زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
ماري لوييزه كاشنتيس:

چاغه ماشومه

د جنورۍ مياشتې وروستۍ ورځې وې، چې يوه چاغه ماشومه راغله. د ژمي له پيله مې ماشومانو ته دكتاب وركولو دود پيل كړى و. دوى به د اوونۍ پر يوه ټاكلې ورځ كتابونه راوړل او وړل به يې.
كه څه هم زياتره ماشومان مې پېژندل، خو كله كله به داسې هم پېښېدل، چې د نورو كوڅو ماشومان هم په كتاب پسې راته راشي.
زياترو ماشومانو به په كور كې د مطالعې لپاره زيات وخت درلود. خو ځينې به داسې وو، چې هملته به كښېناستل او په لوستلو به يې پيل كاوه.
زه به هم د مېز تر شا كښېناستمه او په خپل كار به لګيا شومه، ماشومان به د كتابونو المارۍ ته نژدې په كتاب لوستلو بوخت شول. دوى به ما ته مزاحمت نه كاوه، زما لپاره به ډېر په زړه پورې وو.
يوه جمعه، يا به شنبه وه، چې يوه چاغه ماشومه راغله، البته دا داسې ورځ وه، چې ما چا ته كتاب نه وركاوه.
غوښتل مې له كوره ووځم، خوتر دې وړاندې مې تكل وكړ، هغه خواړه، چې تيار كړي مې دي، د خوړلو لپاره خپلې كوټې ته راوړم. څو شېبې وړاندې يو كس راسره و، كله چې لاړ، نو د سراى دروازه يې خلاصه پرېښې وه. ما د خوړو پتنوس پر مېز ايښى و او غوښتل مې چې يو بل شى هم له پخلنځي څخه راوړم، چې دغه چاغه ماشومه مې مخې ته راشنه شوه. څه كم دوولس كلنه نجلۍ به وه، زوړ بالاپوښ يې په ځان او تور بوټونه يې په پښو وو. په لاس كې يې د ښويېندوكي (يخمالك) ځانګړي بوټونه نيولي وو، څېره يې راته اشنا غوندې وه، دا چې له كوم غږ پرته كوټې ته راننوتلې وه، ټكان مې وخوړ. له تاسو څه پټه لږه ووېرېدمه هم.
په حيرانۍ سره مې وپوښتله:
"ما پېژنې؟"
چاغې ماشومې چې پر خپله غټه خېټه يې لاس ايښى و، ولاړه وه، هېڅ يې هم ونه ويل. په خپلو روښانه او ځلېدونكو سترګو يې راوكتل.
ومې پوښتله:
"كتاب غواړې؟"
دا ځل يې هم ځواب رانه كړ، خو زه ډېره حيرانه هم نه شوم. پوهېدمه چې زياتره ماشومان له سړي څخه شرمېږي. ځكه يې بايد مرسته وشي. له المارۍ څخه مې څو كتابونه راوكښل او د هغې مخې ته مې كښېښوول. وروسته مې د ثبتولو او لېسټ كتابچه پرانيستله او ومې ويل:
"نوم دې څه دى؟"
ويې ويل:
"ما ته پنډوګۍ وايي".
ومې پوښتله:
"زه دې هم بايد په همدې نوم وبولم؟".
ويې ويل:
"ما ته كوم فرق نه لري".
زما په خندا يې رى ونه واهه. خو زه كولاى شم، په ياد كړم، چې په دې شېبه كې يې څېره زياته دردناكه شوه او وځورېده. ما هم ورته زياته پاملرنه ونه كړه او خپلو پوښتنو ته مې دوام وركړ:
"په كومه مياشت كې پيدا شوې يې؟"
هغې په ارامۍ سره وويل:
"په سلواغه (دلو) مياشت كې".
په دې ځواب يې خوشحاله شوم. همداسې مې وليكل. بيا مې د كتابونو خوا ته مخ واړاوه او ومې پوښتله:
"كوم ځانګړى كتاب غواړې؟"
خو په دې وخت كې مې وليدل چې نجلۍ هېڅ كتابونو متوجه نه ده او سيده د چايو او خوړو پتنوس ته ګوري.
بيا مې ترې وپوښتل:
"لكه چې غواړې ډوډۍ وخورې؟"
نجلۍ د سر په اشاره هو وكړه. ما حس كړل چې په دې اشاره كې په درد او رنځ لړلې حيرانتيا پټه ده. څرنګه چې تر دې كچه يې په مقصد پوه شوې ومه، خواشينې وه. د ډوډۍ ټوټې يې يوه په بلې پسې تېرولې. په ډېره اشتها يې ډوډۍ خوړله. وروسته مې ځان په دې ملامت كړ، چې ولې يې په مقصد پوهه شوې ومه.
تر ډوډۍ خوړلو وروسته پر خپل ځاى كښېناستله، په بې پروا سترګو يې شا و خوا ته كتل. په دې كې داسې حالت ليدل كېده، چې په ما كې يې كركه او غوسه راپاروله. هو؛ له دغه ماشوم څخه مې بد راغلي وو.
ښايسته او پنډ صورت، د خبرو ډول، لنډه دا چې هرڅه يې راته كركجن وو. كه څه هم تكل مې كړى و، چې د هغې له كبله به له چكروهلو څخه ډډه كوم، خو بيا مې هم دوستانه چلند ورسره ونه كړ. چلند مې سوړ او ظالمانه و.
د خپل مېز تر شا كښېناستلم او په كار لګيا شوم. كه څه هم پوهېدمه چې له مطالعې سره مينه نه لري. په بې پروايۍ سره مې ورته وويل:
"كه زړه دې كېږي، كولاى شې كتاب ولولې".
ايا دې ساړه او ظالمانه چلند ته دوستانه ويلاى شو؟ غوښتل مې چې څه وليكم. خو ونه توانېدم، ځكه داسې مې احساسول، چې كوم څيز مې ځوروي. داسې وم لكه څوك چې غواړي د كوم مطلب په باب سوچ وكړي. خو ونه توانېږي، د ناارامۍ دغه احساس يې تر هغه وخته نه ليرې كېږي، چې خپلې پوښتنې ته سم ځواب ونه مومي. زه هم په دغسې يوه حالت كې ومه. نور مې زغم له لاسه وركړ او نجلۍ ته مې مخ واړاوه، ورسره په خبرو لګيا شوم.
"بله خور يا ورور لرې؟"
_ "هو! لرم يې"
_"په مينه ښوونځي ته ځې؟"
_ "هو! په ډېره مينه".
_ "له كوم كار سره زياته مينه لرې؟"
_"څه مو وويل؟"
په وارخطايۍ سره مې وويل:
"مقصد مې دا و، چې كوم كسب دې زيات خوښېږي؟"
_"نه پوهېږم".
_ "لكه چې الماني ژبه دې زياته خوښېږي؟"
_ "نه پوهېږمه".
په لاس كې مې پنسل و، ومې څرخاوه، په ما كې يو ځوروونكى احساس راوپارېده، چې هېڅكله هم د دغه ماشوم له راتګ سره يې اړيكي نه لرل.
په لړزانده غږ مې ترې وپوښتل:
"خامخا به دوستان لرې".
_ "اوه، هو!"
_ "ضرور به يو، تر نورو ډېر درباندې ګران وي؟"
_ "نه پوهېږم"
په خپل بالاپوښ كې يوه چينجي ته ورته وه، د يوه چينجي غوندې يې ډوډۍ خوړله، اوس يې هم د يوه چينجي غوندې بويونه كښل.
په داسې حال كې چې ټول بدن مې د غچ اخيستنې له هوس څخه ډك و، له ځان سره مې سوچ وكړ، چې نور به هېڅ هم نه وركوم.
خو څو شېبې وروسته بيا ووتم او څه نور خواړه مې ورته راوړل. ماشومه په پيل كې ورته حيرانه شوه. خو وروسته يې په خوړلو پيل وكړ.
بېخي د چينجي غوندې وه. په ارامۍ سره يې ډوډۍ خوړله. ما په دښمنانه نظر ورته كتل. ورو- ورو د دې ماشومې كارونو ځورولم، كله چې يې د خپل بالاپوښ تڼۍ خلاصولې، له ځان سره مې سوچ وكړ: څومره مسخره سپين كالي يې په ځان كړي، يخن يې څومره خندوونكى جوړ كړى دى.
بيا د مېز شا ته كښېناستم او په كار بوخته شوم. خو د ماشوم د خولې اواز، چې د تورو ځنګلي باښو اواز ته ورته و، د انساني غمونو او خواشينيو يادونه راژوندي كړل او طبيعت يې راته خټه كړ.
له ځان سره مې فكر وكړ: له ما نه څه غواړې؟ يوازې مې پرېږده!
داسې مې احساسول چې غواړم ماشومه په خپلو لاسونو له خونې وباسم. خو وروسته مې د دې پرځاى چې دباندې يې وشړم، بيا خبرې ورسره پيل كړې:
دا ځل مې هم د تېر په څېر، ظالمانه پيل وكړ:
"غواړې يخمالك ته لاړه شې؟"
_"هو!".
په داسې حال كې چې د ښويېندوكي (يخمالك) بوټونوته، چې په لاس كې يې وو اشاره وكړه، ومې پوښتل:
"ته كولاى شې پر كنګل ښه لوبه وكړې؟"
_ "خور مې تر ما ښه لوبېږي"
يو وار بيا يې د غم شپول پر څېره راتاوه شوه. پوښتنه مې وكړه:
"خور دې څه ډول ده، ستا غوندې؟"
ماشومې ځواب راكړ:
"اوه، نه! هغه ډېره ډنګره ده، وېښته يې تك تور او كوت- كوت دي. په دوبي كې چې موږ په كلي كې يو، خور مې د تالندې او برېښنا پر وخت له ځايه اوچتېږي او د كور لوړ منزل ته خېژي، هلته كښېني او سندرې وايي".
_"ته څه كوې؟"
_"زه په خپل كټ كې پاتېږم، ډېره وېرېږم".
_ "خور دې اصلاً نه وېرېږي، داسې نه ده؟"
_ "هو! هغه هېڅ وخت نه وېرېږي، هغه له لوړه ځايه اوبو ته ځان اچوي، تل په سر خېز وهي، بيا په لمبا له هغه ځايه ليرې كېږي...."
په تلوسې سره مې وپوښتل:
"خور دې كومه سندره وايي؟"
هغې په خواشينې څېره وويل:
"هرڅه چې يې زړه وي، شعر هم وايي".
_ "او ته؟"
_ "زه هېڅ كار نه كوم".
له ځايه اوچته شوه او زياته يې كړه:
"نوره به لاړه شم".
لاس مې ور اوږد كړ. د هغې چاغې ګوتې مې كښېكاږلې. زه هېڅ نه پوهېدمه چې په هغه شېبه كې مې څه احساس درلود.
ورته ومې ويل:
"هر وخت چې بېكاره وې، بيا راشه"
په ساړه نظر يې راوكتل او له خونې څخه ووته.
ما بايد په دې وخت كې د ارامۍ احساس كړى واى. خو كله چې مې د وره د تړل كېدو غږ واورېد، په بيړه مې منډه كړه، خپل بالاپوښ مې په ځان كړ او له زينو څخه كښته شوم. هغه وخت له كوره ووتم، چې نجلۍ زموږ له سړك څخه بل واټ ته واوښته.
له ځان سره مې سوچ وكړ، چې زه بايد د دې چينجي يخمالك وګورم. د دې لپاره چې نجلۍ راڅخه وركه نه شي، نو ګامونه مې تېز كړل او ورپسې وم.
هغه وخت چې دغه نجلۍ ما ته راغله، غرمه وه، خو اوس مازيګر راتلونكى و. سره له دې چې په دې ښار كې مې د ماشومتوب يو دوران تېر كړى و. خو بيا يې هم په واټونو او څلور لارو كې سمه بلده نه ومه. ډېر به راته نااشنا ښكارېدل. ناڅاپه د هوا د حرارت بدلون ته متوجه شوم. مخكې هوا ډېره سړه وه، خو اوس داسې توده شوه چې د بامونو واوره ويلېدله او د اوبو څاڅكي ترې روان وو.
له ښاره ووتو، د وړو باغ لرونكو كورونو له مخې تېر شوو، ناڅاپه نجلۍ راڅخه وركه شوه، كله چې وړاندې لاړمه، نو يوه لوى ډګر ته ورسېدم، چې يخمالكونه په كې جوړ كړل شوي وو.
زما ياد شول چې دلته د اوبو يو كوچنى ډنډ و، چې شا و خوا يې يو ځنګل و. د ماشومانو د لوبې ډګر په لويو ځلاندو څراغونو روښانه و. د بېلابېلو سندرو او د ماشومانو د شورماشور اوازونه تر غوږ كېدل.
دغې صحنې دومره وپارولم، چې هغه نجلۍ مې هېره شوه. تر څو دقيقو وروسته مې وليده، چې په يوه ګوښي ځاى كې ناسته وه. يوه پښه يې پر بله اړولې او هڅه يې كوله، چې په يوه لاس د يخمالك د بوټ بند وتړي او په بل لاس يې د هغه پېچ ټينګاوه.
له ځايه اوچته شوه او هڅه يې وكړه، چې پر كنګل لوبه وكړي، څو ځلې ولوېده، خو بېرته به اوچته شوه، په دې وخت كې يې د يوه شكوڼ بڼه خپله كړه.
ورېځو ته ورته غبار، فضا نيولې وه. يوڅه تياره ښكارېده. په بېتابۍ سره مې چغې كړې:
"ژر دې لوبه پايته ورسوه!"
هغې نجلۍ د لوبې له ډګر څخه د راوتلو رښتينې هڅه پيل كړه. خو دا هڅه يې زما د غږ لپاره نه وه، بلكې بل چا ورته په پرله پسې ډول نارې وهلې:
"پنډوګۍ! راشه".
له ځان سره مې وويل: كېدى شي دا يې مشره خور وي. يانې هغه كس چې ښه نڅا كولاى شي. همدغه راز د تالندې او برېښنا په وخت كې سندرې وايي.
په دې وخت كې مې احساس كړل، چې زه يوازې د هغې لپاره راغلې يمه. وروسته هغه خطر ته ځير شومه، چې ماشومانو ته متوجه وي.
د سيند اّه د بخار په ډول اوچتېده. داسې ښكارېدل چې كنګل ماتېدو ته نژدې كېږي. ما د اه دغه اواز د اوبو له ژورو اورېده، خو ماشومان ترې بېخبره وو.
نه! ماشومانو به نه اورېده، ځكه كه يې اورېداى، نو دغې چاغې نجلۍ به لوبه نه كولاى او خور به يې ورته نه خنلاى. نه به نڅېدلاى او لاس به يې نه ورته ښوراوه. نجلۍ هغې برخې ته نژدې شوه، چې د كنګل رنګ يو څه تت و او داسې ښكارېدل چې ډېر نازك ځاى وي. په سر كې يې ځان تر شا كړ، خو ترې تېره شوه، يوازې خور يې هغه خطر ته متوجه شوه. په لوبو- لوبو يوې لوړې برخې ته ووته.
زه هم كرار- كرار هغې سيمې ته نژدې شوم، چې كولاى مې شول، ټول لوبېدونكي ماشومان په اسانۍ سره وګورم.
د كنګل پرمخ رامنځته شوي درزونه ليدل كېدل، چې د اوبو ځګونه ترې راوتل. ما ښه وليدل چې د چاغې نجلۍ تر شا كنګل ماشت شو او دا هغه ځاى و، چې مخكې يې خور پرې نڅېده. بايد ووايم چې دغه درز هغې ته كوم ځاني خطر نه درلود.
خو هغه څه چې پېښ شول دا وو، چې چاغه نجلۍ ناڅاپه يو متر په اوبو كې ننوته او شا و خوا ته يې د كنګلونو ټوټې راټولې شوې، كه څو ګامه نور هم وړاندې تللاى، نو كولاى يې شول، ځان وچې ته ورسوي او زه يې هم مرسته وكړم.
تر څو، ناڅاپي حركتونو وروسته يې شا و خوا ته اوبه زياتې شوې او تر لاسونو لاندې كنګلونه يې په كړس- كړس سره ماتېدل.
فكر مې وكړ چې ډوبه نه شي، خو دغې پېښې په ما كې هېڅ ډول رحم راونه پاراواه، هغې نجلۍ ناڅاپه خپل سر لوړ ونيو.
شپه رارسېدلې وه، سپوږمۍ د ورېځو ترشا ښكارېده، ښه مې وليدل چې په څېره كې يې ډېر بدلون رامنځته شوى دى.
د څېرې حالت يې، ژوندي پاتې كېدو ته د هيلې او غوښتنې څرګندوى و. لكه د مرګ په وړاندې چې ولاړه وي، هڅه يې كوله خپله ټوله هستي او ژوند په غېږ كې ټينګ ونيسي.
هو! زه باور لرم چې هغې له مرګ څخه كومه فاصله نه درلوده، نو ځكه راټيټه او د هغې سپينې څېرې ته ځيره شوم، چې زما پښو ته په اوبو كې ډوبه شوې وه. كټ مگټ داسې وه، لكه زه چې په تور رنګه سېلاو كې خپله څېره وينم.
نجلۍ، چې هرڅنګه وو، ځان يې تر وچې پورې ورساوه. خپل لاسونه يې اوږده كړل او په خپل ټول قوت سره يې هڅه وكړه د وچې او اوبو ترمنځ سيمه كې په ټك وهل شويو لرګينو مېخونو لاسونه ټينګ كړي. وزن يې زيات و، ګوتې يې ټپي شوې وې. بيا په اوبو كې ولوېده، يوځل بيا يې د ځان د خلاصون لپاره هڅه پيل كړه. دا له مرګ څخه د ژغورنې لپاره يوه اوږده او وېروونكې جګړه وه.
اوس مې احساسول چې غواړم له دغې چاغې ماشومې سره مرسته وكړم. خو په دې وخت كې پوه شوم چې زما مرستې ته اړتيا نه لري. ما ته څرګنده شوې وه، چې...
دا چې هغه شپه څنګه كور ته راغلمه، په ياد مې نه دي. دومره مې ياد دي، چې په زينو كې مې يوه ګاونډي ته وويل:
"د اوبو لږ ساحل او د هغه شا و خوا چمن او تور ځنګلونه پاتې دي".
خو هغه مې په ځواب كې ويلي وو:
"هېڅ هم نه شته".
كله چې كور ته ورسېدم. پر مېز مې كاغذونه پاشل شوي وو. په هغو كې مې خپل يو پخوانى عكس پيدا كړ، دغه عكس يوه چاغه نجلۍ ښووله، چې سپين وړين كالي يې په ځان او روښانه سترګې يې وې.