زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
بلاسكو ايبانز:

سيند

د شپې دوې نيمې بجې به وې چې چا د جونګړې لـه شا څخه غږ كړل :
انتونيو ! – انتونيو !
انتونيو لـه كټ څخه اوچت شو. د هغه ګاونډى چې هر وخت به لـه ده سره د كبانو ښكار ته روانېده، ورپسې ورغلى و. اوس هم سيند ته د تګ وخت و.
هغه شپه انتونيو لږ ويده شوى و. د شپې تر يوولسو بجو يې لـه خپلې مېرمنې سره خبرې اترې كولې. خواركۍ "روفينا " هم د مار غوندې پر كټ اوښتله رااوښتله او د تل په شان يې سوچ كاوه چې څنګه به خپل ژوند ښه كړي. د خاوند د كاروبار خوند يې نه و. په ټول دوبي كې يې يو كب هم نه و نيولى. تېر كال د مديترانې په سمندرګي كې كبان زيات وو. هر ښكاري به دوه درې سوه كبان نيول، پر دوى باندې د باران په شان پيسې اورېدلې، هغه كس به چې د انتونيو په شان عياشي نه كوله، ځان ته به يې يوه وړه بېړۍ را نيوله او ځان به يې د نورو لـه مزدورۍ څخه ژغوره.
اوس بندر لـه بېړيو ډك شوى و، بېړۍ بېخي زياتې شوې وې، خو د كبانو درك نه و. د كب نيوونكو په لومه كې به يوازې لوخې بندېدې. د دوى په دېګونو كې به هېڅ هم نه وو. داسې ښكارېدل چې هغه كال، لويو كبانو بل لورى نيولى وي، هېڅ كب نيوونكي ته هغه كال دا وياړ نه و په برخه شوى، چې لږ تر لږه يو لوى كب ونيسي.
روفينا په خواشينۍ او نهيلۍ كې ډوبه وه. په كور كې يوه انه هم نه وه. دا ډېر وخت كېده چې د نانواى او بقال پوروړي وو.
يوه سپين سترګي وزګاره ماڼو ( بېړۍ چلوونكي ) سينيور توماس به په يوه لويه چغه ټول كلى خبراوه، دوى ته به يې ګواښونه كول او خپلې هغه پيسې يې غوښتې چې انتونيو د بـېړۍ جوړولو په وخت كې ځنې پور كړې وې. دغې وړې او ښكلې بېړۍ د دوى ټوله شتمني تر ستوني تېره كړې وه.
انتونيو جامې واغوستلې او خپل نهه كلن زوى يې، چې په سيند كې به يې د مشرانو په څېر كار كاوه، راويښ كړ.
روفينا، پرته لـه دې چې لـه ځايه اوچته شي، ورو وويل:
"ګوندې نن بخت ستاسو سره ياري وكړي ! د خوړو غوټه په پخلنځي كې ده. پرون بقال غوڅ انكار وكړ، هغه نور پور نه راكوي... خدايه ! څه سپى ژوند مو دى".
انتونيو وويل:
"ښځې ! غلې شه ! كه سيند بېرحم دى، خداى خو رحيم دى. ځينو كب نيوونكو ويل چې پرون يې نوي، نوي كبان ليدلي، يو لوى كب زموږ د څو ورځو لپاره بس دى".
په دې وخت كې كب نيوونكي په خيال كې يو لوى كب انځور كړ، چې د نورو كبانو لـه ډلې بېل شوى او د تېر كال د اوبو ځاى ته راغلى دى.
كوچني انتونيكو ځان تيار كړى و، په داسې حال كې چې د ده همزولي ماشومان په لوبو بوخت وي او دى په ډوډۍ پسې وځي، زيات مغرور و. د خوړو غوټه يې په شا كړه، د لويو كبانو د نيولو لپاره يې په ځولۍ كې لږ كوچني كبان اچولي وو، چې بيا يې په چنګك كې بند كړي. ځولۍ يې هم په لاس كې واخيسته او روان شول. ګاونډيانو بادبانونه غوړولي او په بېړۍ كې دوى ته په تمه وو.
خـلـكو سـيند تـه ودانـګل. د شپې په تياره كـې څراغونـه بلېدل، په اوبو كې د خلكو انځورونه په لړزېدو وو، د كبانو تورونه د بېړيو لـه څنډو سره لګېدل، د رسيو د غژ، غژ اّوازونه اوچت وو، بادبانونه به پورته كېدل او د باد په وړاندې به په ناز، ناز رپېدل.
د كلي وړو سپينو كورونو چې، خلكو د دوبي د تېرولو لپاره جوړ كـړي وو، د سيند تر څنډو ادامه درلوده. د لويو- لويو كورونو كړكۍ به روښانه وې، تابه ويل اور په كې بل دى. سره او سپينه رڼا به يې پر سمندرګي خپرېده. دا د كازينو ودانۍ وه. انتونيو په كركه وروكتل او ويې ويل:
"شتمن خلك شپې داسې تېروي ! قمار وهي، خپلې پيسې اور ته اچوي. دوى بايد هېڅ وخت د روزي ګټلو لپاره تر سپېدو وړاندې لـه خوبه ونه پاڅي!".
انتونيو بيړه لرله او ويل به يې : ژر شئ ، ژر شئ ! و ګورئ څومره ګڼه ګوڼه ده.
كب نيوونكو رسۍ كش كړې، بادبانونه كرار لوړ وخوځېدل، باد په كې ځاى ونيو او په رپېدو شول. څه شېبه مخكې بېړۍ ورو روانه وه او څپې يې غوڅولې، خو كرار، كرار ګړندۍ شوه او د سيند منځ ته يې لار اواروله.
د دوى په وړاندې د شپې تور حجاب خپور و، چې يوازې د ستورو په كمرنګې رڼا روښانېده، د دوى شا و خوا وړې بېړۍ چې تېرې څوكې يې لرلې، د ناپېژندويه موجوداتو د سيورو غوندې روانې وې.
ګاونډي افق ته وكتل او زياته يې كړه :
"انتونيو ! د باد لورى بدلېږي".
_ "زه يې هم وينم".
_ "لكه چې هوا توپاني كېږي."
_ "پروا نه كوي ! همدغه لورى وساته، چې لـه دغو بېرندوكو خلكو څخه ليرې شو".
د دوى بېړۍ، د دې پر ځاى چې د نورو په شان د ساحل پر لوري روانه شي، خپله لار ونيوله. سپېدې و چاودېدې، د لمر سترګه د اور د يوه لوى غونډاري په شان په اوبو كې ځلېده، څپې د اور د لمبو غوندې ځلېدې. انتونيو د ګاونډي شاته ناست و، ماشوم هم په ځير سره سيند ته كتل. د بېړۍ لـه هر لوري څخه سيند ته چنګكونه ځوړند شوي وو. كله- كله به د چنګك رسۍ په لړزېدو شوه، يا به يو كوچنى كب لوړ غورځېده او په هوا كې به څرخېده....وړو كبانو د ښكار خواړه په غاښول، خو دوى ته به غټ او مناسب كب په لاس نه ورته.
څو ساعته تېر شول، بېړۍ وړاندې تلله، كله به يوې خواته كږه شوه، كله به يې مخامخ پر څپو ور دانګل او سره سينه به يې ښكاره شوه. هوا توده شوه. كوچنى انتونيكو به تل د بېړۍ خونې ته ورننووت او لـه بوشكې څخه به يې اوبه څښلې.
د سهار لس بجې به وې، چې ساحل ګردسره لـه سترګو نهام شو، يوازې په هغو ليريو كې د نورو بېړيو بادبانونه د سپينو خيالي كبانو د وزرونو په شان ښكارېدل.
ګاونډي وويل:
"انتونيو ! غوږ كښېږده ! خوښه دې نه ده چې "اوران" ته لاړ شو ؟ دلته خو كبان نه شته او زموږ تم كېدل هم كومه ګټه نه لري".
انتونيو د بېړۍ لورى بدل كړ، پرته لـه دې چې ساحل ته نژدې شي، پر هماغه لوري روان شو. وروسته يې په خوښۍ سره زياته كړه :
"راځئ د غرمې ډوډۍ و خورو ! ملګريه ! د خوړو غوټه راوړه، دلته دې پام وي چې كبان څه وخت د ښكار خواړه خوري".
د هر چا د غرمې ډوډۍ ، يوه ټوټه ډوډۍ او يو پياز و ....
په دې وخت كې باد توند شو، بېړۍ په څپو كې كښته او پورته كېده. ناڅاپه د انتونيكو د چغې اواز پورته شو :
"بابا ! هله هله هغه دى يو كب ! ډېر لوى هم دى!".
ډوډۍ او د پيازو ټوټې د بېړۍ پر سينه تويې شوې، سړيو د بېړۍ لـه څنډې سرونه وغزول. په رښتا چې يو ستر او غوړ كب په ناز- ناز د بېړۍ خواته را روان و. توره او ځلېدونكې ملا يې په اوبو كې ښكارېده. دى به حتمًا هماغه كب و، چې ډېرو كب نيوونكو يې تل په اړه خبرې كولې.
دغه لوى كب په پستو حركاتو يوه او بل لوري ته كږېده، كله به د بېړۍ په يوه خوا كې څرګند شو، كله به هم د اوبو په منځ كې ورك شو او يو ګړۍ وروسته به بيا و ليدل شو.
انتونيو لـه خوښۍ او تلوسې څخه سور اوښتى و، د كب نيونې رسۍ يې، چې د بټې ګوتې په اندازه يو كب يې په چنګك كې بند كړى و، اوبو ته خوشې كړه.
ناڅاپه د بېړۍ په شا و خوا كې يو ګرداب جوړ شو، بېړۍ لږه كږه شوه، ته وا چا لاس ورغزولى او هڅه كوي، پر بل مخ يې واړوي. بېړۍ لړزېده. اوازونه ترې پورته كېدل او تا به ويل د دوى لـه پښو څخه تښتي... بېړۍ يو توند ټكان وخوړ، خو بېرته په څپو كې روانه شوه.
د كب نيونې رسۍ چې ټينګه تړل شوې وه، سسته شوه، چنګك يې راكش كړ، كه څه هم ډېر ټينګ يې تړلى و، خو كب په خپلو غاښونو مات كړى و.
ګاونډي په خواشينۍ سره سر وښوراوه او ويې ويل:
"انتونيو ! موږ ددې كب دښمنان كېږو نه، پرېږده لاړ شي، د خداى شكر پر ځاى كړه چې يوازې يې چنګك و ژووه او مات يې كړ. نژدې وو چې بېړۍ پر بل مخ واړوي".
خو د بېړۍ خاوند چغې كړې :
"ته وايې چې دومره لوى كب پرېږدو ؟ ته يې په ارزښت نه پوهېږې ؟ نه ! تو لعنت دې وي پر شيطان ! بايد ونه بېرېږو، بايد ويې څارو او ورپسې شو".
د بېړۍ لورى يې بدل كړ او هغې خواته يې روانه كړه، چې كب تللى و. د كب نيونې په چنګك كې يې څو واړه كبان بند كړل او اوبو ته يې خوشى كړ. انتونيو پرته لـه دې چې د بېړۍ څنډه پرېږدي، يوه تېره نېزه په لاس كې ونيوله.
د چنګك رسۍ بيا و ښورېده، چې بېړۍ يې هم و لړزوله، د قرچ، قرچ يو ګواښوونكى اواز ترې اوچت شو، دا ځل د كب په خوله كې چنګك بند شوى و، د خپل خلاصون لپاره يې هڅه كوله، بېړۍ يې د ځان خواته راكشوله، پر څپو يې يوه لېونۍ نڅا پيل كړه. تا به ويل چې د سيند اوبه اېشي، يوه خړ رنګه ګرداب، ځـګ لرونكې او غوسه ناكې څپې شا و خوا ته پاشلې. سيند خروښېده، داسې برېښېدل چې تر اوبو لاندې دوه لوى موجودات د ژوند او مرګ پر سر جګړه كوي.
وروسته بېړۍ داسې كږه شوه او پر بغل واوښته، چې تا به ويل چا په لوى لاس كږه كړه.اوبه د بېړۍ منځ ته ورغلې او تر نيمايي ډكه شوه، يوه توند ګوزار كب نيوونكي لـه پښو وغورځول:
انتونيو د بېړۍ څنډه خوشې كړه، نژدې و سيند ته و لوېږي. خو په دې وخت كې يې يو اّواز تر غوږ شو او لـه دې سره جوخت بېړۍ سمه شوه. كب، د كب نيونې رسۍ وشكوله. كب بېړۍ ته نژدې وګرځېده او په خپله شفافه لكۍ يې ځـګ لرونكې څپې شا و خوا ته پاشلې.
انتونيو وويل :
"غله ! اوس نو نه شې كولاى راڅخه و تښتې".
ته وا لـه يوه لوى دښمن سره مخ وي، تېره نېزه يې په زوره د كب خواته ګوزار كړه، اوسپنې د كب سريښناكه او نرم پوست څيرې كړ او د كب په بدن كې ننووت. څپو د وينو رنـګ خپل كړ. ټپي كب د ډبرې په شان د اوبو تل ته كښته شو او په هغه ځاى كې د وينو ليكې تر سترګو كېدې چې پورته راختې.
انتونيو يوه اوږده ساه واخيستله. ملګرو ته يې په غور سره و كتل، يوې معجزې ژغورلي وو. كه دغې پېښې، چې يوازې څو ثانيې يې دوام وكړ، نور دوام هم كړى واى، نو ټول به اوس د سيند په تل كې پراته وو. كب نيوونكي د بېړۍ لندې سينې ته وكتل. ګاونډى چې د بېړۍ پر دېوال نښتى اورنـګ يې ګردسره الوتى و، وويل :
"ما فكر كاوه چې كار به مو تمام وي! څومره اوبه مې تېرې كړې، لغتي كب!"
بيا يې انتونيو ته و كتل او و يې ويل:
"خو افرين ! ښه نښان دې وواهه، اوس به د اوبو پر سر راشي، ته به يې وينې...."
انتونيو و پوښتل :
"هلك چېرې دى؟"
د پلار په اواز كې د خواشينۍ ازانګه ويده وه، شونډې يې په رپېدو شوې. ته وا د خپلې پوښتنې لـه ځواب څخه وېرېږي. ماشوم په بېړۍ كې نه و، انتونيو په دې هيله چې خپل زوى د بېړۍ په وړه خونه كې ومومي، وړې خونې ته ودانګل، اوبه يې تر زنګنو پورې رسېدې. بايد د بېړۍ اوبه يې تشولاى. خو، هغه وخت ددې كار نه و، په تياره كې يې په بيړه وړه خونه و لټوله، خو د اوبو لـه بوشكو او نورو سامانونو پرته يې نور څه ونه ليدل. د لېونيو په شان يې بهر ته منډې كړې :
ګاونډى ايله اوس خبر شو، لاسونه يې وخوځول.
هغوى خو لـه ژوند او مرګ سره دومره فاصله نه درلوده. خامخا به ماشوم د ناڅاپي ګوزار لـه كبله بېسده شوى او بيا به تل ته تللى وي.
كب نيوونكي دغه اندېښنه په زړه كې پټه كړې وه او غلى و. هغلته ليرې چې نژدې و د سيند څپې بېړۍ تر ستوني تېره كړي، پر اوبو كوم څيز برېښېده.
انتونيو چغې كړې :
"هغه دى، هغه خپله دى!"
ځان يې اوبو ته واچاوه او په ټول ځواك سره يې د هغه شي پر لوري لامبل پيل كړل.
ګاونډي په بيړه بادبان راكښته كړ.
كله چې بدمرغه پلار ډاډه شو چې هغه تور شى يوازې د انتونيكو يو بوټ دى، چې څپو د سيند منځ ته غورځولى، ناڅاپه يې ځواك ختم او غړي يې بې سېكه شول. په چغو يې ځان د څپو لـه حملو څخه ژغوره او هڅه يې كوله چې ډېر ژر د سيند تر زياتې برخې واوړي. خو شا و خوا يې يوازې اوبه وې، يوازې يې په سيند كې بېړۍ ليده، چې دده پر خوا را روانه وه....
ناڅاپه د اوبو لـه منځه يو تور شى، چې په وينو لژندو څپو كې تاوېده را تاوېده، را بهر شو. دغه شى مړ كب و.... دغه ښكار انتونيو ته ګران پرېوتى و. خپل يوازېنى زوى كوچنى انتونيكو يې د هغه لـه كبله لـه لاسه وركړى و. اى مهربانه خدايه ! ايا يوه ټوټه ډوډۍ بايد په همدومره بيه تر لاسه شي؟ انـتونيو تر يوه سـاعته زيـات پـه سيند كې و. په پرلـه پسې ډول يې لامبل او په خپلې وركې پسې ګرځېده. د هرې څپې د غږ په اورېدو به يې ګومان كاوه چې همدا اوس به يې د زوى مړى د اوبو سر ته رابهر شي. هره شېبه يې ګومان كاوه چې د انتونيكو مړى به د اوبو په منځ كې، ده ته نژدې كښته پورته كېږي. خو تورو او تيارو څپو به تېر ايست.
انتونيو غوښتل په سيند كې پاتې شي او لـه خپل زوى سره يو ځاى ومري، خو ملګري لـه اوبو څخه راوايست. د بېړۍ په منځ كې يې څملاوه او ويې پوښت:
"انتونيو ! څه بايد وكړو؟".
انتونيو ځواب ور نه كړ.
"ګرانه دوسته ! ځان بايد لـه منځه يو نه سې. زموږ ژوند همداسې دى، بله چاره نه شته. ماشوم په سيند كې ورك شو، زموږ نيكونه او پلرونه هم هملته مړه شوي او موږ به هم يوه ورځ همداسې، همدلته مرو!.
خو ژر يا وروسته كوم توپير لري ؟ اوس بايد كار بشپړ شي. هېره دې نه شي چې موږ نېستمن او تشلاسي خلك يو".
بيا يې په دوو تناوونو كب وتاړه او په بېړۍ پسې يې ټينګ كړ. په بېړۍ پسې د وينو يوه ليكه جوړه شوه. باد لـه مخامخ لوري لګېده، بېړۍ درنه شوې وه او په سختۍ سره وړاندې تله. بېړۍ چلوونكي او ګاونډي د بېړۍ د اوبو په تشولو لاس پورې كړ، ته وا دغه لويه بدمرغي يې هېره شوې وي. په دې كار سره بېړۍ نوره هم ګړندۍ كېده. ستونزمن كار، انتونيو ستړى كړى و، كنـګس و. خو په پر له پسې ډول يې تر سترګو د اوښكو څاڅكي بهېدل او په بېړۍ كې لـه راغونډو شويو اوبو سره ملګري كېدل، وروسته د انتونيكو قبر ته تويېدل!
كله چې بېړۍ لـه اوبو څخه تشه شوه، په بيړه روانه شوه، نور نو د ډوبېدونكي لمر په رڼا كې سپين كورونه او د ساحل بل لورى ښكارېده.
دغې سپېرې منظرې د انتونيو درد او وېره نوره هم زياته كړه. لـه ساړه اّه سره يې وويل:
"زما مېرمنې روفينا ته به څه وايم، هغه به څه وايي؟"
لـه مېرمنې سره د چلند اندېښنې د هغه پر اندام لړزه خپره كړه. دى هم د نورو زورورو خلكو په شان په خپل كور كې يوازې د يوه غلام غوندې و.
د مازيګري باد، خوندوره نڅا پر سيند خپرېدله، هغه باد چې د ساحل لـه لوري لګېده، د ځينو شتمنو او بډايو خلكو سندرې، د تهنيت د درود په شان پر سيند خپرېدې. د "كازينو" د سـاحـل پـر مـخامـخ د سندرغاړو يوې ډلې سندرې ويلې. د ساحلي واټونو په بهير كې، چې شا و خوا يې ونې ولاړې وې، ورېښمين چترونه، ښايسته خولۍ، د كليوالو سپين او روښانه كالي، لـه ليرې د تسپو د رنګينو دانو غوندې ښكارېدل.
ماشومانو په سپينو جامو كې هرې خواته ځغستل، توپبازي يې كوله، يا به په نڅا- نڅا سره راتاوېدل او بيا به سره يو ځاى شول.
ساحل ته نژدې، كب نيوونكو ګڼه ګوڼه جوړه كړې وه، د دوى تېزبينو سترګو، دا اټكل كولاى شواى، چې د انتونيو بېړۍ څومره ارزښتناك ښكار په ځان پسې راكاږي. خو انتونيو يوازې يو كس ليده. هلته يوه دنګه ښځه ولاړه وه، چې سر يې لوڅ و او باد يې لمن ښوروله.
بېړۍ ساحل ته ورسېده. د خوښۍ چغو او ولولو يې هر كلى وكړ. هر چا غوښتل چې لوى كب لـه نژدې څخه وګوري. د انتونيو ښكار ته حسودې او رخه ګرې سترګې وګنډل شوې.
د نېستمنو خلكو ماشومان چې شوړېدلي كالي يې وو، سور رنګه اوبو ته واوښتل، چې د كب لكۍ په لاس كې ونيسي.
روفينا د خپل خاوند خوا ته وكتل چې سر يې لاندې اچولى و او د نورو كب نيوونكو مباركيو ته يې غوږ نيولى و، ويې پوښت :
"هلك چېرې دى ؟ زموږ ماشوم چېرې دى؟"
سړي خپل سر نور هم كښته و نيو، د خپلو اوږو تر منځ يې كښېكاږه، ته وا غواړي چې په ځمكه كې ننوځي او ورك شي، نه شى وويني، نه يې واوري. خو روفينا بيا وويل :
"نو انتونيكو چېرې دى؟"
هغې بيا خپلې سرې او راوتلې سترګې د خپل خاوند په څېره كې وګنډلې، لـه ګرېوانه يې و نيو او په خپل ټول قوت سره يې ټكان وركړ، خو څه شېبه وروسته ناڅاپه تر شا لاړه، لاسونه يې سيده كړل او په نهيلۍ سره يې يوه لويه دردناكه چغه وكړه :
"يا عيسى بن مريمه ! زما انتونيكو ډوب شو ! مړ شو ! په سيند كې پاتې شو!"
اّخر خاوند يې، په داسې حال كې چې ژبه يې بنده، بنده كېده او په سختۍ سره يې توري په خوله راوړل، وويل:
"هو ګرانې مېرمنې ! زموږ ماشوم ډوب شو، لكه څنګه چې نيكه يې ډوب شوى و او زه هم ډوبېږم. د سيند څپو هغه تر ستوني تېر كړ. سيند موږ ته روزي راكوي. دى هم په موږ تغذيه كېږي. چاره څه ده ؟ ټول د دې لپاره دنيا ته نه راځي، چې واكمن شي".
ژړا يې په ستوني كې غوټه شوې وه، تر سترګو يې د اوښكو سېل روان و. خو ښځې ورته غوږ نه و نيولى، بلكې په ډېره خواشينۍ او نهيلۍ سره پر ځمكه اوښتله- رااوښتله، خپل پرېشانه وېښتان يې راكشول او په نوكانو يې مخ شكاوه، په ژړا- ژړا كې به يې ويل:
"زما زوى انتونيكو!"
ګاونډيانو او د كب نيوونكو مېرمنو، د روفينا خواته وځغستل. څه لـه پاسه ټول يې لـه دغه ډول مصيبت او غم سره مخ شوي وو....په خپلو قوي لاسونو يې هغه لـه ځمكې راپورته كړه او كور ته يې بوتله.
يوه كب نيوونكي انتونيو ته چې نه يې شول كولاى د ژړا مخه ونيسي، يو جام شراب وركړل. ګاونډى چې په عادي ځانپالنه كې ډوب و، لـه پېرودونكو سره د كب پر سر په چنه وهلو لګيا و....
لمر لوېدلى او سيند طلايي رنګ خپل كړى و، څپو ځان لـه ساحل سره واهه او يوه دردناكه زمزمه يې اوچتوله. د يوې بدمرغې مور د چغې اواز، چې د زوى تر مړينې وروسته د لېونتوب تر پولې كښل كېده، اورېدل كېده، چې د نورو كب نيوونكو د مېرمنو اّوازونو يې هم ملګرتيا كوله :
"انتونيكو زويه!"
خو نېكمرغه خلك په ښكلو او پاكو جامو كې تر ونو لاندې ګرځېدل راګرځېدل، په كړس- كړس به يې خندل. اّن دې ته هم متوجه نه شول چې دوى ته نژدې څومره لويه بدمرغي پېښه شوې ده، د دوى غميزې او نېستۍ ته يې يو نظر هم وا نه چاوه.
د سندرغاړو سندرو د سمندرګي پر مخ نڅا كوله او په خپل شهوتبارې بڼې سره يې د سيند ابدي ښايست زياتاوه.