د ریچارډ او ماریا په نامه یوه زړه جوړه وه چې ماشومان یې نه درلودل، خو یو ښکلی سپی یې درلود چې رومیو نومېدو. رومیو چېرته یې؟ راځه خواړه تیار دي. دغه زړه جوړه په رومیو ډېر ګران وو؛ او هېڅکله له دوی لرې نه تللو. همدا یې د خوشالۍ دنیا وه.

یوه ورځ د تل په څېر ریچارډ په خپل بڼ کې له رومیو سره په کار بوخت و. داسې یوه څه ته یې پام شو چې پخوا یې نه وو لیدلی. رومیو ځمکه کيندله؛ کله چې ده غږ پرې وکړ؛ منډه یې ورواخیستله او بېرته همدې ځای ته راوګرځیدلو. 

ریچارډ حیران شو چې سپې ولې ځمکه کيندي. نو ځکه یې هماغه ځای وکیندلو. رومیو ټوپ ووهلو او وې‌غپل. په دومره لوړ غږ یې وغپل چې ماریا هم واورېدل او هغه هم ورته راغله. ریچارډ د هغه ځای کېندلو ته دوام ورکړ، چې ګوري د بېل څوکه یې په کومه لګېږي. 

هو خدایه! داسې ښکارې چې څه مې وموندل. ګوري چې بکس دی. ورګوز شو او بکس یې پرانیست. بکس له سرو زرو ډک وو. هو خدایه! دا زه خوب وینم. ماریا ورته وویل، ستا په اړه خو نه پوهېږم خو زه بکس له سرو زرو ډک وینم. زموږ کوچني زوی موږ ته خزانه ومیندله. موږ شتمن شوو. رومیو له ډېرې خوشالۍ غپل او ټوپونه یې وهل. 

بکس ډېر دروند و، ریچارډ د ماریا په مرسته هغه راپورته کړ تر څو دننه یې یوسي. ډېرې ورځې تېرې شولې، رومیو غوړه ډوډۍ (ټکله) ځوړله او د شهزادګان په څېر بالښت ورکړل شوی و. ورځ په خوشالۍ او ښې تېرېدلې. تر هغې چې یوه ورځ روسود د ریچارډ بخیل ګاونډی له دې خزانې خبر شولو. 

هغه پلان جوړ کړ چې رومیو په څه چل ونیسي او له دوی یې بوځي. هغه وویل کله چې دا زاړه ویده شول زه به رومیو ته کلچه واچوم او په دې توګه به یې ونیسم. همداسې یې وکړل یوه ورځ چې ریچارډ او د هغې میرمن ویده وه. روسود په کراره کراره د دوی کور ته دننه شو، رومیو چې ولیدل ور پرانیستل شو، ورمنډه یې کړه، چې ګوري یوه کلچه هلته پراته ده چې ښه بوی ترې خېژي. کلچه یې واخیستله او په خوند یې وخوړله. رومیو په دې نه وو خپر چې په دې کلچه کې د خوب دوا ده. څنګه یې چې کلچه وخوړله، بې هوښه شو او په ځمکه پرېوتو. 

روسود په خندا وویل، اوس نو دا سپی زما شو. رومیو یې په غېږ کې له ځمکې راپورته کړ او د شپې په تیاره کې یې ورک کړو. 

سهار چې کله ماریا او ریچارډ ویښ شول؛ ګوري چې رومیو په کور کې نشته دی. د هغه په لټه کې شول او هره خوا یې غږونه کول رومیو ته چېرته یې؟ ته زموږ د خوښې دالۍ یې؟ ته چېرته یې؟ خو رومیو ورک و. دوی خپل بڼ ته ولاړ تر څو هلته وګوري، خو هلته هم نه وو. ګاونډي یې روسود غږ پرې وکړ: څه شوي دي ګاونډیه! ولې دومره خپه ښکارې؟ 

زموږ سپی نن ورک شوی دی. تا چېرته لیدلی دی؟ 

ما نه دی لیدلی، خو ستاسې سپی هر کله د شپون سره لوبې کوي، کیدای شي نن هم له هغه سره چېرته بوخت وي. 

ماریا وویل: دا نو بیا ډېر لرې به چېرته نه وي تللی، ریچارډه راځه چې پسې وګرځو پیدا به یې کړو. 

دوی چې کله ولاړل روسود له موقع ګټه واخیستله او رومیو یې خپل بڼ ته راوستلو. ورته یې وویل کوچنی شیطانه ټوله شپه دې به کراره پرېنښودم. اوس لږ ګټه راورسوه او زما په بڼ کې هم سره زر راته پیدا کړه. هغه رومیو په ځمکه خوشې کړ خو له پړۍ یې کل نیولی و، تر څو د تېښتې فکر ونکړي. 

رومیو بیچاره د ځمکې په بویولو پیل وکړ او ډېر ژر په یوه ځای ودرېدلو او وې‌غپل. ډېر ښه رومیو! هیله مند یم چې زما خزانه د ریچارډ له خزانې ډېره وي. له همدې خبرې سره یې په هغه ځای کې د ځمکې په کېندلو پیل وکړ. ګوري چې یو بکس یې وموند او هغه هم له سرو زرو ډک و. رومیو ته یې وویل ته خو ځانګړی سپی یې اوس دې پرېږدم چې ولاړ شې. 

روسود د سپي له غاړې پړۍ خلاص کړ او د پنجرې هاوخوا یې خوشی کړ. ورته یې وویل ورځه اوس به دې مور او پلار بېرته راستانه شي. 

رومیو په منډه کور ته د ننه ولاړ او روسود په خندا خندا د سرو زرو بکس خپل کور ته دننه کړ. کله چې ماریا او ریچارډ کورته ستړي او ستومانه راغلل رومیو په منډه منډه مخې ته ورغی. 

هو ته خو دلته یې! ته چېرته ورک شوی وې؟ موږ ستا لپاره اندېښمن و او ډېر ځایونه مو درپسې وکتل. ماریا او ریچارډ له رومیو په خوښۍ روغبړ وکړ او کورته ورسره ولاړل. 

له لږ ځنډ وروسته، روسود د حریصۍ په انګیزه بیا د دې زړې جوړې کورته ورغلو او ورته وویل: 

زه ډېر خوښ یم چې تاسې خپل سپی وموندلو. داسې ښکاري چې سپی مو رېږدي. زه به یې د باندې وباسم او شاوخوا به قدم پرې ووهم. هغوی ورته وویل دا خو ډېره ښه خبره ده. رومیو ته غواړې قدم وهلو ته بهر ولاړل شې.
رومیو مخکې راغۍ او په حیرانۍ یې به خبرو پیل وکړ. زه نه غواړم له دې سړي سره چېرته ولاړ شم. دی ډېر بد سړی دی. روسود حیران شو. یو قدم په شا شو او ریچارډ ته یې وکتل. 

ریچارډ وروکتل او ورته یې وویل روسود څه شوي دي؟ ولې ووېرېدلې؟ 

ستاسې سپی خبرې کولی شي؟ 

ریچارډ او ماریا یو بل ته په تعجب وکتل ځکه چې د دوی سپی دوی ته یوازې غپل او خبرې یې نه اورېدلې. مخکې هم دوی یوازې د رومیو غپل اورېدل خبرې یې نه وې اورېدلې. دا ته څه وایې؟ 

دغه کوچني شیطان دا اوس خبرې وکړلې؟ 

که ستا مطلب له خبرو نه غپل وي، هو زموږ سپی لکه نور سپیان غپېږي. رومیو بیا وغپل.

روسود وویل زه قسم خورم چې ستاسې سپي خبرې وکړې. خو هغوی ورته وویل روسود دا څه په ګډو وډو سره یې خپل کور ته ولاړ شه ستا روغتیا ښه نه ده. لږ دمه وکړه، کله چې ښه آرامه شولې بیا راشه رومیو قدم وهلو ته درسره بوځه. 

روسود خپل سر وښورولو او حیران کور خواته روان شو. سبا سهار هغه بیا د دې زړې جوړې کورته راغی. سلام ریچارډ او ماریا! زه د خپلې پرونۍ رویې له کبله بخښنه غواړم. هغه ووړکی رومیو چېرته دی؟ ماته اجازه راکړئ چې هغه قدم وهلو ته بوځم. 

سمه ده، موږ خوښ یو چې ستا حالت اوس ښه شوی دی. رومیو دلته راشه. رومیو په منډه راغۍ او د ریچارډ تر څنګ ودرېدو. ښه! بیا هم هماغه ظالم سړی دی؟ 

د دې خبرې په اورېدو سره د روسود خوله خلاصه پاتې شوه څه؟ ماریا ورته وویل څه شوي دي؟ 

ستاسې سپي دغه اوس بیا خبرې وکړې.

ریچارډ او ماریا یو بل ته وکتل او روسود ته یې وویل چې زموږ په خیال ته باید ډاکټر ته ولاړ شې چې درملنه دې وکړي. څنګه شوني ده چې یو حیوان خبرې وکړي. 

روسود وویل خو هغه خبرې وکړې. تاسې لاس یو کړی دی. دا یو جادويي سپی دی. زه پوهېږم ستاسې دې خوشبختۍ دلیل همدا دی او په دې هم پوهېږم چې دی خبرې هم کولای شي. دغه جادويي سپی تاسې له کومه کړی دی؟ زه غواړم پوه شم.

ماریا ورته وویل هغه یو وړوکی سپی دی او کومه جادو نه لري. دا سمه چې هغه د خزانې په پیدا کولو کې زموږ سره مرسته کړې ده، خو هغه زموږ خوشبختي وه. دا کار پخوا هېڅکله نه وو شوی. ټول کلی پرې خبر دی. 

روسود: هو! ستاسې غلطي په همدې کې ده. 

ریچارډ: ستا مطلب څه دی؟ 

روسود: زه به یې دروښیم. اوس یوازې یم. د ملي مشر راولم او د هغه په مخ کې مو د کلي ټولو خلک ته رسوا کوم. هغوی ته ښکاروم چې تاسې جادوګران یاست او په کلي کې جادو کوئ. په دې توګه به دا سپی زما شي. په تمه مې اوسئ زه بېرته راځم.

روسود چې ولاړ؛ ریچارډ او ماریا یو بل ته په ډېر حیرانتیا کتل او وویل چې د دوی ګاونډي خپل عصاب له لاسه ورکړي دي. ګوري چې روسود د کلي د مشر سره د ریچارډ کور ته راغلل. 

روسود له بهره چیغې وهلې؛ بهر راوځئ جادوګرانو او هغه شیطان سپی هم له ځانه سره راوباسئ. زه غواړم تاسې د کلي د مشر په مخ کې رسوا کړم. روسود دومره په لوړ غږ چیغې وهلې چې د کلي خلک هم را ټول شول او ریچارډ او ماریا هم له کوره راووتل.

روسود: دوی جادوګران دي او زموږ په کلي کې جادو کوي. تاسې باید دوی له کلي وباسئ. 

ریچارډ: زما په اند روسود خپل عقل له لاسه ورکړی دی. دی باید ډاکټر ته ولاړ شي. 

روسود: ډېرې خبرې مه کوه. زه اوس تا رسوا کوم.

د کلي مشر ورته وویل. روسود ته باید د دې تور لپاره یو ښه ثبوت ولرې. زه ډېر کلونه کېږي چې ماریا او ریچارډ پيژنم. دوی ډېر درانه او ښه خلک دي. 

روسود: هغوی د ښه‌توب تمثیل کوي. زه یو ثبوت لرم. رومیو ته یې وکتل او ورته یې وویل: ته همدا اوس خبرې وکړه. 

رومیو ورته وویل: څه غواړې؟ څه درته ووایم؟

روسود په خندا وویل نور څه درته ثبوت کړم. همدا بسنه نه کوي؟

د کلي مشر یې ګنګس کړ او د کلي خلکو هم یو او بل ته په حیرانتیا وکتل. دا ته څه په ګډو وډو سر یې روسود؟

روسود: زه د سپي هکله خبرې کوم. دا سپی چې خبرې کوي. همدا اوس مو واورېدل چې سپي خبرې وکړې؟ 

څه؟ څه؟ هغه خو یوازې وغپل. دا څنګه امکان لري چې یو حیوان دې خبرې وکړي. په ډېر قهر یې د کلي خلکو ته وکتل. ولې تاسې د هغې خبرې و نه‌اورېدلې؟ 

موږ د هغه غپېدل واورېدل نور څه نه! داسې ښکاري چې ریچارډ ریښتیا وايي، تا عقل له لاسه ورکړی دی. 

روسود: زه ډاډ یم چې همدې سپي همدا اوس خبرې وکړې. او د همدې سپي په مرسته دوی خزانه میندلې ده. دا یو جادويي سپی دی.

له دې خبرې خو موږ ټول خبر یو. خو هغه یو تصادف و.

روسود اړ شو چې خپله اقرار وکړي.هغه وویل چې سپی یې څنګه ونیولو او څنګه یې هغه اړ باسلو تر څو د سرو زرو بکس ورته پیدا کړي. 

ریچارډ: څه؟ څه؟ زما سپی تا پټ کړی و؟ دا هېڅ د منلو نه ده. زه به تا له کلي وباسم. 

روسود: د کلي مشره! زما موخه دا نه ده وه چې سپی پټ کړم. مطلب مې دا دی چې هغه دا دی یو بل بکس د سرو زرو ماته پیدا کړ. کیدای شي هغه نورې د سرو زرو خزانې هم پیدا کړي. 

څه چې وايي هغه ثابته کړه. موږ ته هغه د سرو زرو بکس راښکاره کړه چې رومیو تاته پیدا کړی دی. 

روسود: سمه ده زه به یې همدا اوس راوړم. 

له سرو زرو ډک بکس یې راوړ. بکس یې خلاص کړ ګوري چې د سرو زرو په ځای بکس له شګو ډک دی. دا امکان نه لري، دا ټول سره زر وو. 

بس دی! تا زموږ ټولو وخت ضایع کړ او د ماریا او ریچارډ سپکاوی دې هم وکړ. له دې سره سره تر ټولو بد دا چې تا د دوی سپی پټ کړی و. نو ځکه ته له دې کلي اېستل کېږي او هېڅکله باید دې کلي ته بېرته رانشې. 

روسود په ژړا شو خو د کلي مشر نه غوښتل چې د هغه نورې خبرې واوري. ورته یې وویل بکس دې ټول کړه او کلي ولاړ شه. ګڼې د کلي ساتونکي به دې به زوره له کلي وباسي. 

روسود سرکوزی ولاړ. د کلي خلکو ریچارډ او ماریا ته وکتل او د ناوړه چلند له امله یې ترې بخښنه وغوښتله. ډاډ یې ورکړ چې روسود به نور هېڅکله کلي بېرته نه راځي. 

ریچارډ رومیو ته وویل ستا شتون موږ ټول خوندي وساتلو. د کلي مشر هم سپي ته مخ کړ؛ څنګه کولای شي تاته څوک جادوګر ووايي؟ 

روسود کلي پرېښود او رومیو د ماریا او ریچارډ سره په خوشالۍ ژوند ته دوام ورکړ. دوی ډاډ شول چې نور څوک زیان نشي وررسولی. ماریا او ریچارډ لا په دې نه وو خبر چې د دوی سپی ځانګړی دی. 

د مینا سید ژباړه