Khan Kakar
خان زمان کاکړ، شاعر او لیکوال، د سویلي پښتونخوا د قلعه سېف الله د سیمې اوسېدونکی یم. له څو کلونو مي د لر وبر افغانستان په زیات شمېر مجلو او ورڅپاڼو کي بې شمېره تخلیقي، تحقیقي او تنقیدي لیکنې خپرې شوي دي. په شاعري کي نظم او غزل دواړه لیکم، لویه پېژندګلوي مي د سیاسي تجزیه نګار په حیث ده. په اردو ژبه کي مي هم زیات کار کړی دی.
سياسي ليكنې
او هنګامه او انقلاب به نه وي؟ ....... خان زمان کاکړ
د نوازشريف ورور په جامعه نعيميه کي د خپل موقف د څرګندلو پر مهال په خپله جهادي جذبه ويلي دي، چي که په پنجاب کي د امنيت خيال وساتل شي، نو د پنجاب حکومت او طالبانو پاليسي يوه ده، دواړه د بهرني ډکټېشن خلاف دي. ښه وشو، چي په ډاګه ترهګري پاکستاني پديده ومنل شوه. پنجاب ددې په واسطه پاکستان له بهرني ډکټېشن نه په ښه توګه ژغورلی شي. د شهباز شريف بيان د پنجاب د سوچ ښه ترجماني وکړه
د ژړا زمانې لاړې/ خان زمان کاکړ
په داسي وخت کي چي د سر دبقاء تحريک په ډېرو حساسو شېبو کي مخ په وړاندې روان دی، د پاکستان د جماعتي مېډيا او استخباراتي انټلجنسيا ناقص او نارسا کردار دا دی، چي د پښتنو د وطن اوسنيو حالاتو ته په خپل تاريخي سياق و سباق کي نه بلکې له معروضي پارليماني زاويې نه ګوري. په نورو ټکو لکه څنګه چي دوي اين آر او د اتو زرو کسانو مسئله نه بلکې يوازې د صدر زرداري مسئله ثابتولی شي، همدغسې
عزيز الله ماما ايډوکېټ / خان زمان کاکړ
عزيز الله ماما يادوو، ټول عمر د افتادګانِ خاک په ننګ جنګېدونکی دا سړی پر څلورم دسمبر (۲۰۰۹ء) سپردِ خاک شو. په ژوند او هم په مرګ له خپلې خاورې سره پېوند پاتې شو. ماما سياستدان، ليکوال، شاعر او وکيل وو، د باچاخان د لوی تحريک ملګری وو، کومېټډ شخصيت وو او عالم باعمل وو. زما لپاره د عزيز ما
د ماشومانو نړېواله ورځ ........ يو تاثر / خان زمان کاکړ
نړۍ ۲۰م نومبر د ماشومانو د نړېوالې ورځې په حېث لمانځي. په دې ورځ د خپل سرنوشت ځغلند جاج ضروري دی. د يو روايت، رسم او ياد په توګه نه بلکې د ماشومانو د مقدمې د وړاندې کولو ضرورت دی. په دې ورځ د ماشومانو د حقونو لپاره د قرارداد او فرياد نه بلکې د مزاحمت يو شعور خورول پکار دی. د اين جي او ګانو په ډول د کاغذي جنتونو په ځای په خپل قامي تحريک کي پر سنجيده بنيادونو د نوي کهول
د پښتنو د قومي انفراسټرکچر د تشکيلِ نو ضرورت / خان زمان کاکړ
جنګونه د کېفيتي بدلونونو باعث ګرځي. د بدلون د مثبت او منفي اپروچ نه يو خوا ته جنګ په ټولنه کي د انتشار او اضطراب سبب جوړېږي. دا انتشار او اضطراب په مادي او معنوي دواړو حوالو مخې ته راځي. څومره چي جغرافيه، خاوره، کلي او ښارونه بدرنګوي، په هم هغومره کچه ذهني او نفسياتي ستونزې هم راپېدا کوي. د جنګونو په سبب په ټولنه کي هغه ادارې له ماتې سره مخامخ ګرځي، کومې چي د يو قام په کلتوري تشکيل کي د بنسټېز
عدم تشدد، ملي روغه جوړه او ډيموکرېسي / خان زمان کاکړ
د عدم تشدد، ملي روغې جوړې او ډيموکرېسۍ شريکه رېښه څه کېدی شي؟ ددې سوال ځواب که د دې درو واړو په اصطلاحي تناظر کي وکتل شي، نو شايد چي يوه فکري ستړې راپېدا کړي. خو که يې په پراخ تناظر کي مطالعه وشي، نو دا سره پيوند(interconnected)
د پښتنو د سياست رنځورې رويې/ خان زمان کاکړ
منطقي خبره هم دا ده، چي کله دښمن ورک شي، جنګ ګران شي. خلک پر ورکو لارو د يو تصوراتي هدف په لور سفر پېل کړي. پښتون په ټولنيزه توګه نن په يو داسې پړاؤ ولاړ ښکاري، چي د يو بربنډ دښمن د ليدلو له توانه هم لوېدلی دی. پرون مبارزه ډېره اسانه وه، ځکه چي دښمن معلوم وو. فکر کوم، د پښتنو په تاريخ کي به باچاخان لومړنی قامي مشر وو، چي پښتنو ته يې خپل دښمن په ډېر څرګند ډول په ګوته کړ. ځکه نو هغه وخت په تحريک او سياست کي د جذبې او قربان
پنجابي طالبان، فساد او کاروبار / خان زمان کاکړ
د پاکستان په اوسني صورتحال کي دا حقیقت بېخي څرګند دی چي طالبان تر کومې ځانګړې سیمې ملاکنډ ډویژن، وزیرستان او پېښور پورې محدود نه دي. موږ په تکرار سره دا خبره کړې ده، چي طالبان صرف یوه قام ته منسوب نه دي. لکه څنګه چي د پاکستان جها
د يويشتمې پېړۍ پښتون، ملي مسايل او ملي نجات / خان زمان کاکړ
پرعلمي او ساینسي بنسټ د نړیوالو حالاتو څېړونکي او څارونکي پوهېږي چي د پښتنو د ملي ستونزو د ادراک عمل نیمګړی دی. منطقي لامل او دلیل یې هم دا کیدی شي، چي د پښتنو د ملي خدوخال تصویر او تصور نیمګړی، مات او وران دی. ویل دا غواړم چي پښتانه دملي حاکمیت خاوندان نه دي، قامي وحدت نه لري او دیو مرکز د نشتوالي له تاریخي جبر سره مخامخ دي. نن دیویشتمې پېړۍ د ساینسي عروج او انساني معراج پردې انقلابي پړاو هم پښتانه د خپلې ژبې د فطري او
د بلوچستان د مزاحمت نوی انداز / خان زمان کاکړ
پاکستان او بلوڅ په شپېته کلن پارلیماني او هم مزاحمتي پټ پټوني کي یو دبل سره ایډجسټ نه شول. ځکه چي د ړومبني سره د پاکستان په ریاستي ډهانچه کي د پښتنو غوندې د بلوڅو الحاق هم پر غېر فطري بنیادونو استوار وو. تاریخ لوستونکي پوهېږي، چي په زور سره ګنډلي په زور سره بېلېږي. د بلوڅو د الحاق په ضد ړومبني مزاحمت د شهزاده عبدالکریم په مشرتابه کي دا څرګنده کړه چي بلوڅ یې په جبر له پاکستان سره وتړلو. د پاکستان د فطرتِ ریاستي مطابق دا ړومبنۍ
طالبانایزېشن او د پاکستان رسنۍ / خان زمان کاکړ
په لوی افغانستان کي چي سامراج کمیونیزم ته د ماتي ورکولو لپاره د انتهاپسندۍ خورولوکومه حکمتِ عملي خپله کړه او ددې موخې د ترسره کولو لپاره چي یې پاکستان په کومه توګه استعمال کړ، د هغې د اغېزو نه تر اوسه پوري ټولنه راوتې نه ده. اوس دې انتهاپسندۍ د یو داسي رجحان بڼه خپله کړې ده چي د ټول انسانیت لپاره جان لېوا ده. دهم دې انتهاپسندۍ د خېټي نه هیروین او کلاشنکوف کلتور او ځانمرګي بریدونه راوزېږېدل. انساني او ټولنیز ارزښتونه د یوې غمیز
د نن تماشې او د سبا فکر / خان زمان کاکړ
دا وخت که موږ په دقیق نظر د نړیوالي سیاسي منظرنامې جاج واخلو نو دیو ژور ابهام، تضاد اوتصادم نه سیوا به بل څه په نظر رانه شي. سیاسي جنګونو خپلي پېژندل شوي څېرې بدلي کړي دي او په ډېر لنډ مهال کي د سیاسي وارونو مختلفي مرحلې مخې ته راځي. ټوله دنیا دیوې مخصوصي طبقې ملکیت جوړ شوی دی. په تېره بیا د پاکستان غوندي استعمار نواز ملکونه خو د غیر فطري سرګرمیو ځالي دي.په پردیو خېراتونو ژوند تېرول یو محال کار دی. په فریاد او قرارداد د حق غوښتني مرحله خپل
پارلیماني که ملي سیاست؟ ...... خان زمان کاکړ
د پارلیماني او ملي سیاست تر منځ د توپیر کرښه راکښل په څرګنده دې نکتې ته اشاره ده، چي په پارلیمان کي ملي رویې او روحیې نه شي پالل کېدای او یا پارلیمان د ملي مسایلو په هوارېدو او ملي هدافو ته په رسېدو کي کومه مثبته پایله نه شي ورکولی. دا د پارلیماني او ملي سیاست موضوع چي په غلامو قامونو پورې اړوند شي نو د سوچ او فکر یو ډېر پېچیده او کشیده صورتحال راپېدا شي، ځکه چي په پارلیمان کي پر حقونو خبره کېږي خو پارلیمان د غلام د حق تعین نه شي کو
د بدلون نفسیات، خواهش او تکلیف / خان زمان کاکړ
د بارک اوباما د راتلو نه پس زیاتو خلکو دا هیله څرګنده کړه، چي ددې عمل سره به په نړۍ کي یو پراخ بدلون راشي. پر ټوله نړیواله مېډیا بارک اوباما د بدلون د علامت په توګه وړاندي کړل شو. بنیادي دلیل دا وو، چي اوباما د ځپلي او ربړېدلي طبقې څوک دی، ځکه نو د ټولي نړۍ د ځپلو او ربړېدلو درد وکرب، لوږې او دربدرۍ درک کولی شي. اوباما بې امنیته وختونه تېر کړي دي،ځکه نو د امن په ارزښت پوهېږي. خصوصاً د نسلي امتیاز په ضد د مبارزې په حواله دا د تاریخ یوTurning Point دی. د غلامانو د تاریخ دا ډول پړاونه په انسان ک
په پښتونخوا كې قومي غميزه / خان زمان كاكړ
د پاكستان سياسي پټپټوني او مصلحتونه