زيارت ته سفر سيند خواران ړنده پيشي عکس د اروا حمام چاغه ماشومه
ځانپېژندنه يو بوډا مري غربت لومړنی ماشوم      
لوييزه رين زر:

يو بوډا مري

خاله اميلي د خپل خاوند د مړينې له كبله يو كال وروسته مړه شوه. د مرګ علت يې څرګند نه شو، ډاكټر د ښخونې په جوازپاڼه كې د مړينې علت (د زوړتوب كمزوري) وښووله. په هماغه حال كې يې اوږې پورته واچولې، ځكه خاله اميلي شپېته كلنۍ ته هم نه وه ورسېدلې.
خو له دې پرته يې څه ليكلاى شواى؟
ډاكټر هغه نه پېژنده، خو ما پېژندله. له دې كبله يې د مړينې په علت هم پوهېږم. ګوډفريد اكا تر اميلي لس كاله مشر و. په خپل ټول عمر كې نه و ناروغ شوى. كله چې خاله اميلي موږ ته په يوه پوسټكارډ كې خبر راكړ، چې: ګوډفريد اكا غواړي له تاسو سره وګوي، نو وړاندې تر دې چې غلي پاتې شو، حيران شوو. د فبرورۍ په پاى كې هوا سړه وه. موږ خپل لومړني ماشوم ته انتظار ايست. خاوند به مې ويل:
"له دې وضعې سره سفر نه شې كولاى. پر دې سربېره، ته خاله اميلي ښه پېژنې، چې ګوډفريد والګي وهلى وي او خاله اميلي يې مرسته نه شي كولاى".
خو له اندېښنې څخه مې احساس كړل، چې:
"له تاسو سره وګوري" جمله بايد همداسې وي. دى به يو وار له موږ سره وګوري. بس! په دې توګه روان شوو.
زما خاوند پتر وويل:
"پوهېږې؟ كه ګوډفريد اكا تر خاله اميلي زيات عمر درلوداى، ښه به و. كه دا موضوع سرچپه پېښه شي، بيا به هم ښه وي. دا لويه بې انصافي ده".
ګوډفريد اكا چې له اميلي سره د واده تړون كاوه، نو اميلي ډېره ښايسته وه. ګوډفريد ډېره مينه ورسره كوله. بده يې اموخته كړې وه. همدغه ګوډفريد و، چې سهار به له خوبه پاڅېد، نو اور به يې بل كړ، اميلي ته به يې چاى تيارولې او وروړلې به يې.
دا ګوډفريد و، چې غوښه او سابه به يې رانيول، د كور له نوكر سره به يې لانجه كوله. مېخونه يې ټك وهل، تڼۍ به يې ګنډلې. لنډه دا چې ټول كارونه به يې كول. په لومړي سر كې دغه كار د اميلي لپاره په زړه پورى و. خو وروسته ورسره روږدې شوه. اخر يې حوصله پايته ورسېده.
كوم زوى يې نه درلود. ځكه چې اميلي نه غوښت او ګوډفريد يې هم خبره منله. په دې توګه زيات كلونه تېر شول. دوى به د دوو پرديو په شان سره ژوند كاوه. اميلي به د ورځې په كټ كې غزېدلې وه، مطالعه به يې كوله او د هرې ورځې په تېرېدو سره چاغېده. ګوډفريد هم په شراب څښلو پيل وكړ او چاغ شو. هېڅ وخت يې سره خبرې اترې نه كولې، لكه څنګه چې ښكارېدل، په دې برخه كې يې د يو بل په وړاندې بې پروايي ښووله. يو ځل مې له ګوډفريد څخه وپوښتل:
"ولې له يو بله نه بېلېږئ؟".
په حيرانۍ سره يې راوكتل او ويې ويل:
"جلا شو؟ په څه دليل؟"
په وارخطايۍ سره مې وويل:
"كوم مقصد مې نه درلود، ګومان مې وكړ، ته له اميلي سره خوښ نه يې".
په سړه سينه يې ځواب راكړ:
"ته فكر كوې همداسې به وي؟ ما په دې اړه هېڅ فكر نه دى كړى".
تر لږې چوپتيا وروسته يې وويل:
"كار هغه چا وكړ، چې پيل كړى يې و".
ما چغې كړې:
"اوه خدايه! انسان نه شي كولاى د خپلې ناسمې ټاكنې له كبله شل كاله په عذاب كې ژوند وكړي".
په مينه يې پر اوږه وټپولم او ويې ويل:
"ولې؟ انسان كولاى شي د ژوند تر پايه، د ژوند تر پايه".
دغه چاغ او توربخونه سړى راباندې ګران و. زما د ترحم او درناوي احساس يې پاراوه. د ده په وړاندې مې د درناوي احساس زيات و. عجيبه خو دا چې ګوډفريد اكا به د شپې نشه او مست كور ته راته. د ورځې له خوا به يې خلكو ته پټاټې سپينولې، ناولي لوښي به يې مينحل، بيا به يې هم د خاله اميلي توند خوى زغامه، چې په ظاهره احمقانه ښكارېده.
كله چې مې د لومړي ځل لپاره "ژور" تورى واورېد، يوه شېبه د ګوډفريد اكا په سوچ كې ولوېدم. اوس تر يوه عمر وروسته، دوى دواړه زاړه، غوږونه يې درانه او سترګې يې كمزورې شوې وې. ژوند يې هم د باراني ورځو غونې غمجنوونكى او كهال و.
د ګوډفريد لپاره هم دا ستونزمنه وه، له خپلې مېرمنې سره چې د يوه درانه بار غوندې يې پرې سنګيني كوله، په هوسايۍ سره ژوند وكړي، دا كوم عدالت دى، چې خاله اميلي د يوې غوڅې فاتحې او بريمنې مېرمنې په توګه انځور كړو؟
كله چې خاله اميلي ور پرانيست، لومړى نظر يې پر ما پرېوت، خپل سر يې په لاسونو وواهه او چغې يې كړې:
"اخ! مهربانه خدايه! دا هم ورزياته شوه".
پتر هغه لږ ليرې كړه او ويې پوښته:
"ګوډفريد اكا څنګه دى؟"
اميلي په داسې حال كې چې ما ته ځير وه، ويې ويل:
"حال يې خراب دى، مري!"
دا جمله يې دومره عادي وويله، تا به ويل د خوږو د تيارولو په اړه خبرې كوي. وروسته يې ورزياته كړه:
"سينه بغل دى"
بيا يې د خوب د كوټې ور پرانيست او ويې ويل:
"خپله هلته دى، تر دې زيات به يې تاب ونه لري".
په كركه يې كرار وويل:
"غلى شه!".
اميلي په حيرانۍ سره راوكتل او ويې ويل:
"ولې؟ هغه بېسده دى. اوس يې نه اوري".
د ګوډفريد اكا لاس مې ټينګ ونيو. په پرانيستلو سترګو يې چت ته كتل. ګومان مې وكړ، چې پېژندلې يې يم. كه دغه پېژندنه د يوې شېبې لپاره هم وي.
ورو مې له اميلي څخه وپوښتل:
"نورې خبرې نه كوې؟"
خو ما هېر كړي وو، چې د خاله اميلي غوږونه هم درانه دي او په اسانۍ سره نه اوري. په داسې حال كې چې خپلو غوږونو ته يې لاس وروړى و، ويې پوښتل:
"څه دې وويل؟"
ومې ويل:
"د باندې به ووځو"
ويې ويل:
"ولې دباندې؟ ما تر اوسه بخاري نه ده لګولې. ځان ته به قهوه هم تياروم".
وروسته يې په ناكرارۍ سره زياته كړه:
"په كور كې د خوړلو لپاره څه نه لرم، پېرودل، خو د ګوډفريد پر غاړه وو. زه په دې برخه كې هېڅ تجربه نه لرم".
پتر د ځينو توكو د رانيونې لپاره ووت، ما د پېروي ډبلى د كارونې لپاره پرانيست. خاله اميلي د قهوې د تيارولو په وخت كې په زوره خبرې كولې:
"نن نهمه ورځ ده، هغه ورځ چې هرڅه څرګندېږي، ډاكټر خو وايي، چې صحت يې ښه كېږي. خو هغه يو احمق سړى دى. هر څوك ليداى شي او ويني چې ګوډفريد د مقاومت ځواك نه لري. په ژوند كې يې زيات شراب څښلي، اوس نوهرڅه تمام شوي دي".
اميلي قهوه واېشوله.
ومې پوښتله:
"زما په اړه يې كومه پوښتنه وكړه؟"
_"هو! هماغه شپه چې تبې نيولى و".
په غوسه شوم او ومې ويل:
"ولې دې هماغه وخت راته ونه ليكل؟"
په حيرانۍ سره يې اوږې پورته واچولې:
"څه مرسته به دې ورسره كولاى؟"
_ "وه خدايه! ښايي زما راتګ ورته تسلى وركولاى".
پرته له دې چې خواشينې وي، ويې ويل:
"څه فكر كوې، چې مرسته به دې اغگزناكه واى؟ زه خو يې تر څنګ وم".
فكر ته مې يوه خبره راغله، خو ومې نه كړه. د كوچو كوچنى ډبلى مې راواخيست او د ګوډفريد څنګ ته ورغلمه.
د پخوا په شان ويده و. لږ كوچي مي د هغه پر وچو او چاودلو شونډو چې د نيم سوي لرګي په شان وې، كښېښوول.
د هغه كوچي زيات خوښېدل، ان د شرابو په شان. خو اوس يې د خوړلو توان نه درلود. كوچي يې له شونډو څخه پر ناخرېيل شوې زنې راتوى شول. كله چې خاله اميلي له چاينكې سره راننوتله، چغې يې كړې:
"څه كوې؟ حيف چې دغه كوچي هسې ضايع كوې، ته خو وينې چې دى څه نه شي خوړلاى".
خو ما د هغه پر شونډو د كوچو له موږلو لاس وانه خيست. د ستوني حركاتو يې ښوول، چې لږ كوچي يې سوي ستوني ته ننوتلي دي.
پتر له ډوډۍ او كوچو سره راغى او له خاله اميلي سره يې يوځاى په خوړلو پيل وكړ. اميلي په داسې حال كې چې خپله ګوله يې ژووله، وويل:
"دوې ورځې كېږي چې څه مې نه دي خوړلي، ګوډفريد به هرځل د اتو ورځو اړتيا وړ خواړه كور ته راوړل. دا لسمه ورځ ده، دوې ورځې مخكې هغه خوراكي توكي خلاص شوي دي".
پتر پوښتنه وكړه:
"دى ولې ناروغ شوى؟".
اميلي اوږې پورته واچولې:
"كېدى شواى دغه ناروغي ورپېښه نه شي. خو دى زيات بې پروا دى. والګي وهلى و، ما ورته وويل: چې په كور كې پاتې شي. خو ده ټينګار كاوه، چې زه بايد خريد وكړم، خو كله چې راستون شو، تبې نيولى و".
پتر وويل:
"لا حول والله! سره له دې چې سړو وهلى و، ولې دې پرېښود چې له كوره ووځي؟ نه شواى كېداى چې دا ځل ته دا كار وكړې؟"
اميلي زياته كړه:
"زه؟ په داسې حال كې چې هغه څلوېښت كاله پيرودل كړي، زه ولې دغه كار وكړم؟"
پتر اّه وكيښ.
خاله اميلي وويل:
"اوس چې تاسې دلته ياست، نو د ښخېدو تر ورځې به همدلته ياست، سمه ده؟".
پتر په خواشينۍ سره وويل:
"نور نو بس دي، ته غواړې چې موږ په دې باب سوچ وكړو، چې ته د ښخېدو تر ورځې ارام نه شې موندلاى؟".
په عجيبه انداز يې پتر ته وكتل او زياته يې كړه:
"څنګه چې مو زړه وي. هغسې فكر وكړئ!".
وروسته ووتله.
كله چې راستنېده، هوا تياره كېده. اميلي وپوښتل:
"تر اوسه لا ساه كاږي؟"
هېچا هم ځواب ورنه كړ. شپه وه. پتر راته وويل:
"ورځه ويده شه!".
ما ځواب وركړ:
"زه څارنه كوم".
موږ ټولو جامې واغوستې او هلته كښېناستلو. څو ساعته تېر شول، اخر پتر او خاله اميلي ويده شول. زه د ګوډفريد د كټ تر څنګ كښېناستم. د هغه غوږ ته مې خوله ورنژدې كړه:
"ګوډفريد اكا!".
سترګې يې پرانيستې او راويې كتل. نظر يې زيات روښانه و، چې زه ترې ووېرېدم. هڅه يې وكړه چې د پخوا په شان موسكى شي، خو ناڅاپه يې سترګې په څرخېدو شوې او ويې ويل:
"اميلي!"
_ "اميلي هلته ويده ده"
ګوډفريد ورو زمزمه كړه:
"پرېږده چې ويده شي. يوازې يې مه پرېږده".
بيا يې ارام او په ډېره مينه زياته كړه:
"هغه د يوې ماشومې په شان ده".
ناڅاپه بېسده شو.
پتر، چې ويښ شوى و، وپوښتل:
"له چا سره خبرې كوې؟"
ومې پوښتل:
"غلى شه او ويده شه!".
يوځل بيا له ګوډفريد سره يوازې شوم، داسې مې وانګېرل چې له ما څخه ليرې كېږي. سره له دې چې وېرې مې ستونى خفه كاوه، خو بيا مې هم نه غوښتل له هغو دوو كسانو څخه يو راويښ كړم. د هغه جګړه، له مرګ سره جګړې ته ورته نه وه. بلكې د مرګ د منلو ځنډ رامنځته كول وو.
ډېر ساعتونه تېر شول. اميلي د سره شفق پر مهال له خوبه اوچته شوه. په لوړ اواز يې وپوښتل:
"لا ژوندى دى؟"
بيا لږه ټيټه شوه، تلتك يې ترې اوچت كړ او پښې يې لمس كړې. له زمزمې سره يې وويل:
"ډېر ژر" تلتك يې بېرته ايله كړ او له كوټې څخه ووته. د منقل او دېګونو اوازونه اورېدل كېدل. ګوډفريد ما ته ځير شو او په عجيبه انداز يې وويل:
"د اميلي په حق كې مهربانه واوسئ!".
دا يې وروستۍ خبرې وې، مخكې له دې چې خاله اميلي راوغواړم، له ژوند سره يې مخه ښه وكړه. پر څېره يې يو عجيب كيفيت واكمن و. پتر او خاله اميلي مې راوغوښتل.
اميلي وپوښتلم:
"مړ شوى دى؟".
ناڅاپه يې په سترګو كې يوې وحشيانه كركې ځاى ونيو، په ژړا يې پيل وكړ. په پرله پسې ډول يې ژړل. كله به په ما پورې مښته. كله به پتر پورې. خو ناڅاپه يې چغې كړې:
"هغه په دې ساده ګۍ كې يوازې پرېښودم. برتري يې دا وه، چې ما په دې ساده ګۍ كې يوازې پرېږدي او لاړ شي. كېدى شي زه هم مړه شمه. خو هغه ته كوم فرق نه لري. تللى دى. په دې اړه سوچ هم نه كوي".
پتر، هغه له خونې څخه وايستله او پخلنځي ته يې بوتله، چې وژاړي. خپله د ډاكټر د راوستلو په خاطر ووت، زه له مړي سره يوازې پاتې شوم. غرمه نژدې وه، چې هرڅه تيار شول. ګوډفريداكا د مړو مينځلو په خونه كې پروت و. خاله اميلي په پخلنځي كې ناسته وه او شا و خوا ته يې په ځير- ځير سره وكتل. زړه مو ونه كړ، چې يوازې يې پرېږدو. د مړي د ښخولو په وخت كې سخت باران اورېده. خو دغه اورښت د خلكو د راتګ مخه نه وه نيولې.
د ښار نيمايي خلك راغلي وو او ژړل يې. نارينه وو هم ژړل. زه فكر كوم، خلكو د دې بوډا لپاره نه ژړل، بلكې خپل راروان برخليك ته يې ژړل، چې د ګوډفريد برخلك ته به ورته و.
ټولو ځانونه د دې ژوند غولېدلي خلك ګڼل. كله چې يې دغه سپين ږيرى، چې له برخليك څخه يې خبر وو، ښخ كړ، په دې وخت كې ټولو حس كړه چې هر يو دغسې يو سپين ږيرى دى. هغه سپين ږيرى چې ژوند يې درلود، خو اوس پرې خاورې، لوټې او ډبرې اړول كېږي. خاله اميلي په تور څادر كې، په ډېر تجمل سره تابوت ته ځير وه. كله چې كور ته ورسېدم، خاله اميلي خولۍ يوې خوا ته وغورځوله، په ځلېدونكو سترګو يې وويل:
"اوس به د كوټې دېوالونو ته شنه كاغذونه وركړم. ټولو سامانونو ته شين رنګ وركوم، موبلونه او كوچونه جوړولو ته وركوم".
وروسته يې له يوې بدرنګې خندا سره زياته كړه:
"هغه له شنه رنګ سره هېڅ مينه نه درلوده".
په دې وخت كې يې د سفر نقشه له المارۍ څخه وايستله او په ارامۍ سره يې وويل:
"د دغې نقشې كارونه رازده كړئ! غواړم سياحت وكړم".
پتر په ډېره حيرانۍ سره په څرګندولو پيل وكړ. اميلي نارې كړې:
"ګوډفريد خوا راسره نه ځي".
بيا يې په ژړا پيل وكړ. موږ ورته ډېر حيران وو.
دغه ژړا څو ساعته روانه وه، ځكه يوې ناوړې طبيعي پېښې له ځان سره يو وېروونكى راز ملګرى كړى و.
بله ورځ د خاله اميلي حالت لږ ښه و، په ظاهره يې رنګ ډېر غوړېدلى و، يوازې مو پرېښووله.
څو ورځې وروسته مې يو زوى پيدا شو، ما پرې "ګوډفريد" نوم كښېښود. څو اوونۍ وروسته مې خاله اميلي ته يو ليك وليكه او ومې پوښتله چې ايا غواړي موږ ته راشي؟
خو هغه رانغله.
ليكونه به يې لنډكي وو، په سمه توګه يې له اوضاع او احوال څخه نه شو خبرېداى.
د ګوډفريد اكا تر مړينې شپږ مياشتې وروسته مو وليده، ډېره ډنګره شوې وه، پر تودوښې سربېره يې له ځانه يو څادر تاو كړى و، د كړكۍ تر څنګ پر څوكۍ ناسته وه.
د خونې رنګ د كبانو د ښيښه يي صندوق په شان تك شين و.
پتر وويل:
"اوه رښتيا! ته له خپلې سليقې سره سم ژوند كوې؟"
اميلي خپل لاسونه د دفاع په حالت اوچت كړل، خو پتر په بېرحمۍ سره وويل:
"اوس راضي يې؟"
اميلي له ستړيا سره وويل:
"ته څه پوهېږې؟"
پتر ځواب وركړ:
"اوس هغه څه كوې، چې زړه دې غواړي".
اميلي كوم ځواب ورنه كړ.
پتر مې كرار په لاس وواهه او غوښتنه مې ځنې وكړه، چې غلى شي. ومې ويل:
"شين رنګ، ډېر ښكلى دى".
اميلي وويل:
"ښكلى؟ ډېر ښه، تا وويل ښكلى؟".
غږ يې اوچت او غوڅ شو:
"راشئ دا شين رنګ ښه وګورئ، ومو ليد؟".
د كوټې شين رنګ، د رڼا له كبله سپينې لكې خپلې كړې وېز
اميلي چغې كړې:
"پوهېږې؟ ګوډفريد له شنه رنګ سره هېڅ مينه نه درلوده".
وروسته موږ ته ځير شوه او ويې ويل:
"تاسې به ضرور فكر كوئ، چې زه لېونۍ يمه. زه ستاسو په شان روغه يم، خو تاسې په دې نه پوهېږئ".
اوږې يې پورته واچولې او تر شونډو لاندې يې وويل:
"زما په نظر..."
بيا يې د څوكۍ له شا څخه د شرابو سور بوتل راوايست او د رڼا مخې ته يې ونيو:
"تش دى، دا يې وروستى و. ټول بوتلونه مې تر پايه څښلي دي".
پتر وپوښتل:
"تا خو هېڅ وخت شراب نه څښل".
اميلي ځواب وركړ:
"سمه ده، اوس ارامي واكمنه شوې ده، ګوډفريد هم تل هيله راڅخه كوله، چې شراب وڅښم".
ځان يې په څادر كې ښه وپېچه، موږ وانګېرل چې هلته كوم بل كار نه لرو. خاله اميلي هغې نړۍ ته ګام ايښى و، چې موږ په كې پردي ښكارېدو. موږ لا ډېر ځوانان وو.
څو اوونۍ وروسته خاله اميلي هم پرته له دې چې كومه ناروغي ولري، مړه شوه. يوه شپه د تل په شان كټ ته لاړه چې ويده شي. خو سهار مهال يې نوكر متوجه كېږي چې ساه يې ختلې ده. ډاكټر، د ښخېدو پر جوازپاڼه د مړينې لامل (د زوړتوب كمزوري) ښوولې وه. خو ما ته يې د مرګ علت څرګند و او هغه دا چې مينه په بېلابېلو بڼو څرګندېدى شي. بدن مې ولړزېد.