زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
جبران خليل جبران:

ځانـــــپـــېژندنه

د بيروت په يوه باراني شپه كې، سليم افندي د مېز تر شا كښېناست، مخامخ يې د كتابونو المارۍ وه. د هغه پر شا وخوا لرغوني كتابونه او سره پاشلې پاڼې ليدل كېدې.
كله كله به يې سر خوځاوه او تر خولې به يې د سګرېټو لوګي هوا ته خوشې كول. سليم افندي دا مهال د يوې فلسفي رسالې په لوستلو بوخت و. دغه رساله د ځانپېژندنې په باره كې وه. چې سقراط د خپل شاګرد (اپلاتون) لپاره ليكلې وه.
سليم افندي لكه څنګه چې رسالې ته ځير و، يوه پاڼه به يې واړوله او په خپل ذهن كې به يې د فلسفې د پوهانو ويناوې څېړلې او شنلې.
كله چې ښه په موضوع كې ژور شو، ناڅاپه له ځايه اوچت شو. لاسونه يې سره وغزول او زياته يې كړه:
"هو، هو! ځانپېژندنه د ټولو پېژندنو مور ده. خو: زه، زه بايد ځان وپېژنم. ښه په ژوره او دقيقه توګه. زه بايد د اروا له اسرارو پرده اوچته كړم او ځان له پټو رازونو خبر كړم. زه بايد ځان ته خپل مادي او مانيز (معنوي) وجود وروپېژنم او دغه دوه پټ اسراره راڅرګند كړم..."
دغه توري يې په حماسي لهجه تر خولې راووتل او په سترګو كې يې هم "پېژندنې ته د مينې" اور په نڅا شو.
له كتابتون څخه ووت او تر څنګ كوټې ته ننوت، په دې خونه كې يوه لويه هنداره ځړېده. د بوت په شان هندرې ته مخامخ ودرېد او په هنداره كې يې خپل انځور ته په غور سره وكتل، د خپل سر بڼې، د بارخوګانو ليكو، د قد كوږوالي، قد او قوارې ته ښه ځير شو او په چورتونو كې لاړ.
نيم ساعت دغسې پاتې و. ته وا ازلي اندېښنې كوم نابلده فكرونه ورباندې نازل كړي، چې دى د هغوى په واسطه د خپلې اروا پټو اړخونو او د ځان پېژندنې ته ورسېږي.
وروسته يې ورو شونډې سره ليرې شوې او ځان ته يې وويل:
”زما قد لنډ دى، د ناپليون او ويكټور هوګو قدونه هم لنډ وو.
زما د سر مخكېنۍ برخه وېښتان نه لري، كټ مټ د شكسپېر د سر غوندې.
پزه مې بدرنګه ده او لږه كږه هم ښكاري، د ولټر او جورج واشنګټن پزې هم همدغسې وې.
يوه سترګه مې معيوبه ده، د پولس رسول او نېچه سترګې هم معيوبه وې، شونډې مې پنډې دي، بېخي د سيسرون او څوارلسم لوبي په شان. د غاړې په پنډوالي كې هم هانيبال او مرقس انتيونيوس ته ورته يم.
خو غوږونه مې مستطيلي بڼه لري او غټ دي، عيناً د برونر او سوانټس د غوږونو په څېر. بارخوګان مې سره راوتلي ښكاري او شونډې مې سره ننوتلي، د ولپ لافيات او ابراهام ليكنلن په شان.
اوږې مې لږې د شا خوا ته كږې دي، د ګوله اسميټ او ويليام بټ د اوږو په شان.
يوه اوږه مې جګه، بله مې ټيټه ښكاري، د اديب اسحاق د اوږو په شان.
د لاسونو پټوكي مې كلك او د لاسونو ګوتې مې لنډې دي، د ويليام بليك او د انتوني د ګوتو په شان.
ګردسره ډنګر يم او دا اكثره د هغو پوهانو ځانګړنه ده، چې بدن يې تل د اروا له كبله په رنځ او كړاو كې وي.
تر ټولو حيرانوونكې خو لا دا چې د ليكنې او مطالعې پر وخت بايد خامخا د بالزاك په شان زما تر څنګ د قهوې يو ګېلاس پروت وي. همدغه راز كټ مټ د تولستوى او ماكسيم ګوركي په شان مينه لرم چې له كروندګرو او كليوالو خلكو سره ناسته ولاړه ولرم.
دا درې ورځې كېږي، چې مخ او لاسونه مې نه دي مينځلي، په دې توګه بتهون او والت ويتمن ته ورته يم. دغه راز د مېرمنو د خاوندانو د نشتوالي پروخت د هغوى له كيسو څخه د بوكاچيو او ريبالي په څېر خوندونه اخلم.
لكه څنګه چې ابي نواس او الفرډ دوموسه له شرابو سره مينه لرله، زه هم ترې په كمه نه يم. همدغه راز د خوندورو خوړو په خوړلو كې هم بيا د تاريخ له خېټورو په كمه نه يم“.
سليم افندي لږ غلى شو. وروسته يې په داسې حال كې چې خپل تندى يې ګراوه، وويل:
"دا هم زه او دا هم زما حقيقت! زه د تاريخ د نامتو كسانو د صفاتو يوه ټولګه يم. څوك چې دغه ځانګړنې ولري، بايد چې په دې نړۍ كې ستر كارونه وكړي. د ځان او نفس پېژندنه د ټولو پوهنو دروازه ده او ما نن شپه خپل ځان وپېژانده. له دې كبله تر دې شپې وروسته په يوه ستر كار لاس پورې كوم. هغه كار چې هستۍ د هغه لپاره په ما كې دغه بېلابېل صفات ځاى كړي دي.
زه نه پوهېږم چې هغه ستر كار به څه وي؟ خو باور لرم، كه هر څوك زما د ظاهر او باطن صفات ولري، هغه به د روزګار له نادرو او نوابغو كسانو څخه وي... ما ځان وپېژانده..."
پر دې مهال سليم افندي چې په څېره كې يې د خوښۍ نخښې څرګندېدې، په قدم وهلو پيل وكړ. په دې وخت كې يې له ځان سره دغه بيت زمزمه كړ:
بايد چې په دې دومره بې نظيره صفاتو
داسې كار ترسره كړم چې چا لا نه وي كړى
خو يو ساعت وروسته زموږ د داستان اتل په نامنظمو جامو كې پر كټ باندې په خوب كې ډوب شو او خرارى يې هوا ته جګېده. داسې خرارى چې د انسان د غږ پرځاى د ژرندې د پل غږ ته ورته و.