خبرپاڼه

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په لغمان ولایت کې روغتیايې خدمتونو درولو ته اړ شوه.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ته د وسله والو مخالفینو له لورې د پرله پسې ګواښونو له آمله په ختیځ زون لغمان ولایت کې ۲۰ روغتیايې کلینکونه او د روغتیايې پروګرام اداري دفتر تر نامعلومې مودې پوری وتړل شو.
سویډن کمیټې په لغمان کې د روغتیايې پروګرام د اداري دفتر له لارې د ولایتي روغتون او ټولو ولسوالیو کې ۵۴ روغتیايې کلینکونه اداره کول چې د وسله والو مخالفینو د پرله پسې ګواښونو له آمله وتړل شو.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې عمومي مشره آغلې میډیلین هوفرز د اداري دفتر په تړلو ژوره خواشینی څرګنده کړې او وايې: ((دا کار به په یاد ولایت کې شاوخوا نیم میلیون کوچنیان، ښځې او نارینه اغیزمن کړي او دوی به له روغتیايې خدمتونو بې برخې شي.))

د جون په اومه نیټه وسله والو مخالفینو څلويښت هغه کلينيکونه چې د افغانستان لپاره سويډن کميټې له لورې يې چارې پر مخ وړل کيدې، په دې موخه وتړل چې سويډن کميټه مجبوره کړي یو شمیر روغتیايې کلینکونه نورو ځایونو ته وليږدوي او د روغتيايي خدمتونو په کچه کې زياتوالی راولي. د افغانستان لپاره سويډن کميټه د روغتیايې کلینکونو د لیږدولو او د روغتیايې خدمتونو د پراختیا په اړه هر ډول پریکړه د ملي روغتیايې تګلارې د لارښونې پرته پخپل سر نه شی کولې او د نفوسو د شمیر په اساس روغتیايې خدمتونه وړاندې کوي.

له تیرو څو اونیو راپدیخوا د تړل شوو روغتیايې کلینکونو د بیرته پرانستلو لپاره د ځايې ټولنو په منځګړیتوب د هلو ځلو په پایلو کې ۲۰ روغتیايې کلینکونه بیرته پرانستل شول خو په آلیشنګ، علینګار او مهترلام ولسوالیو کې ۲۰ نور روغتیايې کلینکونه لاهم تړلي دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ځینو کارکوونکو ته د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو له آمله په یاد ولایت کې د روغتیايې پروګرام اداري دفتر د تړلو پریکړه وشوه.

آغلې میډیلین هوفرز وايې: ((مونږ اندیښنه لرو که چرته ګواښونه زیات شول او یا کومه پیښه رامنځته شوه نو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه به نه یوازې په لغمان ولایت کې روغتیايې پروګرام بلکی د معلولینو د بیا رغونې، د کلیو د پراختیا او د پوهنې د پروګرامونو فعالیتونه هم په ټپه ودروي. دا ګواښونه به د لغمان ولایت پر اوسیدونکو خورا منفي آغیز ولري او له دې آمله به دوی د دې ګواښونو قربانیان شي.))

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په جګړه کې له ښکیلو خواوو غواړي چې د روغتیايې کلینکونو او روغتیايې کارکوونکو خوندیتوب لپاره د بشر د حقونو د قوانینو او د جینیوا کنوانسیون ته درناوی ولري ترڅو ټول ملکي خلک روغتیايې خدمتونو ته له لاسرسې بې برخی نشي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په لغمان ولایت کې د ولایتي دفتر له لارې په مهترلام کې ولایتی روغتون او په ټولو ولسوالیو کې ۵۴ روغتیايې کلینکونه اداره کوي. په دغه روغتیايې کلینکونو او روغتون کې ۴۶۰۰۰۰ خلک روغتیايې خدمتونه ترلاسه کوي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یوه بې طرفه پرمختیایي اداره ده چې د انساني اصولو سره سم د افغانستان د خلکو لپاره د تیرو ۳۵ کلونو راپدیخوا کار کوي. ۷۰۰۰۰ کوچنیان د سویډن کمیټې لخوا جوړ شوو ښوونځيو کې زده کړي کوي او هر کال له دوه میلیونو زیات افغانان د سویډن کمیټې په روغتیايې کلینیکونو او روغتونونو کې روغتیايې خدمتونه ترلاسه کوي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره:
محمد صلاح الدین مومند
په ختیځ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د رسنیو او اړیکو مسئول - ۰۷۸۰۱۶۶۴۹۰