زاهد جلالی
د ښاغلي زاهد جلالي لنډ ژوند ليك
زاهد جلالي صیب په كال ۱۹۸۹م د دولسمې مياشتې په دوه ويشتمه نېټه په مكه مكرمه كي زيږيدلی دی .پلار يې دكتور محمد جلال د مكي د ام القری له پوهنتون څخه په اصول فقه كې خپله دكتورا ترلاسه کړي ، په كال ۱۹۹۳م كې زاهدجلالي د پلار د مړينې نه وروسته دخپلې کورنۍ سره یوځای پاكستان ته را ستون شوی او د جلوزو په كيمپ كې ميشت شوی دی، چي تر دې مهاله يې كورنۍ په پېښور كې اوسي .زاهدجلالي صیب:
پلارنی استوګنځای دافغانستان د پروان ولايت د غوربند ولسوالي د کفشان کلی دی .
زاهدجلالي صیب ۱۹۹۵م کې په لومړي ځل په یوه وړکتون کې شامل کړای شو او وروسته بیا دالنور په عالي لېسه كې له لمړي ټولګي څخه تر يوولسم پورې زده کړې کړي چي په ۲۰۰۸م كې د جلوزو كيمپ د ورا نيدو له كبله يې دولسم ټولګی د پېښور د ايمل خان بابا په لېسې كې پاي ته ورسوه.
درسمي زده کړو ترڅنګ یې عربي او انګليسي ژبې كورسونه هم ویلي دي اوځنې ديني زده كړې يې هم له كليوالو علماو څخه ترلاسه کړي دي.
د دولسم ټولګي فراغت څخه وروسته په كال ۲۰۰۹م كي د اسلام آباد نړېوال پوهنتون د شریعت ا او قانون ریشتې ته بريالي شواو اوس مهال په همدې پوهنتون كې خپلو زده كړو ته دوام وركوي.
دپوهنتون له شاملیدو دمخه زاهدجلالي صیب دمكتب جريده په مخ بېوله او.
په كال ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م كې د النور دعالي ليسې د فرهنګي كميټې مسوليت ورپغاړه و.
دا مهال د توبې بلوګ چلوونكی دی.اوترڅنګ یې په ډېرو بریښنا پاڼوکې لیکنې خپرې شوې دي
اوپه راتلونکي ژوندکې ورته دلاډېروبریاؤ غوښتونکي یو
رومال اداره
بېلابېلې لیکنې
سګریټ د طب او شریعت له نظره
سګریټ د طب او شریعت له نظره
د افغانستان اقتصاد د بدلون په درشل کې
د افغانستان اقتصاد د بدلون په درشل کې لیکوال: شاکر جلالی پدې ورستیو کې د امریکا یو جیولوژېک ټېم چې د افغانستان د کانونو په اړه یې څېړنه کوله، له اوږدې مودې وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې د افغانستان ځمکني کانونه د زرملیارده ډالرو ارزښت لري. تر دي څېړنې وروسته د افغانستان حکومت د نړیوالو پانګه اچوونکو کمپنیو
څه ډول بلنه پکار ده؟
څه ډول بلنه پکار ده؟ زاهد (جلالي)
دیموکراسي په غرب کې
دیموکراسي په غرب کې
د عمل اړتیا
د عمل اړتیا
اوړى الله جل جلاله ته د نيږديوالي ښه فرصت
اوړى الله جل جلاله ته د نيږديوالي ښه فرصت ليکوال: زاهد جلالی