار د دوو مساپر وړونکو اورګاډو ترمنځ ټکر کې لږ تر لږه اوولس تنه وژل شوي او شپېته نور ټپيان شوي دي.
انځورونه: راستانه شوي کډوال د حکومت د همکارۍ په تمه
پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت په زورزیاتي سره افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده، خو کډوال په کور د ننه هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. ازاد عکاس میلاد حمیدي د کډوالو راتګ او کمپ ته ورغلی او دا انځوریز راپور یې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راستولی.
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې: اوباما: ټرمپ امریکا او نړۍ ته ګواښ دی
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوریپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ امریکا او ټولې نړۍ ته ګواښ ګڼلی. اوباما ویلي، نوموړي ویلي، "که کلنټن بریالۍ نه شي، زما د اتو کلونو لاسته راوړنې په سیند لاهو شي."
۱۰۵ کلنې مېرمن په خپل کلي کې لومړنی تشناب جوړ کړ
د سې شنبې په ورځ د مرکزي هند په چهتیس ګړ ایالت کې دهامتاري لومړنۍ داسې سیمه اعلان شوه، چې ټول اوسېدونکي یې تشنابونه لري. په کور دننه د تشنابونو رغونې دغه نوښت کووربای یادیو ته ورکول کېږي، چې ادعا کوي ۱۰۵ کلنه ده.
بریتانیا کې به تر راتلونکي کاله د پیسو پړسوب څلور سلنه ډېر شي
د ټولنیزو او اقتصادي څېړنو ملي انسټيټیوټ وایي، لامل یې په هېواد کې دننه پر مصرفوونکو د سټرلنګ پونډ ارزښت غورځېدو اغېز دی.