د رسنیو ډیرو معززو او درنو همکارانو!

ټاکل شوې ده، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت دهېواد خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۹۸ کلیزې په ویاړیوه پراخه ولسي او جشني غونډه جوړه کړي .
په دغه ناسته کې به وینا وال د هېواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو او د خپلواکۍ د ارزښت او ښېګڼو په اړه خبرې وکړي، او هم به دغوڼدې په بله برخه کې د هېواد تکړه هنرمندان حماسي سندرې او ملي ترانې وړاندې کړي. نو له همدې امله د رسنیو له ډېرو درنو او محترمو همکارانو څخه هیله کیږي، چې د یادې غونډې د خبري پوښښ لپاره خپل همکاران را واستوي.
ګډونوال: د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر محمد شفیق ګل آغا شیرزی، د ملي شورا او کابینې یوشمېر غړي، قومي مشران، مدني فعالان، لیکوالان او شاعران.
نېټه: چهار شنبه، د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې ۲۵مه نېټه ، د مازدیګر ۴ بجې او ۳۰ دقیقې
ځای: د سر حدونو او قبایلو چارو وزارت انګړ، د حامد کرزی نړیوال هوایي ډګر واټ، سترې محکمې ته څېرمه، کابل ـ افغانستان
د اړیکو شمېره :
0700302309
0702020845
jvd_wafa@yahoo.com
په درنښت 
جاوید احمد وفا 
د وزارت د مطبوعاتي دفتر مسؤل