د نورمحمد سعيد لخوا خپرې شوې لیکنې


ستا تصويرونه دي د ډېرو په ليمو كې پاتې

                غزل     ډيوه

05.10.2011 – نورمحمد سعيد

سانګې

د دې خلکو په هجوم کې آ سپیـن ږیري ته لـږ ځیر شه آ چې خـړ څادریې تاودی آ چې زېړ زبېښلی ناست دی آ چې آس له نظرتېرکړي هـرې سانګې ته په ځیرشي بې اختیاره یې خوله ښورې څه ساړه اسوېلي کاږې نن دسانګو په میدان کې دوه ډولونه دي  درزېـږي آ سپین ږېري ته لـږ ځیرشه په شېـبو کې محوه کېږي هغه تېـر وخت ورپه یاد شي چې په سور آس

05.10.2011 – نورمحمد سعيد

د نثر ليكلو هنر|، څو خبرې

زموږ ډېر ليكوال دوستان د لوستونكيو د نه شتون شكايت كوي. سړى نه پوهيږي، چې دا خبره به څومره رښتيا وي. وجه يې داده، چې دم ګړۍ زموږ په وطن كې داسې كومه وسيله نشته، چې د كتاب لوستونكيو كره شمېره په لاس راكړي، خو يوه خبره، چې په بشپړ باور سره كيداى شي داده، چې كتابونه ښه ډېر چاپيږي. د هر يوه ليك

03.10.2011 – نورمحمد سعيد

زما برخه

زما برخه دتالا چمن په غېږ کې یوه تالا ترغه جونګړه په لرګو او خټو جوړه د ړي وړي خړه پړه

29.09.2011 – نورمحمد سعيد

د بنګله ديش د ملي شاعر د ژوند يوه پاڼه

قاضی نذر الاسلام 1898-1976 ليكوال: نورمحمد سعيد

28.09.2011 – نورمحمد سعيد

خبره

خبره د يوه نړيوال شاهكار يوه برخه ژباړه : نورمحمد سعيد ما وويل، “ ګرانې ! همدا اوس يې  وخت دى چې له مور سره دې وغږيږم. “ هغې په ژړا وويل نه!

27.09.2011 – نورمحمد سعيد

ماتهائې مړه شوه

    ماتهائې مړه شوه  د چاپيريال ساتنې له ډېرو فعالو نړيوالو كاركونكو څخه يوه پروفېسور وانگاری ماتھائي، چې د كينيا اوسيدونكې وه تېره شپه  مړه شوه . رويټرز خبري اژانس د كينيا هېواد د رسنيو له قوله ويلي، چې ماتهايې د سرطان د ورپېښې ناروغۍ له امله د نيروبي په روغتون كې ساه وركړه. ماتهايې ته د چاپيريال ساتنې په برخه

26.09.2011 – نورمحمد سعيد

وخته راسره شه- راسره شه، چې ناوخته دى

غزل ستورو نه ګيله كوم ډېوه راته ولاړه ده

24.09.2011 – نورمحمد سعيد

ژړا هنر نه بلل كېږي

ژړا هنر نه بلل كېږي ليكوال: نورمحمد سعيد   د يوه ملګري دفتر ته ورغلم،  په ميز يې د نورو شيانو تر څنګ يوه شعري ټولګه هم پرته وه. په كتاب  پرتو دوړو په چيغو ويل چې دا كتاب له مودو راهيسې چا نه دى ور پورته كړى، راپورته مې كړ. د كتاب د لو

22.09.2011 – نورمحمد سعيد

فرهنګپالو ته يو وړانديز

فرهنګپالو ته يو وړانديز ليكوال: نورمحمد سعيد د هندوستان د شمال لويديځ راجستان ايالت مركزي ښار جېپور نومېږي. د دې ښار نفوس په رسمي توګه 3.9 مليونه ښودل شوى دى. دا ښار يو وخت د سيمې د شاهي كورنۍ او درباريانو استوګنځاى و، خو اوس د هند د سارايي ايالت مركز دى. دا ښار ۱۷۲۷ میلادي كال کې ودان شوى، خو ويل كيږي چې جېپور په ټول هند كې اوس هم د ښاري پلان درلودلو له پلوه ت

20.09.2011 – نورمحمد سعيد

په ادب كې د رومانويت تحريك

په ادب كې د رومانويت تحريك / نورمحمد سعيد كه څه هم د ځينو په وينا د رومانتيسيزم( رومانويت) د پيل مهال د اتلسمي عيسوي پېړۍ وروستۍ نيمايي ده، خو په اروپا كې هم د دې تحريك د پيل په هكله په بشپړ باور سره څه ويل ډېر ګران كار دى. په دې هكله البته ډېر پ

15.09.2011 – نورمحمد سعيد

د ويبلاګ د څښتن كارنامه

        د دې لپاره، چې خپل ملګري تر تاثير لاندې راولي، په جاپان كې د هوايي چلند د كنټرول ادارې يوه كاركونكي د اوباما د هوايي سفر ټول جزيات په خپل ويبلاګ كې خپاره كړل.  

12.09.2011 – نورمحمد سعيد

ليك

              ليكوال: نورمحمد سعيد   د ښار او صنعتي سيمي تر منځ يي دغه پل ټك  ته ورته دى.  له پله  وروسته د لويدېځ  لورته د بې شمېره  كارخانو يوه لړۍ ده، چې د بحر تر څنډو ويړه پرته ده. پل په يوه خوړ باندې جوړ شوى دى، چې د ټول ښار مرداري اوبه پكې بحر ته ځي.

11.09.2011 – نورمحمد سعيد

د خوارانو استازي

  د هندوستان د ګڼ نفوسه ايالت  اترپردېش اعلى وزيره ماياوتي ((1956 د هندوانو د ټيټ توكم( دلت) د مليونونو خلكو استازې بلل كيږي. د دغه توكم خلك عموماً د نورو هندوستانيانو په پرتله  ډېر خوار خلك دي. د ماياوتي په اړه د هندوستان ډېر خلك داسې فكر كوي، چې له خپل ولس سره ډېره خواخوږي لري.

06.09.2011 – نورمحمد سعيد

پردېس اختر

غلی ګورم دپردېس سکڼي ماښام ته داخترزرين هيلال پکي ځليژي ورسره مي دلېموپه سره شفق کي رڼې اوښکي لکه ستوري دي پړکيژي بيادکلي داخترشپه راپه زړه شوه له نکريزوبه کاسه ډکه مورکۍ وه دغه کيڼ به يې راسورکوترمړونده راته جوړه په ښي لاس به يې چترۍ وه دهمزولي نازک لاس نازکي پښې به

03.09.2011 – نورمحمد سعيد

اختر د ټولو بختور شه

29.08.2011 – نورمحمد سعيد

اختر د ټولو بختور شه

29.08.2011 – نورمحمد سعيد

د اوولسو پښتو كتابونو ليكوال تركستان

     ليکوال:    روښان يوسفزى ژباړه: نورمحمد سعيد     لس كلن هلك، چې پال كتو

28.08.2011 – نورمحمد سعيد

انا هزارې اعتصاب ختم كړ

      هندي سياستوال انا هزارې د ډيلي په رام ليلا ميدان كې د نه خوړو ديارلس ورځنى اعتصاب پاى ته ورساوه. د ماشومانو له لاسه يي شات وخوړل او د ناريل اوبه يي وڅښلې. د اعتصاب له پاى

28.08.2011 – نورمحمد سعيد

كوڅه ډب انګريزان

د برتانيې حكومت اعلان كړى، چې د هغې پېښې په اړه تحقيقات كوي، چې ويل كيږي د دې هېواد  د كورنيو چارو پخواني وزير د خپل كور رنګولو لپاره له دوو تنو زندانيانو نه د مزدورانو په توګه كار اخېستى.    په برتانيه كې د زندانونو د چارو مسئولين وايي د يوه پلان له مخې له ځينې زندانيانو څخه په ټولنيزو چارو كې د خدمت كولو كار اخ

25.08.2011 – نورمحمد سعيد

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more