د نورمحمد سعيد لخوا خپرې شوې لیکنې


له جیسلمره تر خان اباده

ليكوال: نورمحمد سعيد د روانې مياشتې په يوولسمه نيټه د كندز ولايت په خان اباد كې يوه سړي له خپلې ښځې سر پرې كړ. وروسته بيا ځايي پوليسو وويل، چې له ښځې څخه سر نه و پرې كړل شوى، بلكې په وهلو ډبولو مړه شوې وه. يو شمېر نورو بيا ويل، چې داسې هم نه وه، بلكې ښځه د پړي په وسيله زندۍ شوې وه، خو په هر صورت وويل شول، چې دغه ښځه خپلې خواښي او مېړه په ګډه وژلې ده. د پوليسو په وينا دوى توانيدلي دي،

10.02.2012 – نورمحمد سعيد

د مطبعې كيسه

      چينايان هغه څوك وو چې لومړى ځل يي د تورو د چاپ كولو لپاره لرګينې دړې جوړي كړې. دوى دغه كار د ټانګ كورنۍ د واكمني په دور كې ( ۶۰۰ .A.D)  پيل كړ. په دغه ډول چاپ شوې ترټولو پخوانۍ كتيبه  يو بدهايي  مذهبي كتيبه ده چې په(  ۶۸۴) كې ليكل شوې او اوس هم دغه كتيبه د جاپان د مركز توكيو د خطي نسخو په يوه ميوزيم كې خوندي ده.

27.12.2011 – نورمحمد سعيد

يوازې يوه پوښتنه

  يوۀ هلك غوښتل په درسي كورس  كې داخل شي. د ليكني په ازموينه كې د خپلې ځېركتيا له امله بريالى شو او د انټرويو لپاره وبلل شو. انټريو كونكي وليدل چې هلك خورا هوښيار دى، ورته بې حوصلې شو، غوښتل يې هلك په خبرو كې مات كړي. پوښتنه يې ورڅخه وكړه” په خپله خوښه &nb

26.12.2011 – نورمحمد سعيد

د یوې مشاعرې سترګو لیدلی حال

ليكوال: نورمحمد سعيد د دې ځاى  د مشاعروبرعكس د سعودي عربستان د جدې ښارپه دې مشاعره كې له شاعرانو پرته هم ډېرو خلكو ګډون كړى و. د مزدورۍ لپاره دې ښار ته راغلي لسګونه پښتانه كلنۍ مشاعرې ته راغلي وو. يو څو تنو شاعرانو خپل شعرونه وويل چې  وياند اعلان وكړ: د مشاعرې په دې برخه كې مشهور شاعر بټن ګل خانه خراب صيب 

30.11.2011 – نورمحمد سعيد

تږى كارغه

ېوه تږي کارغه داوبو منګی وليد، نو ډېر خوشحاله شو، خو څه ګوري چې منګی تش دي. يوازې د منګي بېخ کي لږ او به پرتې دي. اوس نو پوښتنه دا پېدا شوه چې د منګي له بېخ نه اوبه څنګه  بايد راپورته کړاي شي چې د كارغه مښوكه ور ورسيږي . کارغه خو هم د حکيم لقمان حکايات مشهور حكايت  لوستى و  او نږدي د منګي خوا ته ډېرې كوچنۍ  ډبرې هم پرتې وي. دى هم په منډه ورغى او  په مښوکه کي يي  تېږې راوړي او منګي ته يي ورواچولي . له سهاره  ماښام شو  كارغه تږی خو ډېر و ستړی هم ش

28.11.2011 – نورمحمد سعيد

د لرغونو دودونو د خوندې ساتلو هڅې

  روانه مياشت به په اندونيزيا كې د ملګرو ملتو د ادارې يونيسكو كارپوهان په يوه غونډه كې سره راټول شي. د دې غونډې مقصد د نړۍ  د ۸۴ بيلا بيلو كلتوري دودونو د غير مادي ابداتو په توګه د خوندي كولو پرېكړه كول دي. د منګوليا خطاطي، په ارمنيا كې د كرنې لرغونى ډول او په فرانسه كې د اسونو د سپرلۍ  په څېر دود &nb

26.11.2011 – نورمحمد سعيد

دځوانو ليكوالو دپام وړ

دځوانو ليكوالو دپام وړ ژباړه:  نورمحمد سعيد       ليکوالې  يوازي  يو هنر نه دى، بلکې دا يو مهارت، تکړه توب او د ښه ا

24.11.2011 – نورمحمد سعيد

زه او ته

زه او ته زه او ته لکه د غـرونو اوبه په نابلـدو لارو په ګړنګونو لاړو زه او ته لکه ویشـتلې مـرغۍ چې په زخمي وزرو تاب د پرواز نه لري زه او ته لکه په سره شګـه کې له اوبو ایسـتي کبان له مرګه ژوند غواړو زه او ته

24.11.2011 – نورمحمد سعيد

غزل

غزل په لمبو کې  ر ا ا يسا ر ه لکه شمعه د ر سته شپه يمه بيد ا ر ه لکه شمعه په ز ګېر وي   با ند ې  مي شو نډ ي لو لپه شو ې

20.11.2011 – نورمحمد سعيد

خپلې خبرې څنګه د اوريدو وړ كړو

نورمحمد سعيد   ځينې دوستان داسې فكر كوي، چې ساده شعر هغه وي، چې  سمدستي پرې د هرچا سر خلاص شي. د دې نظر مخالفين بيا وايي، چې د عادي ذوق په څښتنانو اثر كونكى شعر ساده نه وي، بلكې عاميانه وي. دوى داسې دليل وايي، چې له يوه عاميانه شعر نه د ځانګړي ذوق څښتنان خوند نه شي اخستلاى.

10.11.2011 – نورمحمد سعيد

د اظهار خاص طريقه

يوه فيلسوف وليدل، چې يو ساده سړى خپل خر ډېر بې دريغه ډبوي ورته يې كړه: مه كوه، بچيه مه كوه!  زه درنه هيله كوم چې دا بې چاره حيوان مه وهه، ګوره هغه چې  وهل ډبول كوي، يوه ورځ پخپله هم ځوريږي او د نورو له خوا له همداسې عكس العمل سره مخ كيږي. په داسې حال كې، چې په ستومانۍ يې لا هم خر ډباوه، ساده سړي ور غبرګه

09.11.2011 – نورمحمد سعيد

دوې لنډي كيسې

        ليكوال: نورمحمد سعيد اووه ويشت كلنه هندۍ ښځه سانيوګيتا ماير لږ موده وړاندې  بريتانيا ته كډواله شوې ده. دغه  ښځه د اكتوبر مياشتي په اوولسم

06.11.2011 – نورمحمد سعيد

لنډی مړشو

لنډی مړشو ( ولسي کیسه ) لیکوال : سید فخرالدین هاشمي په تېروزمانوکې یوې غریبې کورنۍ د خپل هېواد د یوه وزیردماڼۍ خواته خپله جونګړه جوړه کړې وه. د دې غریبې کورنۍ مېرمن د وزیرصیب له مېرمنې  سره ډېرښې اړېکې لرلې ، که څه هم د دوی په ژوند کې ډېرتوپیرونه موجود و، خوبیا هم په غم ښادې کې به یې

29.10.2011 – نورمحمد سعيد

په كابل كې د كتاب ښار جوړ شو

په لومړي ځل د خصوصي سكتور له خوا په افغانستان كې د كتاب ښار بنسټ په كابل ښار كې اېښودل شوى. د دغه نوښت يو بنسټګر ليكوال، كارپوه او د مالي وزارت سلاكار استاد نجيب منلى وايي، د كتاب ښار، كتابپلورنځى دى كتابونه پلوري، خپرنيزه موسسه ده كتابونه چاپوي، انټرنېټ كلب لري، د كتا

23.10.2011 – نورمحمد سعيد

ساده ګل د خسر په كور كې

ژباړه: نورمحمد سعيد   ويل كيږي، چې پخوا وختونو كې په يوه كلي كې يو كم عقل  سړى اوسيدۀ، چې ساده ګل نوميدۀ. يوه ورځ د ساده ګل مېرمنې غوښتل، چې خپله خور مېيمستيا ته وبولي،  له ساده ګله  يې وغوښتل، چې د دې د پلار كورته لاړ شي  او د دې &

20.10.2011 – نورمحمد سعيد

ياد

ياد چې شپه ورغوى خلاص كړي ورباندې كيږدي ډيوه ګۍ د سپوږمۍ هر لور يې ويړه شي سپېڅلې رڼا

17.10.2011 – نورمحمد سعيد

كوچۍ ته

كوچۍ ته بږنده راغله بږنده لاړه ګل په لمنه اوږۍ په غاړه<

16.10.2011 – نورمحمد سعيد

يادښتونه ليكل، د ليكوالۍ لومړى ګام

يادښتونه  ليكل، د ليكوالۍ  لومړى ګام نورمحمد سعيد تاريخونه وايي، چې هغه به په كتابونو كې ليكلې هره خبره د تجربې په تله تلله. په طب كې هم له تقليد سره مخالف و.  لومړى ځل يې دې ته پام شو، چې كه د انسان د بدن داخلي غړي  په غور سره ونه كتل شي، نو دا به ګرانه وي، چې د ناروغيو سم تشخيص او تدواي &nb

12.10.2011 – نورمحمد سعيد

د تلې په اتلسمه دې خوا ته هم توجه پكار ده

یو ځل دې

10.10.2011 – نورمحمد سعيد

فالګر

فالګر ژباړه: نورمحمد سعيد     هري پرساد د بازار تر ټولو مشهور سړى بلل كيدۀ. دى د سيمې وتلي فال كتونكى و. خلكو به ويل، چې دى د خلكو د لاسونو كرښې ګوري او بيا تر بل هر يوه فال كتونكي زياتې كره وړاندوينې كوي. ايله دومره به يې كول، چې ديو چا دورغوي نريو كرښو ته به يې لږ ځنډ په غور وكتل او له هغه وروسته به يي خپل مراجعه كونكى حيران كړ. د هغه ژوند ټوله كيسه به يې ورته مخې ته كېښوده. .  اكثر مراجعه كونكي به حيران دريان كورو

06.10.2011 – نورمحمد سعيد

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more