څه ډول بلنه پکار ده؟

 
زاهد (جلالي)
 

امام شهيد دکتور عبدالله عزام پخپل کتاب (حکم العمل فى الجماعة کې ليکلي: پدې باندې ټول پخواني او اوسني علماء اتفاق لري چې د مسلمانانو پرې يوې ډلې د اسلامي د ولت په وجود کې امربالمعروف او نهى عن المنکر فرض ده، نو پدې وخت کې له نورې اسلامي نړۍ او يا عامو مسلمانانو څخه د امر بالمعروف اونهى عن المنکرې فريضه ساقطيږي.
دا پداسې حال کې ده چې اسلامي دولت يا اسلامي خلافت موجود وي، اما د خلافت په عدم وجود کې امربالمعروف او نهى عن المنکر په ټولو مسلمانانو فرض عين گرځي او ټولي ښځې اونر په دې فريضې ماموريږي.
يو ځل يوڅوک عمر ابن الخطاب رضىالله عنه ته راغى او ورته يې وويل: زه ډېر د خير کارونه کوم مگر دوه کارونه نه کوم.
حضرت عمر (رض) هغه سړى وپوښت: هغه کوم کارونه دي؟ هغه ځواب ورکړ امر بالمعروف او نهى عن المنکر.
عمر رضى الله عنه ورته وويل: تا د اسلام دوه مهمې کړۍ پرى ايښي که خداى وغوښتل و به دې بښي اوکه يې وغوښتل عذاب به درکړي.
اوس چې پدې وپوهيدو چې د اسلامي دولت يا اسلامي خلافت په عدم وجود کې امر بالمعروف او نهى عن المنکر په ټولو مسلمانانو فرض عين گرځي بايد پدې هم ځانونه وپوهوو چې امر بالمعروف اونهى عن المنکر څنگه کيږي، څه لارې لري او هغه څوک چې امر بالمعروف او نهى عن المنکر کوي بايد څه ځانگړتياوى ولري او څنگه اخلاق بايد ولري او د الله جل جلاله په لاره کې امر کوونکي ته او منع کوونکي ته د هغه د خدمت او اطاعت په مقابل کې څه ورکول کيږي؟ ديکې شک نشته چې پرداعى به ددعوت پر مهال سختيانې راځي او له مخالفت سره به مخ کيږي، خو داعي بايد له هرې سختۍ او مخالفت سره مقاومت وکړي، داعي بايد ځان له لاسه ورنکړي او نه ځاى پريږدي او پرتيښته ځان بريالى کړي، ځکه چې تيښته خو آسانه کار دى او پدې کار خلک له بدې څخه نه منع کيږي او پدې وسيلې خلکو ته دنيکۍ امر نشي کولى. په پيغمبر صلى الله عليه وسلم مکې کې ډېره سختي راغله. مشرکينو ورته ليونى وويلي. ويې واهه ورسره يې هر ډول دښمني وکوله. خو حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له مکې څخه ونه تښتيده، هغه مقاومت وکړ، هر څه يې پرځان وومنل او په علني ډول په کعبه کې چې ٣٦٠ بتان يې داخل کې و لمونځ پکې اداء کاوه او اسلام ته به يې تبليغ او دعوت کاوه. د سختيو پر مهال به يې همدا ويلي چې (اللهم اغفر لقومى فإنهم لايعلمون) ژباړه: اى الله زما قوم ته بښنه وکړى بيشکه دوى ناپوهه دي شهيد امام عبدالله عزام په خپل کتاب کې د داعي د ملاتړ لپاره په دې څيزونو تأکيد کوي او وايې چې که دغه درې څيزونه داعي ولري پخپل دعوت کې به بريالي وي هغه درې ملاتړې څيزونه دا دي:
١- علم. ٢- نرمې. ٣- صبر.
علم: علم د داعي لپاره تر ټولو مهم څيز دى ځکه چې داعي د الله دين خلکو ته رسوي نو د دې لپاره بادي داعي پر سمې او صحيحې خبرې ځان وپوهوي. دهمدې لپاره وايې چې جاهل عابد د فاسق او فاجر عالم په څير دى چې د دواړو تاوان له گټې څخه ډير دى. او د گومان څخه هم رب تعالٰى منع کړى ده.
٢- نرمې او رفق:
د نرمۍ په اړه هم ډېر احاديث او آيات شته دى لکه څرنگه چې الله تعالٰى جل جلاله فرمايې:د انسانانو زړونه هم نرم دي په نرمه خبره قانع کيږي او نرمه خبره ښه مني اوکه چيرته داعي غليظه خبره وکوي يا داسې کومه زشته خبره وي چې د سامع زړه پرې خفه شي نو داعي پدې وخت کې نشي بريالي کيدى، ځکه چې دى د انسان په زړه کې بد معرفي شو.
همدارنگ د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث مبارک دى وايي: (من يحرم الرفق يحرم الخير)
ژباړه: څوک چې نرمي نلري له خيرنه محروميږي.
٣- صبر هم د داعي لپاره ډېر مهم او ضروري ده ځکه چې داعي په خپل دعوت کې له سختيو سره مخ کيږي، خلک به يې خبره نه مني، ليونى به ورته وايي ټوکې به پرې کوي او داسې نور..... خو داعي بايد ځان له لاسه ورنکړي او دا هر څه تحمل کړي او دخپل صبر په مقابل کې له الله جل جلاله څخه د اجر غوښتونکي وى لقمان حکيم خپل ځوى ته نصيحت کوي او ورته وايي: (اى ځويه! لمانځه ته پورته کيږه، امر بالعمروف او نهى عن المنکر کوه او په هر هغه څه چې درته  مخې ته درځي صبر کوه) د صبر په اړه الله تعالٰى جل جلاله هم په عظيم الشان قرآن کې فرمايي:
دا پورتني څيزونه دي چې د داعي دعوت بريالى کوي او له داعي سره تر ډېره بريده مرسته کوي، داعي بايد مخکې لدې چې امر بالمعروف اونهى عن المنکر وکړي په يوې خبرې او يا يوې مسئلې پوه وي او کله چې امر بالعمروف او نهى عن المنکر کوي، رفق او نرمي بايد ولري او کله چې امر بالمعروف او نهى عن المنکر وکړي بيا بايد صبر ولري اوسختي تحمل کړي.
څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې دعوت کوي او امر بالمعروف کوي او نهى عن المنکر کوي الله جل جلاله ورته خورا ډېر اجرونه ورکوي او د ډېرو امتيازاتو وعدې يې ورسره کړي.
او د طوبٰى په اړه ويل کيږي چې جنت ته طوبٰى ويل کيږي او نور بيا وايي چې طوبٰى په جنت کې يوه ونه ده.
پاى