په  ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهیوادوتلی هستې فزیک کارپوه او دافغانستان د اټومي انرژۍ دعالي کمیسیون رییس، پوهاند ډاکټرعبدالحی نظیفي  د ورپېښي ناروغۍ له امله  دمارچ میاشتې په څلرویشتمه نیټه   ۲۰۱۸ زکال  له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړلې اوابدي نړۍ ته يې رحلت وکړ.‏  
، 

انالله و اناالله راجعون 

 

زه دکابل پوهنتون پخوانی استاداو هم مسلک کارپوه په توګه  دارواښاد مړینه  دهیواد لپاره خوپه تیره بیا دهیوادټولوساینسپوهانولپاره یوه لويه  نه جبران کیدونکې  علمي اوفرهنګی ضايعه بولم، 

 ارواښاد ته دالله ج څخه  جنت الفردوس او محترمي کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم .   

روح دی ښاد وی 

په درنښت 

 

 الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ 

دهستې فزیک کارپوه اودافغانستان د اټومي انرژۍ دعالي کمیسیون پخوانی رییس،