د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

18.12.2016 15:53    |   امیرزېب دُراني د ابادۍ د کال څلور نورې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ابادۍ د کال څلور نورې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې د لغمان ولایت د ابادۍ او پرمختګ د روان کال په بهیر کې په یوه ورځ د کرنیزې ودې او انکشاف په ډګر کې د قرغیو ولسوالۍ د بلوچ ۷۰۰۰ متره کانال،د برګمین د ابیارۍ د ۴۸۰۰ متره کانال،د قرغیو ولسوالۍ د الو کانال او د مهترلام ښار دسرک غاړي د ۲۴۶۰ متره ویالې جوړونې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


15.12.2016 11:30    |   خوشال مزاروال د خوشال مزاروال او شاه رحمن ځواک د کتابونو د مخکتنې غونډې رپوټ

د خوشال مزاروال او شاه رحمن ځواک د کتابونو د مخکتنې غونډې رپوټ پلاني تی (ته يې ) ور کړئ چې نس يې لوی دی. دا په میدان کې د ښځینه سندرو یو سر دی، چې اکثر په ودونو او کله په نورو خوښیو او مېلو کې ویل کېږي.


11.12.2016 13:38    |   امیرزېب دُرانی په لغمان کې د ۱۲زره کډوالو کورنيو لپاره د رهايشي نمرو د ويش لړۍ پيل شوه

په لغمان کې د ۱۲زره کډوالو کورنيو لپاره د رهايشي نمرو د ويش لړۍ پيل شوه په لغمان کې د بېرته راستنو شویو کډوالو د دولس زرو کورنیو لپاره د مرکز مهترلام اړوند د بابا صیب په دښته کې د نوي ښار ګوټي پروژه چې پلان او نقشه یې له وړاندې منظوره شوې وه، نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي او یو شمېر قومي مشرانو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره رسما پرانېستل شوه او په لومړي قدم کې سلو تنو هغو کډوالو ته چې د اسنادو کتلو او تکمیلولو بشپړه پروسه یې د اړونده کمېسیون له لوري څارل شوې او ترتیب شوې وه، د ملکیت سندونه په واک کې ورکړل شول.


11.12.2016 13:35    |   قاضي نجیب الله جامع اعلامیه د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ

د افغانستان د ځوانانو د سولی بنسټ په هېواد کې د روانې تپل شوې جګړې د پایته رسیدو او د یوی عزتمنۍ سولی چي تل پاتي ټېکاو، یوالې، قانونېت او سرلوړي یې پایله وی د یو بین الاافغانۍ اجماع او حل لاري د رامنځته کولو پر موخه کار کړي.


10.12.2016 09:53    |   امیرزېب دراني په لغمان کې د ورزش د ډګر اتلان په ستاینلیکونو او ډالیو وویاړل شول

په لغمان کې د ورزش د ډګر اتلان په ستاینلیکونو او ډالیو وویاړل شول د لغمان ولایت مقام په نوښت د ( مخکښ اتلان ستایو ) تر سر لیک لاندې د افغانستان د فري فایټ او کرکټ لوبو یو شمېر مخکښ قهرمانان چې د نړۍ په کچه یې د افغانستان بیرغ رپانده ساتلی و، نن د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري په ډالیو او ستاینلیکونو وویاړل شول.


01.12.2016 12:26    |   مجيد ژړاند کليوال ملګري ټولنې په غزني کې خپل فعاليتونه وځنډول

کليوال ملګري ټولنه په غزني کې يوه خپلواکه، ناپېيلې او بې پرې ټولنه ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په غزني کې خپل فرهنګي، مدني او کلتوري فعالیتونه تر سره کوي او له دې لارې يې ډېر فکرونه روزلي دي. د لېندۍ میاشتې په اوومه نېټه د غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل په ياده ټولنه تور پورې کړ، چې کليوال ملګري ټولنه د پاکستانۍ ای، ایس، ای منحوسې استخباراتي شبکې سره اړيکې لري.


21.11.2016 21:02    |   بســــمل په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوشدیده اعلامیه

په خورا تاثف سره مو خبر واخیست، چې په سوله او رښتینولي مین لیکوال اوشناند ښاغلی نظرمحمدمطمئن دکابل استخباراتو نیولی دی.


12.11.2016 20:37    |   نجیب الله پاڅون ټال مهالنۍ چاپ شوه!

ټال له بلخ ولایت څخه د ماشومانو لپاره ښوونیزه، روزنیزه، معلوماتي او تفریحي مهالنۍ خپرونه ده، چې په لومړي ځل له دې ولایت څخه په پښتو ژبه خپره شوه، د دې خپرونې د امتیاز څښتن او مسؤل چلوونکی نجیب الله پاڅون دی. د ټال په مهالنۍ کې د ماشومانو لپاره ګڼ مطالب خپاره شوي، چې له هغې جملې نه شعرونه، کیسې، ټوکې، روغتیايي معلومات، ساینسي معلومات، د ماشومانو فولکلوریک شعرونه او هر اړخیز ګټور معلومات چاپ شوي، د ټال په لومړنۍ ګڼه کې لاندې مطالب خپاره شوي، چې دلته یې صرف نومونه اخلو.


05.10.2016 09:16    |   د افغان کلتوري ټولنه جرګه د ښوونکي د نړیوالې ورځې په ویاړ د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې مطبوعاتي اعلامیه!

د ښوونکي د نړیوالې ورځې په ویاړ د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې مطبوعاتي اعلامیه! د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې مبارکي وایي. ښوونکي د وګړو او بشري ټولنو روزونکي دي،په ټولنه کې ځانګړی ځای او ارزښت لري، ځکه ښوونکي د پوهې چینې او د رڼا ډیوې دي، د زړونو او ذهنونو د روڼولو ډیوې، هغه ډیوې چې د انساني او باعزته ژوند لارې او لوري راته روښانوي. د همدوی د هلوځلو، لارښوونو او سپارښتنو له برکته وګړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرېمانه لاسته راوړنې او پرمختګونه لري. 


01.10.2016 20:02    |   د افغان کلتوري ټولنه جرګه د سولې په هکله د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلامیه

د سولې په هکله د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلامیه ویاړمن افغانستان او مظلوم، خو باشهامته افغان ولس له درې لسیزو زیات د جګړو په اور کې سوزېږي. د ماشومانو، ښځو، لویانو او ځوانانو وینه یې په بیرحمۍ تویېږی او خاوره یې د لویو لوبو ښکارشوې ده. د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له سلګونو افغانانو چې پوهان، علمي او فرهنګي شخصیتونه ، قومي مشران او د ښځو او ځوانانو استازي پکې شامل وو، د سلا او مشورو په نتیجه کې د سولې په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او لاندې پرېکړه لیک یې صادر کړ:


11.09.2016 11:28    |   نسيم کاکړ دامريکا د ورجېنا ايالت کي د لوې اختر د لمانځه خبرتيا

دامريکا د ورجېنا ايالت کي د لوې اختر د لمانځه خبرتيا


08.09.2016 09:14    |   سيدجان کارواني په لندن کې د لوی اختر د لمانځه خبرتيا

د لوی اختر د مبارکۍ پيغام - او د لمانځه خبرتيا


22.08.2016 21:36    |   سادات انجنیر سید احمد شاه سادات د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال وټاکل شو

انجنیر سید احمد شاه سادات چې لوړې زده کړې یې د مخابراتو په برخه کې دماسټرۍ تر کچې په انګلستان کې پای ته رسولي،او تر څنګ یې د یوه متخصص په توګه په بېلابېلو نړیوالو، اروپایي او منځني ختیځ هیوادونو کې دندې تر سره کړي د ولمسشر غني له لوري د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال وټاکل شو.


17.08.2016 21:19    |   سيدجان کارواني په لندن کې، د افغانستان د استقلال ياد

ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،


16.08.2016 19:42    |   مدثر اسلامي د ځوانانو پارلمان په اړه د نجم اعلامیه

د اسد په ۲۴مه د ځوانانو چارو معینیت او مشرانو جرګې په نوښت او د ملګرو ملتونو ادارې په مالي مرسته جوړ شوی د ځوانانو روزنیز پارلمان کابل کې پرانستل شو.


14.08.2016 10:10    |   پښتون خوځښت خپرونو څانګه پښتون خوځښت غندن لیک

لکه څرنګه چېد څو لسیزو را پدېخوا امریکايي نیواکګر په افغان وژنه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول برخه لري خو د 2001 میلادي کال څخه تر ننه چې څه باندې یوه نیمه لسیزه کېږي دغه امریکایي یرغلګر زمونږ په ګران هیواد باندې د یو داسې پوځ په مټ مستقیم تیری کړی چې په هر اړخیزه مډرنه او پرمختللې ټکنالوجي سنبال او روزل شوی


04.07.2016 11:41    |   سيدجان کارواني په لندن کې د اختر د لمانځه خبرتيا!

په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه، د سپېڅلي روژې په پای کې ددې مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .


27.06.2016 09:49    |   عزیز سر شار خبرتیا او بلنه

په جرمني کې د کنړ کلتورې ټولنې د روان ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جولاې د میاشتې په شپاړسمه نیټه د کولن په ښار کې د کنړ سیند د دودیزې مشاعرې د جوړیدو تابیا کړې.


19.06.2016 12:09    |   بســــمل په جرمني کې دلاریون خبرتیا

دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښار کې مېشتو افغانانو دخپل ګران هیواد د ارضي تمامیت ساتلو او متجاویزپاکستان دمحکومولو په موخه د راتلونکې جمعې مبارکې په ورځ، چې د روان ۲۰۱۶زکال دجون میاشتې له څلورویشتمې نېټې سره سمون خوري د یولوی لاریون تابیا نیولې ده.


13.06.2016 05:34    |   انجنیر حاجی ګل وهاج د ولسی جرګي غړي حاجی محمد نذیر احمدزی د موربی بی د جنازی خبرتیا

د ولسي جرګي غړي حاجی محمدنذیر احمدزی مور بی بی په حق رسیدلي ده