د افغانستان اقتصاد د بدلون په درشل کې

 لیکوال: شاکر جلالی

پدې ورستیو کې د امریکا یو جیولوژېک ټېم چې د افغانستان د کانونو په اړه یې څېړنه کوله، له اوږدې مودې وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې د افغانستان ځمکني کانونه د زرملیارده ډالرو ارزښت لري.

 

تر دي څېړنې وروسته د افغانستان حکومت د نړیوالو پانګه اچوونکو کمپنیو او شرکتونو څخه غوښټنه وکړه تر څو د کانونو په استخراج کې پوره ونډه واخلیي او د افغانستان پر ملا مات او ویجاړ اقتصاد په پښو ودروي.پدې لړ کې د افغانستان ولس مشر حامد کرزي پخپل وروستي سفر کې، د جاپان د حکومتي چارواکو وغوښتل تر څو پدې برخه کې بشپړه ونډه واخلي. او همدارنګه پدی وروستیو کې د جاپان هېواد د افغانستان له حکومت سره په ملیاردونو ډالره مرسته کړي تر څو په پرمختیایي او د بیا رغوني په چارو کې ولګول شې.

ښاغلي کرزي پدې اړه ډیر ټینګار وکړ او وویل چې پدې اړه د لومړیتوب حق به پر مختللي هېوادونو ته وي چې پدي جمله کې یو هم د جاپان هېواد دی. دمګړۍ د افغانستان د کانونو او صنایعو وزیر، ښاغلی وحیدالله شهراني په لندن کې په یوه اقتصادي غونډه کې د سترو کمپنیو او شرکتونو نه غوښتنه وکړه تر څو پدې اړه ستر ګامونه پورته کړي.

شهراني زیاته کړه، جې د افغانستان ډیري سیمی دي ته برابري دي تر څو هلته د استخراج پروسه پیل او همدارنګه د افغانستان د کانونو د استخراج نوی قانون پدې اړه ډیري اسانتیاوي مینځ ته راوړي دي.

 

همدارنګه حکړمتی چارواکي د پنټاګون د جیولوژېک تیم اټکل رد کړیدی او ویلي دي چې ددي زیرمو ارزښت کابو دری زره ملیارده ډالرو ته رسیږي؛ له بلي خوا څېړنکي وایې چې د افغانستان د زیرمو استخراج څه اسان کر ندی او ستونزمن بریښي، چې په نږدی راتلونکي کې دي افغانان ددي زیرمو ګټه پورته کړي.

 

او دا پروسه پخپل ځاي لسګونو کلونو ته اړتیا لري تر څو ترینه ګټه واخیستل شي. او ددي ترڅنګ بهرني شرکتونه په افغانستان کې د امنیت ویره هم احساسوي او پدي اړه دوي ډاډمن ندي چې وبه کولاي شې په ملینونو ډالره پانګونه وکړي.

 

وحیدالله شهراني پدي هم ټینګار وکړ چې د بامیانو د حاجي ګک کان یو له سترو نړیوالو کانونو څخه دي جې تر دي دمه جا ترینه د پام وړګټه نده پورته کړی، او ددي ترڅنګ د بامیانو ولایت په تیرو وروستیو نهو کلونو کې یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږې چې خلک په امن او ډاډ ژوند تېروي

 

د نامنیو تر څنګ یوه بله ستونزه چې، هغه د اداري فساد ستونزه ده، که چیري له دي کانونو څخه استفاده هم وشي اما فکر نه کیړي چې ددي کانونو عاید به په پرمختیایي چارو کې ولګول شي.

له بلي خوا حکومتي چاروکي وایې چې دوي کولاي شې ددي کانونو څخه په استفادي د اداري فساد مقابله وکړو او دا عاید د حکومت او پارلمان تر نظارت لاندې په پوره شفافیت سره په حکومتي پروژو کې ولګوو.

 

او همدارنګه د افغانستان حکومت پدي اړه هیله من دی چې که چیري بهرنۍ کمپنۍ پدي اړه سمه پانګونه وکړي او ددي عاید په بشپړه ډول د افغانستان حکومت لاسته ورشي لري نده چې په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان حکومت د پردیو له احتیاج څخه ځان خلاص کړي او پخپلو پښو یو اقتصادي سیستم ودروي.

د افغانستان حکومت دي ته ورته تجربه هم لري چې عبارت دی د لوګر د مسو له کان څخه؛ چی ددي کان په راویستلو کې د افغانستان حکومت ډیر څه لاسته راوړي او کارپوهان پدي اند دي چې ددې کانونو په استخراج کې سره نه یوځی دا چې پانګونه له سره ونیسي ددي سره سره به حکومت وکولای شې تر څو پدې پانګونو سره هغه څه بیرته لاسته رواړي چې پخوا د جګړو د کلونو به ترڅ کې له منځه تللي او د افغانستان اقتصاد یو ځل بیا پخپلو پښو ودروي.

لیکوال: شاکر جلالی