زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
اخځ: شيرين ترين داستانهاى واقعى،
راټولوونكى: فريدون پور حسين،

ړنده پيشي

په ډېرو ستونزو مې ماشومان ويده كړل. كه څه هم د هغوى له حركاتو مې زيات خوند واخيست، خو بيا يې هم له خېزونو، شوخيو او شورماشور څخه ستړى شوم.
ښه شو چې ماشومان ويده شول. ځكه چې په دې ستړې روحيې سره كېداى شول ډېر په تنګ شم، يا يې ووهم او وروسته پښېمانه شم.
ما يې مور په بېځايه نيوكو او وړو خبرو ډېره وځوروله، نو ځكه مجبوره شوه چې ماشومان او كور پرېږدي او د خپل پلار كره لاړه شي. انسان خو حساس موجود دى، تر كومه حده د نورو خلكو ترخې خبرې وزغمي؟ اخر د دې بدمرغې ښځې ګناه څه وه؟ ايا دا په هغې پورې څه اړه لري، چې زه نيمګړى شوم؟
دا د هغې غوښتنه وه؟ ايا هغې په ما كې دا نيمګړتيا رامنځته كړه؟ نو بيا مې ولې دومره بده وضعه ورسره وكړه، چې اخر كور پرېښودو ته اړ شوه؟
هى، هى! انسان چې تر كومه وخته پورې له كوم نعمت څخه برخمن وي، په قدر يې نه پوهېږي، كله چې يې نعمت له لاسه وركړ، بيا ورته متوجه كېږي. سمه ده چې زه خپله ګناه منم، خو هغې بايد خپل ماشومان او زه، نه پرېښوداى.
هغه هم داسې مېړه، چې يو كال يې د سترګې له ړندېدو څخه تېرېږي.
نيمګړتيا كه هرڅومره وړه هم وي، پر روحيې اغېز اچوي او د انسان طبيعت اغېزمنوي. تر دې چې انسان ورسره عادت شي.
د ساري په توګه زه بدمرغه كله- كله خپله ړنده سترګه له ياده باسم. خو كله چې ناڅاپه په هنداره كې خپله څېره ووينم، نو د غم او خواشينۍ له كبله د مار غوندې تاوېږم، په هډوكو كې مې سره شوي سيخان تېرېږي.
څو كاله وړاندې مې چې واده نه و كړى، په كور كې مو يوه پيشي اوسېده، چې ډېره مينه مې ورسره درلوده. نه پوهېږم څه پېښه وشوه چې هغه پيشي هم په يوه سترګه ړنده شوه!
خو زما ښه يادېږي، كله چې پيشي ړنده شوه، ما چې څومره ورسره مينه لرله او د هغې د ساګانو له خور- خور څخه به مې خوند اخيست، تر دې وروسته زما ورڅخه كركه كېده. نور مې نه خوښېدل چې د پخوا په شان يې ونازوم، كله چې به يې خپله نرمه او پسته لكۍ زما پر شا راتېروله، ناراحته كېدم به.
زما كركه به هغه وخت لا زياتېده، چې غوښتل به يې خپله ټوله مينه په خپله روغه سترګه كې منعكسه كړي. په دې وخت كې به مې ترې كركه كېده او د لېونتوب په يوه حالت سره به مې هغه له ځانه شړله.
اوس د ځان په اړه هم همدا فكر كوم. ښايي زه به هم نورو ته د كركې وړ شوى يم. په ځانګړې توګه چې كله خلكو ته ورنژدې كېږم، خامخا مې مينه له يوې سترګې څخه سرچينه اخلي، ګومان كوم چې په ليدو مې ستړي كېږي. له دې كبله وېرېږم، نو ځكه له خلكو سره سوړ او بې مينې چلند كوم. په ځانګړې توګه له خپلې مېرمنې سره، چې تر ټولو راته ګرانه ده.
زما ړندېدل هم په خندوونكي ډول وشول، دا موضوع له شوخۍ پرته په بل څه نه شو تعبيرولاى.
اوس دا دي نهه مياشتې كېږي، چې خپله يوه سترګه مې له لاسه وركړې. پر دې سربېره مې د هغه لعنتي سفر ياد تل اروا او جسم ځپي، اوس هم ګومان كوم چې په هماغه سفر كې يم. لكه د هغه دوه مياشتني سفر ټول جزييات مې چې له پيله تر پايه په مغزو كې د كوم حساس دوربين په مرسته عكاسي شوي دي. تل د هغې پېښې په سوچ كې يم، هر ځل تر پخوا لا حيرانېږم او غوسه راځي.
ښه مې په ياد دي: يوولس مياشتې مخكې ډاكټر "ژ" وبللم په پنډ او مينه ناك غږ يې وويل:
"ګرانه دوسته! ته غواړې چې په يوه ليرې پرته سيمه كې د چيچك ناروغۍ د مخنيوي لپاره لاړ شې، ښه حق الزحمه هم دركول كېږي؟".
كه څه هم پوهېدم چې هغې سيمې ته سفر زيات ستونزمن دى، خو د اوږدمهالې غريبۍ له كبله مې ومنله.
درې ورځې وروسته مې د سفر تيارى وكړ.
هغه ورځ نېكمرغه سړى وم، چې يوازې مې د خپلې ځوانې مېرمنې او ماشومانو لپاره غوښتل دغه ستونزمن سفر وكړم. ګوندې مالي امكانات تر ګوتو او د هغوى هيلې ورپوره كړم.
هو! زړه مې غوښتل چې د خپلې مېرمنې په سترګو كې هغه پټ شوي هوسونه، چې ما به لوستل، خړوب كړم. كه هر څنګه وي، يو ځل يې هوساينه ووينم.
هغه ورځ خوشحاله او خوابدى په يوه زاړه بس كې د هغې سيمې پر لوري روان شوو.
د خداى مخلوق ته د نېكۍ لپاره او له لږې حق الزحې څخه استفاده، دغه راز په هغه تور دوزخ كې اوسېدنه په ما پورې اړه درلوده.
څومره سختې ورځې مې تېرې كړې، خوارۍ مې وكړې، له خلكو سره مې مينه وښووله.
نه پوهېږم، ولې يې ويلي، چې:
كه دې ښه وكړل، ستا په ښه به درځي.
په ښوونځي كې مې هم دا شعر لوستى و او د ښوونكي پر مانا او تشرېح مې هم باور درلود:
هـــغـــه زړه بـــه لــــــه تــــوپانــــه په امــان وي
چې كښتۍ غوندې د خلكو باربردار شي
خو اوس پر ټولو شيانو شك كوم. كه د دغه شعر مضمون حقيقت ولري، نو ما تر ځان بدمرغه خلكو ته څه بد رسولي، چې ښۍ (راسته) سترګه مې په ناڅاپي ډول ړنده شوه؟!
ژړا مې ستونى نيسي، كرار- كرار مې لمن په اوښكو ډكېږي. سمه ده چې د هغه ستونزمن كار په بدل كې مې مزد ترلاسه كاوه، خو هغه مزد او پيسې زما د كار په وړاندې ډېرې كمې وې.
په هغه كلي كې مې ډېرې شپې روڼې كړې، په هغو غليو او وېروونكو كليو كې مې ډېرې شپې د دردمنو خلكو سر ته تېرې كړې او د هغوى د روغتيا د بيا ستنولو لپاره مې سترګې سره ورنغلې. خو د دې شعر دا بيت زما په اړه ډېر صدق كوي:
"هغه زړه به له توپانه په امان وي..."
اوس بايد د هغې روڼې سترګې پرځاى باندې د ښيښوكوم غټى كښېږدم، چې دغه تياره او بدرنګه كنده ورباندې ډكه شي.
هغه سهار، چې غرمه مهال يې د تقدير لاس دغه دردوونكې پېښه وكړه، ډېر ساعتونه مې خولې تويې كړې، ډېرو ماشومانو او سپين ږيرو ته مې د ړندېدو او مړينې له خطر څخه د ژغورنې لپاره پېچكارۍ ولګولې.
هېڅ مې نه هېرېږي، كله چې مې د وروستي ځل لپاره ناروغان وشمېرل، څلور ماشومان پاتې وو، خپل مرستيال ته مې وويل چې د يوه كپسول سر پرانيزي، چې زه يې هغوى ته ولګوم، بيا د غرمې ډوډۍ ته لاړ شو.
مرستيال مې ښيښه راوايسته، د ښيښې څنګ يې په وړې ارې لږ وګوراوه، بيا يې كرار- كرار ټك وركاوه، چې لاس يې خطا شو، د ښيښې سر د دې پرځاى چې پرځمكه ولوېږي، زما په راسته سترګه كې ننوت او چغې مې اسمانونو ته پورته شوې.
دا پېښه دومره ترخه او دردوونكې وه چې دا دي څو مياشتې وروسته مې هم د هغې په يادولو سره خوله او ستونى وچ او تريخېږي.
زما خواركي مرستيال په وېرې- وېرې د ښيښې هغه ټوټه، چې د ستن غوندې زما په سترګه كې ننوتلې وه، راوايسته، خو كار له كاره تېر و. همغه ساعت مې خپل سامان راټول كړ، سره له دې چې لار اوږده وه، بيا هم د درملنې په هيله مركز ته روان شوو. خو څه ګټه؟
څو ورځې وروسته يې زما د سترګې له كسي څخه هغه وېروونكې تڼاكه وايسته. څه وخت لا نه و تېر شوى، چې په دېرش كلنۍ كې، يوازې د ځوانۍ په پسرلي كې د تل لپاره د يوې سترګې له رڼا او نعمت څخه بې برخې شوم.
هو رښتيا هغه شعر زما برخه كې ډېر ښه صدق كوي.

د مېرمنې ځاى مې تش دى، خو نه... بېځايه خپلو احساساتو ته تسليم شوى يم. نور به هغه څوك نه يادوم، چې تر يو عمر مينې او محبت وروسته يې خپل خاوند او ماشومان يوازې پرېښوول، خپل داسې خاوند يې يوازې كړ، چې يوازې يو څو مياشتې يې له ړندېدو څخه تېرېږي.
ماشومان ويده شوي دي... هى... څوك دى؟ لكه چې د وره غږ دى. ودرې ښه غوږ ونيسم... يه.... تېروتنه نه كوم. څوك كرار- كرار دروازه ټكوي. ډېره كراره يې ټكوي. ښايي زما مېرمن وي!
دا په خپله هغه ده. وېرېږي، چې په دې نيمه شپه كې يې نازنين ماشومان راويښ نه شي. ښايي دا احتياط به د خپل بېګناه خاوند لپاره كوي.
اى خدايه! څومره ښه شول، چې راغله. زړه مې هوسا كېږي. بيا به ورسره بد چلند نه كوم، هڅه كوم چې هر وخت راڅخه راضي او خوشحاله وي. اوس به ورته په زبات ورسوم چې څومره مينه ورسره لرم. ور پرانيزم په ډېره مينه يې پر خپل ټټر كښېكاږم، سر او مخ يې ورمچوم.
ښه! ژر به رااوچت شم او د وره لاستى به تاو كړم.
اه خدايه! څوك، د وره تر شا څوك نه شته.
خو دا لعنتي پيشي چېرې وه، چې ناڅاپه يې په خپل كركجن غږ سره كور ته ټوپ كړل؟
زه ځم چې دباندې يې وباسم، اى بدجنسې، اى لعنتي پيشي! دا ته وې چې ور دې ټكاوه؟ اوس دې دباندې باسم.
اه خدايه! څومره ښه هوسا پر كټ پرته ده. خو داسې ښكاري لكه يوه سترګه چې يې عجيب حالت لري. داسې نه چې په خپله وي. اه خدايه! دا خو مې خپله پخوانۍ پيشي ده، اوس راستنه شوې، هماغه ړنده پيشي، هماغه حيوان چې ما ترې كركه لرله.