زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
هانس بندر:

زيارت ته سفر

ماشوم هانس، د پخلنځي پر مېز حيران ولاړ و. د كور نوكره "انا" يې د پتلون په ګنډلو بوخته وه. پلار وپوښتل:
"كار دې نه دى تمام شوى. چې قهوه وڅښو؟".
انا وويل:
" كه هغه بد چلند دې نه و كړى، اوس به له وخته كار تمام و".
بيا يې كوټبندونه په لاس ټينګ كړل. ته وا غوښتل يې په دې ډول له هغوى څخه غچ واخلي.
هانس له مېز څخه لاندې خېز وواهه، تل يې هيله لرله، چې د چا له مرستې پرته، خپل بوټونه په پښو كړي.
نوي، هوسا- ژړرنګه او سلايي لرونكي بوټونه يې لرل، چې د ګرځېدو په وخت كې به يې د جير- جير منظم اواز خپراوه.
انا، چې كله پيالې، چاينكه، ډوډۍ او مربا پر مېز كښيښگوده او د قهوې زړه زړه راكښونكى بوى هوا ته اوچت شو،مور راغله او ويې ويل:
"مور نن قهوه نه څښو!".
پلار چې له ډېره وخت د مېز تر څنګ ناست و، وپوښتل:
"ولې بايدقهوه ونه څښو؟".
مور ځواب وركړ:
"د تاسف ځاى دى، چې نه پوهېږې ولې؟..."
ان كله چې هندارې ته ودرېد او اوږده ستن يې له خولۍ څخه خپلو وېښتانو ته ننه ايسته، د څټ له لوري يې هم په څېره كې د ملامتۍ او منت حالت ليدل كېده. پلار د قهوې يو كوچنى غوړپ تېر كړ. انا چې له قهوې څخه منع شوې نه وه، په ارام خاطر د مېز تر څنګ كښېناسته او په پياله كې يې ډودۍ ننه ايستله.
مور، انا ته غږ كړل او د منقل خوا ته يې بوتله. د دېګ سرونه يې اوچت كړل، بيا يې ورته وويل چې غرمې او شپې ته بايد څه پاخه كړي. وروسته يې زياته كړه:
"كېدى شي د شپې كور ته راشو!".
پلار په سراى كې و او د خپل پخواني تور موټر هنډل يې واهه. د موټر ماشين لا سوړ و، نو ځكه هر ځل به بيا مړ شو. د خپل تندي خولې يې وچې كړې او بيا په هنډل وهلو بوخت شو. كله چې يې د بېتابۍ له كبله ښكنځل وكړل، موټر چالانه شو.
مور په وروستۍ څوكۍ او هانس د موټر په مخكېني سيټ كې كښېناست. لاس يې ګېر ته وروړ، انا له وره راووته او چغې يې كړې:
"هانس! خپله خولۍ دې هېره كړه!".
مور، پلار او هانس كرار له كوره ووتل او تش واټ ته ننوتل.
د جون د مياشتې سهار و، لمر لا نه راختلى،هغه غبار چې پر ويالې ليدل كېده، د اوبو له تګ سره يې يو شان تګ كاوه. د ختيځ خوا ته د پرتې غونډۍ له شا نه لمر په راختو و. په پيل كې يې كمرنګو طلايي وړانګو، وروسته يې سوځوونكې سترګې، سړى ځوراوه.
د لمر په راختو سره د هغه كلي اوسېدونكي چې دوى ترې تېرېدل، له خوبه پاڅېدل. غويان په ارامه له سړكه تېرېدل، اسونو به خپلو اوخورونو ته ځغستل، د لرګيو ابدانونه، چې له زنګ وهلو نلونو څخه ورته اوبه ورتلې، له ليرې ځلېدل.
چگرګې به د وزرونو په رپولو سره د موټرونو له څنګه تښتېدلې، خوبولو كاركوونكو به د اسانو، پسونو او غويانو رمې يوې خوا ته بېولې. د شنو دښتو تر څنګ ځنګلونو ادامه لرله او د صبر د ونو څوكو به د لمر وړانګې راخپرولې.
مور وويل:
"په حقيقت كې دا غوره نه ده چې موږ په موټر كې زيارت ته ځو، نور خلك په پښو روان دي، دوى ان له فولداو تسبورګ او كلن څخه په پښوراځي. اكثره له ځان سره صليب اوپوهه راوړي. ناروغان په تسكره كې انتقالوي. ان ځينې يې په خپلو بوټونو كې مېخونه او نخود هم اچوي...".
پلار وويل:
"پاخه نخود".
بيا يې وخندل. شپېلك يې وكړ او اكسلېټر ته يې نور زور هم وركړ. د ساعت عقربې په يوه ساعت كې شپېته كيلومتره ښوول.
مور وويل:
"سره له دې ته پر معجزې باور نه لرې، خو بيا دې هم ښه وكړل، چې موږ دې په موټر كې راوستلو، دا ښه كار و!. ښايي د دې كار له كبله په راتلونكي كې د خداى د مرحمت سيورى درباندې خپور شي".
پلار وپوښتل:
"موخه دې كومه معجزه ده؟"
- "د مقدسې وينې معجزه!"
او مور په يوه داستان پيل وكړ، چې دشپې يې د خوب په وخت كې هانس ته هم كړى و.
شپږسوه كاله پخوا، د مذهبي مراسمو د ترسره كېدو په وخت كې د كشيش جام چپه شو او د شرابو پرځاى د محراب پر لمن وينې روانې شوې وې. دوولس سر لرونكي نقشونه يې جوړ كړي وو. چې د هر نقش په سر كې اغزن تاج ليدل كېده، په ځانونو كې يې هم كتاني جامې.
پلار د شك په انداز وويل:
"يانې شپږسوه كاله پخوا؟"
- "كتاني جامې به چې په صندوقچه كې پټې دي، د زيارت په وخت كې ټولو ته وښيي".
د غونډۍ پر سر يوه كلا ليدل كېده، چې يو بيرغ يې پر سر په رپېدو و.
پلار وويل:
"دغه كلا د بزګرانو په جګړه كې ورانه شوه".
د غنمو كروندې د سرو ګلونو په جلوه كې ډېرې ښايستې ښكارېدې.
پلار زياته كړه:
"دا زموږ د هېواد انبار دى. په ښوونځي كې يې ارو مرو دغه درس درزده كړى دى".
مور په ارامۍ سره د تسبېح دانې اړولې او تر شونډو لاندې يې دعا ويله. موټر په زيات شورماشور سره لار لنډوله. سړك كنډو كپر و، د موټر ټايرونو به د غويانو خوا ته ډېر كاڼي غورځول.
د موټر تر شا به د دوړو او خاورو لويې څپې اوچتېدې اوپه ليرېو پرتو كروندو كې به خورېدې. پلار اړ شو چې موټر بيا ودروي. ماشن يې ګرم شوى و. كله چې يې د للېټر سر پرانيست، اېشېدلې اوبه يې پر لاسونو وڅڅېدې. په غوسې سره يې وويل:
"لا حول والله!".
بيا يې د ځمكې او اسمان ستورو ته سپكې سپورې وويلې. مور نارې كړې:
"سپكې سپورې مه وايه! هيله كوم، موږ زيارت ته روان يو".
لومړى برجونو ته ځير شول. ښارګوټى پر غونډۍ اباد شوى و. د كورونو د بامونو له سره د كليسا برجونه ښكارېدل.
مور وويل:
"اورشيلم هم بايد همداسې وي".
- "كه موټر په لار كې خراب نه شي، نو په پنځلسو دقيقو كې زيارت ته رسېږو. دغه ډول زاړه او كړوپ- كړوپ موټر ته دومره سفر ډېر زيات دى!".
مور تر شونډو لاندې دعا ويله او په ډېره مينه يې زيارت ته كتل.
پلار وويل:
"ډېر وږى شوى يم. هانسه! ته وږى شوى نه يې؟"
زوى يې هانس ځواب وركړ:
"ولې نه! زه هم وږى يم".
مور له ساړه اه سره زياته كړه:
"تاسې هم يوازې پر دنيايي شيانو فكر كوئ".
د ښاري كورونو له كړكيو څخه ژړ، سپين او شنه و سپين بيرغونه راځوړند وو.
پلار د (رايشزايفل) هوټل په وړاندې موټر ودراوه. د هغه او مور ترمنځ لفظي شخړه ولاړه شوه. خو اخر مور په نرمۍ سره وويل:
"ډېر ښه، اول زه ځم، بيا تاسې راشئ!".
په بيړه له كوڅې څخه كښته روانه شوه.
وړاندې تر دې چې د هوټل يو كاركوونكى له پخلنځي څخه راووځي، پلار اړ شو درې وارې ورنارې كړي. كله چې كاركوونكى ورته راغى. يوه پېغله وه، چې سپين ټوكر يې پر سينه تړلى و. پلار وويل:
"لكه چې دلته زيات خلك نه راځي".
- "تراوسه لا وختي دى. هغه كسان چې زيارت ته تللي، لا په كليسا كې دي".
پلار وويل:
"موږ هم د زيارت كوونكو له ډلې څخه يو، خو بيا هم دلته يو".
هغې ځواب وركړ:
"له موټر سره زيارت ته تګ كوم ارزښت نه لري".
- "په دې خامو سړكونو كې له موټر سره تګ، له پياده تګ څخه دومره توپير نه لري".
هغې، په داسې لهجه چې غوسه ناكه غوندې وه، وپوښتل:
"د خوړو لپاره كوم څه راوړم؟"
- "هو! يو څه ډوډۍ او لږ شراب زما، د ليمو يوګېلاس جوس د دغه هلكي لپاره راوړئ".
- "كوم ډول يې غواړئ؟".
- "شنه يې".
هغه هم ننوتله او څه شېبه وروسته له دروازې څخه راووته. د پلار نظر په هغې پسې روان و. وروسته يې خپل زوى "هانس" ته وكتل او بيا يې وويل:
"ډېر وږى شوى يم".
-"زه هم وږى يم".
پېغلې ګېلاسونه او د ليمو جوس راوړل.
پلار وپوښتل:
"شراب مو په درد خوري؟".
-" زموږ مېلمانه خو يې زياته ستاينه كوي".
-"بايد وپوهيږئ چې زه هم شراب پېژندونكى يم".
بيا يې د شوخۍ په ډول هغه پر شا وټپوله.
كله چې هغه پر مېز باندې كاشوغې او پنجې سمولې، پلار په پرله پسې ډول ورسره خبرې كولې. غږ يې ډېر توند او مينه ناك و.
په لوښي كې څو ډوله غوښه پرته وه، چې د پيازو په ټوټو ښكلې شوې وه، قهوه يي رنګه ډوډۍ چې ټوټې- ټوټې غوڅه كړل شوې وه، په يوه بل لوښي كې پرته وه.
پلار په خوښۍ سره وويل:
"رښتيا چې ډېره خوندوره ده. تا ته هم خوند دركوي؟".
د هانس خوله ډكه وه. سر يې د رضايت د نخښې په توګه وښوراوه.
پلار، پېغلې ته مخ واړاوه او ويې ويل:
"رښتيا چې د دې ځاى خواړه، د كور ترخوړو خوندور دي".
-"دارو مو شه!".
څرنګه چې هانس ته مور نژدې نه وه، چې منع يې كړي. نو غټې- غټې ګولې يې تېرولې، هانس يوغټ ټېغ وكښه، پلار او هغه پېغله لكه له ډېره وخته چې سره بلد وي، ويې خندل.
كله چې د خوړو لوښى تش شو، هانس په څوكۍ كې زانګو خوړل پيل كړل. پلار، درېيم ګېلاس شراب راوغوښتل، په همدې حال كې يې د پېغلې مټ ونيو او هانس ته يې وويل:
"لكه چې ارام نه لرې، ښه نه ده چې يوازې ورشې؟".
- "هو!"
له دې سره هانس كوڅې ته ننوت. د كوڅې په پاى كې د كليسا اوچت دېوالونه سره يوځاى كېدل.
له ليرې څخه د ارګ Orgue د الې نغمه اورېدل كېده. هانس خپله خولۍ هېره كړې وه، له خپله پلاره په دې شرمېده چې بېرته راوګرځي او خولۍ واخلي.
كله چې يې د هوټل ور پرانيست، هغه پېغله يې وليده چې د پلار څنګ ته يې ناسته وه. پلار يې يو لاس د هغې پر اوږه ايښى و. څرنګه چې دروازې ته يې شا وه، هانس يې ونه ليد. زيارت كوونكي له هغه واټ څخه راتلل چې څلورلاري ته غزېدلى و. مذهبي سندرې يې ويلې او په بيرغ يا صليب پسې به روان وو.
كشيش او د ماشومانو يوه ډله د كليسا مخې ته ګرځېده. يوه ږيرور سړي د عيسى مسېح په شان يو صليب پر اوږه اخيستى و.
نجونو، د وحشي ګلانو ګېډۍ په لاسونو كې نيولې وې.
هغو زيارت كوونكو چې له ښي لوري څخه راستنېدل، بېله سندره ويله، د كيڼ لوري خلكو به بېله. د كليسا د زنګونو اواز، د دوى پر سندرو سنګيني كوله. د كليسا له يوې دروازې څخه د موسيقۍ اواز هوا ته جګېده.
په هغه ځاى كې چې زيارت كوونكي سره ويني، هانس يو ځاى شو. د خلكو ډلې له ځانه سره كليسا ته ننه ايست.
د كليسا د ماشومانو ډلې په سپينو او سرو جامو كې شمعې په لاسونو كې نيولې وې، چې كله به يې يوې خوا ته وړلې، كله بلې خوا ته. درېيو تنو نورو يې بلې ډيوې نيولې وې، چې لوغړن دود يې ټوله كليسا ډكه كړې وه.
د كليسا تر ګونبدې لاندې توتكۍ، يوې او بلې كړكۍ ته الوتې راالوتې. د چغو اوازونه يې د خلكو په شورماشور كې وركېدل.
خلكو به يو بل د محراب خوا ته، چې ډېرې شمې په كې بلې وې راكښل. شمعې د حرارت له كبله وېلېدې او د محراب پر لمن يې اوښكې ښويېدې.
د شمعو په لړزانده رڼا كې د سپينو او سرو زرو صندوق ځلېده. لكه څنګه چې مور ويلي وو، د وينو نخښې په كې ترسترګو كېدې، خوسرونو د پېژندنې وړتيا نه لرله. بيا يې هم د معجزې په سترګه ورته كتل. د محراب تر څنګ به ورته په ګونډو شول. هغه صليب به يې مچ كړ، چې پر زينه به پروت و. كشيش په لوړ اواز دعا ويله:
"اى مقدسې او ارزښتناكې وينې!".
خلكو به په يوه اواز ورغبرګوله:
"زموږ ګناهونه راوبخښه!".
-"اى مقدسې او ارزښتمنې وينې!".
-"زموږ له ګناهونو راتېره شه!".
ټولو به د محراب خوا ته مخه كړه، د وړو او تنګو څوكيو له منځه به تېرېدل.
مور هم د يوې څوكۍ څنګ ته ولاړه وه او شونډې يې رېږدېدې. هانس د مور په ليدو زيات خوشحالېده. څنګ ته يې ودرېده، مور يې څو دقيقې وروسته ورته متوجه شوه. تر لاس يې ونيو، لږه راټيټه شوه او ورته ويې ويل:
"د خداى درګاه ته دعا وكړه. ښايي پلار دې دروبخښي!".
هانس نه پوهېده، چې د الهي بخښنې مانا څه ده. ورو يې هغه دعا ويله چې ورزده كړې يې وه او يوازې ماشومانو به زمزمه كوله.
داسې دعا، چې د دې مكان او موقعيت په درد نه خوري. كله چې يې بيا دعا وكړه، خپل پلار او هغه پېغله ورياد شول. چې لا په هوټل كې ناست وو.
لويه ګناه يې كړې وه. دا خو يوازې د ده مور حق درلود، چې د پلار له غاړې يې لاسونه راچاپېر كړي. يوه شپه چې كله يې مور و پلار د خوب په خونه كې په شخړه لګيا وو، هانس له خوبه اوچت شو او هغوى يې په دې حالت كې ليدلي وو. خو كه دغه دعا مو د مور په نيت د پلار مينه زياتوي، دى حاضر دى، چې ويې وايي:
په خپل ماشومانه غږ يې د نورو په ملتيا دعا ويله.
"زموږ ګناهونه راوبخښه".
"زموږ له ګناهونو تېر شه".
پلار، د غرمې لمر ته د كليسا په مخكې ولاړ و، خولۍ يې په لاس كې نيولې وه او موسكى و. مور وويل:
"اوه! نه پوهېږې چې څه څيزونه دې له لاسه وركړل؟"
پلار ځواب وركړ:
"ما هېڅ شى هم له لاسه نه دى وركړى، ځكه چې د مراسمو په پاى كې په كليسا كې وم او د خير دعا زما په برخه شوه".
مور وويل:
"ښه شو، چې د خير له دعا څخه خو برخمن شوې".
د كليسا په وړاندې، پر چمن باندې خلك سره ناست وو، ښځو او ماشومانو خواړه خوړل او د جو د اوبو بوتلونه به يې پر سر پورته كول، ځينو پر سرونو دسمالونه تړلي وو، ځينو نورو چترونه خلاص كړي وو، چې وكړاى شي په سيوري كې يې استراحت وكړي.
پلار وويل:
"لكه چې هانس غواړي په بازار كې وګرځي".
_ "دلته بازار شته؟"
_ "هو! د زيارت بازار يې بولي. خوتر هغه وړاندې دې بايد مور ډوډۍ وخوري؟".
مور وويل:
"ډېره زياته وږې شوې يمه".
ټولو وخندل اود "رايشز ايفل" هوټل پر لوري روان شول، چې ډوډۍ وخوري. هغه پېغله چې مخكې يې پلار ته ډوډۍ راوړې وه، له يوه مېز څخه بل ته تله او له پلار سره يې د خبرو اترو وخت نه درلود.
د لمر وړانګې د پلورنځي تر څنګ ونو باندې لګېدلې. پلورونكي د (سګرېټو، دسكلو "دستكشو" جرابو او خوليو په پلورلو لګيا وو. له هټيو څخه يې زيات مالونه راځوړند كړي وو او دوى هم په لوړو اوازونو خلك سودا ته هڅول).
پلار وپوښتل:
"غواړې چې يوه كجاوه درته رانيسم؟"
مور وويل:
"نه! زياته مننه".
دېګونه يې سره اوډلي وو. منګي، غابونه (قابونه) او سګرېټدانۍ يې چې ښې ډيزاين شوې وې، څنګ تر څنګ ايښوول شوي وې. رانيوونكو د بازار په تنګو كوڅو كې غابونه (قابونه) اوچتول، ښه به يې كتل، بيا به يې پيسې وركړې او تر بغل لاندې به يې نيول.
پلار پوښتنه وكړه:
"يو لوى غاب (قابونه) درته رانيسم؟"
مور وويل:
"نه، مننه!"
په يوه ځاى كې شمع او نور سپېڅلي توكي پلورل كېدل.
په يوه بل پلورنځي كې سپېڅلي سماوارونه هم پلورل كېدل، چې دوولس سرلرونكي رنګونه پرې انځور شوي وو.
پلار وپوښتل:
"يو يې درته رانيسم؟"
_" هو! يو نه، بلكې دوه. يو بايد انا ته رانيسو".
_ "بل څه هم غواړې؟"
څرخېدونكې زانګو څرخېده، ماشومان پر ابلقو لرګينو اسونو سپاره وو او څرخېدل. پلار هانس ته مخ راواړاوه او ويې پوښتل:
"پر اس سپرېږې؟"
هانس وويل:
"پر اس؟ پر سره اس؟"
كله چې هانس پر اس سپور و، مور و پلار ورته لاسونه ښورول.
"سر دې پرله څرخي؟"
_ "نه هېڅكله نه"
ماشومانو كاغذي چرګان، پايپونه او كاغذي ماران پوكل، په شېريني پلورنځي كې بېلابېلې شېرينۍ خرڅېدې.
پلار وپوښتل:
"كوم ډول شېريني دې خوښېږي؟"
هانس وويل:
"هغه په پاكټ كې چې ده".
پلار، هغې پېغلې ته مخ واړاوه، چې د مېز تر شا ولاړه وه:
"احمقانه ده، څه وكړو، يوه شېرني خو وركړه".
مور وويل:
"ان شا الله چې پښېمانه كېږې به نه"
په پاكټ كې څو ډوله خواږه وو، د پاكټ پر مخ د ساعت انځور و، چې ستنې يې انځور شوې وې. هانس وپوښتل:
"څو بجې دي؟"
پلار ساعت ته وكتل او ويې ويل:
"اووه بجې! خو ستا ساعت پنځه ساعته وړاندې دى. په اوو بجو كور ته رسېږو؟"
مور د زيارت سړك ته وكتل. د كليسا برجونه د غونډيو تر شا پټېدل، مور وويل:
"ډېر په زړه پورى او ښه سفر و".
د لمر سترګه چې نيمايي يې تياره شوې وه، د سړك د پاى په برخه كې په ډوبېدو وه.داسې ښكارېدل، لكه پلار چې موټر د لمر خوا ته ځغلوي.
د غنمو له كروندې څخه توده هوا جګېده، خو د ونو سيورو، چې پر واټ خپاره وو، هوا سړوله. له ليريو پرتو چمنونو څخه غبار جګېده.
پلار وپوښتل:
"كوم شي اور اخيستى؟"
درېيو واړو بوى- بوى كړل. موټر يې يوڅه كرار كړ، دومره چې انسان ورسره ځغستلاى شواى.
پلار وويل:
"هېڅ هم نه دي"
بيا يې د موټر سرعت زيات كړ.
مور، مخ واړاوه او زياته يې كړه:
"ولې دې خولۍ نه پر سر كوې؟"
هانس وويل:
"باد مې خوښېږي"
_ "والګى به دې ووهي"
پلار، په امرانه انداز وويل:
" خولۍ دې همد اوس پر سر كړه!"
هغه كلا چې د بزګرانو په جګړه كې ورانه شوې وه او د سړك په بله غاړه كې پرته وه، سمه دمه ښكارېده. د بيا ستنېدو لار په چټكۍ سره ووهل شوه. ځكه چې اوس يې هرڅه ښه پېژندل.
مور وويل:
"يو څه كرار شه، ښه نه ده چې بيړه وكړې، د خوړو د جوړولو لپاره مې انا ته د اړتيا وړ ټول شيان سپارلي دي".
پلار ځواب وركړ:
"فكر كوم چې د ډوډۍ خوړلو په وخت كې به ورسېږو، ښه ډوډۍ به تياره وي؟"
_ "د لوبيا قورمه او..."
پلار وويل:
"ان شا الله چې انا به دېګ نه وي سوځلى"
لمر په چټكۍ سره ډوبېده او هغې سكې ته ورته و، چې په اسمان كې وركېده. د اسمان له بلې څنډې سپوږمۍ راختله او د كنګل يوې ټوټې ته ورته وه، چې نيمايي لمر روښانه كړې وي. كله چې موټر په لوړ واټ كې په خوځېدو و، ناڅاپه يې له ماشين څخه زيات توښ (غبار) رااوچت شو. پلار برك وواهه او له موټره بهر ووت. د موټر بانټ يې اوچت كړ. ويې ليدل چې اور، ټول ځايونه نيولي دي.
پلار چغې كړې:
"دباندې ووځئ، دباندې!"
مور او هانس راووتل او يوې كندې ته يې ځانونه واچول. په دې وخت كې له ماشين څخه دوه پرله پسې اوازونه اوچت شول. بيا ترې تور لوګى اوچت شو.
تر اورونو لاندې د للېټر د اېشيدنې اواز اورېدل كېده. پټرول او موبلايل څاڅكى څاڅكى پر ځمكه څڅېدل. د اور لمبو په څاڅكو پسې حركت كاوه او تر ستوني يې تېرول.
مور پر پلار نارې كړې:
"موږ بايد څه وكړو؟ څه كولاى شو؟"
پلار لاسونه اوچت كړل، كرار يې راكښته كړل او ويې ويل:
"هېڅ!"
په دې نژدې ځايونو كې اوبه نه شته، كه وي هم نتيجه يې نه وركوله. ټانكي چاودېدلې وه.
مور بيا نارې كړې:
"اوه خدايه! اوه خدايه!"
پلار وويل:
"موږ يوازې كولاى شو ودرېږو او ننداره وكړو. رښتيا، هانسه! دا ښايسته سوځېدنه نه ده؟"
لمبې شنې او ژړې وې. د مني د وښو د لمبې غوندې يې تودوښه لرله. د حرارت له كبله د موټر هندارې ماتې شوې او پر ځمكه تويې شوې. اور د موټر منځ ته لار وموندله.
مور وويل:
"هغه ښايسته توشكې!"
پلار ورزياته كړه:
"نوى موټر رانيسو"
مور وپوښتل:
"كور ته به څنګه ځو؟ هوا تياره كېگږي"
_ "كور ته؟ ګوندې كوم موټر له دې ځايه تېرشي او موږ له ځانه سره بوځي. خو كه له دې لارې كوم موټر تېر شي".
پلار د موټر شا و خوا وڅرخېد. ويې خندل او ويې ويل:
"اوس مو د دې پېښې زيارت هم وكړ!"
پلار، د مور څنګ ته ودرېد، لاسونه يې د هغې له غاړې چاپېر كړل، كله چې بېرته د موټر خوا ته لاړ، مور په ارامۍ سره هانس ته وويل:
"پلار دې نورې ښكنځلې نه كوي. دا د زيارت تاثير دى، د الهي بخښنې اغېز دى.


د ژباړې نېټه:1381ل كال- سلواغه
كندهار