حسین له فیل سره

لیکوال: هارون یحی

ژباړن: زاهد جلالي

سرچینه: WWW.HARUNYAHYA.COM

ماشومانوته

د جمعی په ورځ حسین له خپلی مور سره باغ وحش ته په چکر ولاړ. دا لومړی ځل و چی حسین دومره ډیر حیوانات په یوځای کی ولیدل.

 دوی د فیل کوټي ته دننه شول، یو ماشوم فیل ګوری چی ډوډی خوری او په هر ځل کوښښ کی ناکام پاتی کیږی او خوراک یی له خرطوم څخه ولیږی پدی وخت کی یی مور راځي او ورسره مرسته کوی  چی ډوډي پورته کړی او ویی خوری.

د فیل مور چی کله حسین ولید چی ددوی ننداره کوی، هغی وویل: ته زما ماشوم ځوی ته ګوری چی دی لا تراوسه سم خوراک په خپل خرطوم  نشی پورته کولی، ماشوم دی، دی به تر دولسو کلونو زما ترڅنګ وی او په لمړیو شپږو میاشتو کی http://carolgearing.files.wordpress.com/2009/05/elephant-and-child.jpgخو پخپل خرطوم خوړل زده کوی.

حسین ورته وویل زه تل همدا فکر کوم تاسی خپل خرطوم د څشی لپاره استعمالوی. آیا تاسو ددی په واسطه ساه اخلی. د فیل مور ورته وویل: دا زموږ خرطوم دی چی موږ له نورو حیواناتو بیلوی، زموږ پزه د خرطوم په آخری برخه کی ده چی ته یی د سوریو په شکل وینی، او موږ دا ددی لپاره استعمالوو چی خوراک او اوبه ددی په واسطه انتقال کړو، چی څیزونه پری پورته کړو او ددی پواسطه موږ څیزونه بویوو هم، پدی خرطوم کی موږ تقریبا څلور لیتره اوبه ساتلی شو؛ فکر دی وی چی موږ دا خرطوم هسی لاس ته ندی راوړی دا پرموږ د خدای پیرزوینه ده، هغه رب چی د ټولو کایناتو جوړوونکی دی.

حسین پوښتنه وکړه: تاسی څنګه خوراکی مواد پیدا کوی؟

د فیل مور وویل: موږ د ځمکی لپاسه لوی حیوان یو، هر فیل د ورځی 330 کیلو واښه خوری، موږ هره ورځ شپاړس ساعته په خوراک باندی تیروو!.

د حسین ذهن ته یوه بله پوښتنه ورغله: غاښونه مو څنګه دی؟

د فیل مور ځواب ورکړ: لکه څنګه چی ته یی وینی موږ په دواړو ژامو کی دوه اوږده اوږده او تیز غاښونه لرو، چی موږ ددی غاښونو په واسطه د ځان دفاع کوو او همدارنګه د غاښونو په واسطه ځمکه ژوروو ترڅو اوبه لاسته راوړو او داسی نور کارونه پری وکړو. خدای پاک موږ ته یو ځانګړی توانایی او قابلیت راکړی. نوی غاښونه ددی غاښونو له شانه پیلیږی او د وخت په تیریدو سره د زړو غاښونو ځای نیسی، دا دخدای خلقت دی چی موږ یی داسی پیدا کړی یو.

حسین له یوی لحظی چوپتیا او فکر څخه وروسته وویلی: ته به حتما وږی وی؛ ځکه چی له خیټی څخه دی لوړ، لوړ غږونه راوځی.

د فیل مور له یوی وړی موسکا(تبسم) وروسته وویل: موږ دا غږونه د لوږی لپاره نه کوو، بلکی دا ددی لپاره کوو چی له نورو فیلانو سره خبری وکړو، موږ له یوبل سره تر څلور کیلو مترو(۴۰۰۰ مترو) پوری خبری کوو او اورو یی.

 حسین په حیرانتیا وویل: تاسی څنګه غږیږی؟

د فیل مور وویل: خدای جل جلاله زموږ په غوږونو کی یو ځانګړی قابلیت ایښی چی خبری اورو او پری پوهیږو پداسی حال کی چی انسانان پری نه پوهږی. موږ د یوبل په خبرو په ډیری زیاتی فاصلی کی پوهیږو. لکه څنګه چی ته وینی د خدای الوهیب(خدایی) په موږ کی ډیره ښه لیدل کیږی. دا هم مه هیروه چی موږ باید پدی اړه فکر وکړو او له الله څخه مننه وکړو او شکر یی ادا‌ء کړو.

حسین د فیل خبروته سر خوزاوه ویی ویل: زه لتا څخه ډیره مننه کوم چی ماته دی د ځان په اړه معلومات راکړل؛ اوس زه باید ولاړ شم، مور به می راته ولاړه وی.

د فیل مور وویل: حسینه! خدای پامان!

حسین د خپلی مور لورته روان و لځانه سره یی فکر کاوه او ویی ویل: په یو فیل کی د خدای څومره ډیره معجزی ښکاری؟!!.

                                                      پای