ژباړه: نورمحمد سعيد

 

ويل كيږي، چې پخوا وختونو كې په يوه كلي كې يو كم عقل  سړى اوسيدۀ، چې ساده ګل نوميدۀ. يوه ورځ د ساده ګل مېرمنې غوښتل، چې خپله خور مېيمستيا ته وبولي،  له ساده ګله  يې وغوښتل، چې د دې د پلار كورته لاړ شي  او د دې  خور  له ځان سره راولي.

 

 د خسر كره د  تګ په وخت د ساده ګل  د تره زوى د ده كره ورغى  او د ساده ګل څنګ ته ايښې غوټې ته په كتو  پوه شو، چې ساده ګل  په سفر روان دى. پوښتنه يې ورڅخه  وكړه، چې چيرى او دڅه لپاره ځي؟

 

 ساده ګل ځواب وركړ، چې د خپل خسر كره د دې لپاره ځي، چې خوښينه د ميلمستيا لپاره خپل كور ته راولي. د تره زوى يي ورته وويل: زه پوهيږم، چې  ته  ډېر  ساده سړى يې، ځكه نو ته بايد د خپل خسر په كور او كلي كې خپل چلند ته ښه متوجه واوسې، پام كوه  داسې كومه خبره دې له خولې ونه  وځي، چې ځان او نورو خلكو ته ستونزې جوړي كړې.

 

ساده ګل ځينې وپوښتل:  ښه نو زه بايد څه ووايم، چې څوك رانه خفه نشې. ؟

د تره زوى يې ورته وويل: چې كه په لار كې له چا سره مخ شې، نو بايد په لوړ غږ پرې سلام واچوې  او كله، چې د خسر كورته ورسيږي، نو بې ځايه  خبرې مه كوه، د هرې خبرې ځواب يوازې  په (هو)  اويا (نه) وركوه.

 

ساده ګل ورسره ومنله، چې همداسې به كوي او په خپل  سفر رهي شو. په لومړي پړاو كې يي د مرغانو يو ښكاري وليد، چې خپل جال يي غوړولى دى  او نژدې ده، چې بې شمېره مرغان يي په جال كې ونښلي.

ساده ګل په زوټه  پرې غږ كړه  : ښكاري كاكا سلام عليكم!!

 

ښكاري د ساده ګل د غږ په اوريدو سره ژر مخ ورواړاوه او له دې سره جال ته نږدې شوي ټول مرغان والوتل. ښكاري ساده ګل ته يوه كلكه څپېړه په مخ وركړه او ورته وې ويل:  خوارشې نژدې وه، چې بې شمېره مرغان مې په جال كې  نښتي  واى، چې ستا لوړ غږ وكټول، اوس به څوك بېرته هغه مرغان زما جال ته راولي؟

 

ساده ګل په ژړه غوني غږ ځواب وركړ:  ماته ويل شوي و، چې د چا په ليدو بايد همداسې وكړم، خو داسې ښكاري، چې دا سم كار نه دى، ښه خو اوس  ته يې رازده كړه، چې د چا په ليدو بايد څه ووايم؟

 

شكاري ورته وويل: ته بايد ووايي، چې : راشئ او ونيول شئ!

-                                                                                                                ښه ده، زه به بل ځل همداسې وايم، ساده ګل وويل  او ترې روان شو. لږ وړاندې به تللى وي، چې ګوري يو څو تنه غله له غلا كولو وروسته په لاره روان دي

-                                                                                                                 

ساده ګل د غلو په ليدو ژر وويل: راشئ- راشئ  او ونيول شئ.

 

غلو د دې خبري په اوريدو هغه  ونيو او ښه يي ودرباوه.

 

له غلو نه يوه ورته وويل: ګوره بې عقله!  دا ځل دې پرېږدو، خو بيا  پام كوه، چې داسې چټيات ونه وايې.

ساده ګل ورته وويل: قسم خورم، چې زما مقصد تاسې ته څه بد رد ويل نه و، خو كيداى شي زه نه يم پوهيدلى، مهربانې وكړئ او ما ته رازده كړئ، چې زه بايد د چا په ليدو  څه ووايم؟

 

غلو ورته وويل: ته بايد ووايې، چې راوړئ يې او ښخوئ يې!

 

ساده ګل دغه خبره ياد كړه او مخ په وړاندې روان شو. ګوري، چې په يوه هديره كې خلك د مړي په ښخولو بوخت دى، دى يې خواته ورغى او ورته وې ويل: ملګرو! راوړئ يي او دلته يي ښخوئ.

د مړي خپلوانو د ساده ګل د داسې بې زړه سوي خبرې په اوريدو هغه ښه وتراټه او غوښتل يې، چې ويي ډبوي، چې په دې كې ساده ګل په زوټه چيغه كړه،، صبر وكړئ! زما مقصد كومه ناسمه خبره كول نه و، خو تاسې داسې يو څه راوښاياست، چې زه يي هر هغه چا ته ووايم، چې په لاره كې ورسره مخ كيږم. كه دا جمله سمه نه وي، نو تاسي سمه هغه راوښاياست.

د مړي خپلوانو ورته وويل: له هر چا سره، چې مخ شي ورته وايه، چې خداى پاك(ج) بيا داسې مه كړه. ساده ګل د مړي له خپلوانو مننه وكړه او ترې روان شو. د بل كلي څنګ ته ګوري، چې د واده راوړولپاره   ورا روانه ده، خلك ډولونه او اتڼوڼه وهي.

ساده ګل هم وراباڼو ته نژدې ورغى او ورته وې ويل: خداى(ج) مكړه، چې به بيا به داسې كيږي!

وراباڼو ساده ګل بيچاره راونيو او په سوكونو او څپېړو يي دومره وډباوه، چې دا ځل يي پوښتنه كول هم ځينې هېر كړل.

له دې وروسته بالاخره ساده ګل د خپل خسر كره ورسيد. د خسر كورنۍ يي تود هركلى وكړ او له چايو او ميوې خوړلو وروسته يي خواښې، ځينې وپوښتل: ساده ګله زويه څنګه ته خو ښه يې كه نه؟

ساده ګل ته د خپل تره د زوى خبره ورپه زړه شوه، ورته وې ويل: هو!

خواښې يې بيا ځينې وپوښتل: زما لور خو به ښه وي؟

ساده ګل دا ځل زر ځواب وركړ: نه!

د دې خبرې په اوريدو يي  سپين سرې خواښې وار خطا شوه او وې پوښتل: ولي،  هغه ناروغه ده؟

ساده ګل  فكر وكړ، چې تېر ځل يي د(( نه)) ځواب وركړى و، نودا ځل يې ورته وويل: هو!

 

خواښې يې په وارخطايۍ ځينې وپوښتل، چې د پخوا په پرتله يي لږ ښه شوې نه ده؟

دا چې د ده له حسابه  دا ځل وار د ((نه)) و، نو ده هم زر وويل: نه!

سپين سرې په ترهيدلي غږ ورته وويل: ايا هغه مړه شوې ده؟

- هو! ساده ګل سمدستې ځواب وركړ.

خواښي يي د دې خبرې په اوريدو په چيغو پيل وكړ او وروسته بې هوښه شوه.

خلكو له هرې خوا را منډه كړه او د ساده ګل د خواښي په مخ يي اوبه واچولې. كله،  چې بوډۍ بېرته راپه هوښ شوه، خلكو ورڅخه  وپوښتل، چې څه شوي و؟

سپين سرې خپل زوم ساده ګل ته ګوته ونيوه او وې ويل، چې ده ورته د خپلې لور د مړينې خبر راوړى او په ژړا يي پيل وكړ. د ساده ګل خسر  ځكه دا خبره نه منله، چې يوه ورځ مخكې يې د ساده ګل كشر ورور ليدلى و او هغه ورته د ساده ګل د ميرمني په هكله ويلي و چې ښه روغه رمټه ده، ځكه نو دا ځل ده له خپل زوم ساده ګل نه پوښتنه وكړه: رښتيا لوركۍ مې مړه شوې ده؟

او د خپل حساب له مخې دا ځل ساده ګل هم په سړه سينه ځواب وركړ: نه !!