د مينا سید لخوا خپرې شوې لیکنې


لټ خر

په یوه کلي کې یو سوداګر اوسېدلو. هغه د سوداګرۍ لپاره شیان مارکیټ ته راوړل. هغه یو خر درلود. هغه هر څيز په خره بارول؛ بیا به یې د سوداګرۍ لپاره  مارکیټ ته وړل. سوداګر د خپل خره ښه خیال ساتلو. هغه په دې پوهېدلو چې د ده خر د ده لپاره څومره اهمیت لري. خپله به يې پاک او روغ ساتلو او ډېره ښه ډوډۍ یې ورکوله. خر ځوان او قوي و. کولی یې شوی چې ډېرې کڅوړې په خپل شا تر مارکیټ یوسي؛ خو لږ لټ و. هغه نه غوښتل چې کار وکړي. ده غوښتل چې وخوري، وڅکي او ویده شي.  هو زه بیا مارکیټ ته ځم. زما بادار په دغو

18.02.2021 مينا سید

وږی میلیونر

په پخوا زمانه کې په یو لري کلي کې یو پیسه دار سوداګر د ریچارډ په نامه اوسېدلو. هغه یو کروندګر و. هغه غنم او سبزي خرڅوله. د ده کار دومره ښه و چې میلیونر شو. ټولو فکر کالو چې هغه ډېر آرام او ښه ژوند تېروي. مګر ریچارډ ډېر بد بخت، خو څنګه؟ پلاره! زما بوټان شلېدلي دي؛ زه نویو بوټانو ته اړتیا لرم. موږ دا بوټان دوه کال وړاندې واخیستل. ته غواړې چې زه مسکین شم؟ پلاره زما پښې غټې شوې دي؛ وګوره دې بوټانو زما پښې څومره ژوبلې کړې دي. نوي بوټان د چا پښې وهي. د دې مطلب دا دی چې تا دغه بوټان

14.02.2021 مينا سید

صادق لرګی ماتونکی

په یوه زمانه کې یو ځوان په یوه واړه کلي کې ژوند کاوو. هغه الن نومیدو. هغه ډېر صادق سړی و. هېڅکله یې هغه څېزونه نه اخیستل چې په ده پورې یې تړاو نه درلود. خو د غلو سره په یوه کور کې اوسېدلو. هغوی به د ورځې له خوا د کلي له خلکو غلا کوله او په غلا شویو توکو به یې د شپې له خوا به يې میلمستیاوې کولې الن ته دې کار هېڅ خوند نه ورکولو. زما دا نه خوښېږي! ستا نه خوښېږي؟ نو ماته يې راکړه! زه به دا ټول وخورم. ځه! ته حق نلرې چې ویې خورې! زه له ټولو ډنګر یم! ماته یې راکړه! څه شوي دي الن؟ ستا

08.02.2021 مينا سید

نیکه او لمسی

په یوه زمانه کې په یوه واړه کلي کې یو پلار د جک په نامه ژوند کاوو. جک په کلي کې د ټوکي په نوم پېژندل کیدو. ځکه چې هر کله او په هر حالت کې خوشاله و. چېرته روان يې خوشاله جکه!؟ کب نیولو ته روان يې؟  نه، هو لومړی به د کبانو سره ولامبم ورسته به یې له ځانه سره راوباسم.  هاهاها جک ته ډېر عالي سړی يې ښه ورځ ولرې.  تاسې ته هم ښه ورځ غواړم.  خوشاله جکه! چېرته روان يې؟  زه کور ته روان یم. کوچني هينسل ته هم سلام ووایه.  خامخا به ورته وایم.  په جک ب

07.02.2021 مينا سید

سره بوټان

په کلي کې یوه کوچنۍ نجلۍ اوسېدله. د هغې نوم کارن وو. دا د خپلې مور سره په یوه کوچني کور کې اوسېدل. کارن یوه غریبه نجلۍ وه. هغې بوټان نه درلودل چې په پښو یې کړي. هغې تل لرګین بوټان اغوستل چې مور يې ورته جوړ کړي وو. د لرګي بوټان ډېر سخت وو؛ او د هغې پښې يې ژوبلولې. د کارن مور ډېره مریضه شوه. کارن تل د خپلې مور خدمت کولو. یوه ورځ کارن چې کله کورته تلله، په لاره کې یې یو بکس وموندلو. په بکس کې سره بوټان وو. دغه بوټان د کارن ډېر خوښ شول؛ نو ځکه يې پرېکړه  وکړه چې بوټان له ځانه سره کور ته یوسي. خو

05.02.2021 مينا سید

بخیل ګاونډی

د ریچارډ او ماریا په نامه یوه زړه جوړه وه چې ماشومان یې نه درلودل، خو یو ښکلی سپی یې درلود چې رومیو نومېدو. رومیو چېرته یې؟ راځه خواړه تیار دي. دغه زړه جوړه په رومیو ډېر ګران وو؛ او هېڅکله له دوی لرې نه تللو. همدا یې د خوشالۍ دنیا وه. یوه ورځ د تل په څېر ریچارډ په خپل بڼ کې له رومیو سره په کار بوخت و. داسې یوه څه ته یې پام شو چې پخوا یې نه وو لیدلی. رومیو ځمکه کيندله؛ کله چې ده غږ پرې وکړ؛ منډه یې ورواخیستله او بېرته همدې ځای ته راوګرځیدلو.  ریچارډ حیران شو چې سپې ولې ځمکه کين

07.11.2020 مينا سید

دوه مسافرین

یو خیاط او موچي د ښه ژوند کولو لپاره له کلي نه ښار ته سفر وکړ. دې دوو نفرو له یو بله ډېر فرق درلود. یوه به شپېلک وهلو. بل به ورته ویل، کیدای شي غږ دې چوپ کړې. زما ماغزه دې خراب کړل. خو هغه به ورته ویل آرام شه ملګریه. خوشالي او سندرې به زموږ سفر لنډ کړي. سندرې زموږ سفر نه لنډوي خو نور یې هم سختوي! ته ستومانه یې، واخله لږ اوبه وچکه. اوبه به دې حالت ښه کړي.  دا اوبه خو سړې نه دي. دا خو ډیرې خرابې اوبه وې. وروسته له یو دوو ورځو دوی یوه واړه کلي ته ورسېدل او ویې غوښتل چې خپل بخت و آزمايي.

07.06.2020 مينا سید

داسې یوه ژمنه چې په ځای نشوه

په پخوا وختونو کې کله چې جاپان نوی جوړ شوی و. هلته په کلي کې یو زلمي ژوند کاوه. هغه وړکی حساشي نومیدو. هغه یو  ډېر مهربان ځوان و. خو ژوند ورسره یاري نکوله او ډېر غریب و. هغه باید ډېر زحمت ایستلی وی چې وکولی شي د خپل ورځینی ژوند پر مخ بوځي. په ګرمو ورځو کې به يې کار کاوه. خو کله به چې ژمی نژدې شو د کار موقع به بیخي لږه شوله. کله کله به وږی هم پاتې شو. یوه ورځ په ډېره سړه هوا کې د باندی ووتلو. یو څه په ځمکه ولیدل. له ځانه سره یې وویل دا څه دي. کله چې نږدې ورغلو، ګوري چې یوه مرغۍ  پرته ده. له ځا

22.03.2020 مينا سید

پړانګ راغی (دروغجن شپون)

دا د یوه کوچني هلک کیسه ده چې کرشنا نومېدو. هغه د خپل پلار سره په کلي کې ژوند کاوه. کرشنا او د هغه پلار دواړه شپانه وو. د ژوند لګښتونه یې د غواګانو له ګټې ترلاسه کول. کرشنا ډېر دروغجن وو. هره ورځ به يې یو دروغ ویل. ښه نو زه نن څه وکړم؟ ولې زه هېڅوک نه وینمه؟ زه به نن په چا باندې ټوکه وکړم؟ زه نه غواړم چې زما ورځ په بېځايه تیر شی. هو نن زه ډېر په تنګ یم. یو څه فکر به وکړم.  ګوري چې پلار یې راغلو. کرشنا حیران شو. پلار یې ورته وویل څه شوي دي کرشنا؟ ته ولې ولاړ یې؟ هېڅ هم نه پلاره یوازې فکر مې کا

12.03.2020 مينا سید

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more