سر تر پايه هر افغان په وينو رينګ دی
که ماشومه، که تور سرې، هر يو ځوان په وينو رنګ دی

په هر کلي کې بهېږي رود دوينو
هر يو باغ، دنګ چنارونه، هر باغوان په وينو رنګ دی

نور د مست مازديګر شور او شرپ خاموش دی
هر ګودر، هره يوه پېغله هر پېزوان په وينو رنګ دی

اوس د کلي حجرې بندې فاتحو کړې
هر رباب، هره ټپه او هر داستان په وينو رنګ دی

نه مو جمع، نه سبق او نه جومات په امن ښکاري
هر آذان، هره سپاره او هر قرآن په وينو رنګ دی

څه د ژبې، د مذهب او د جامو جګړې يې وکړې!؟
هر ټکری، هره لونګۍ او هر ګرېوان په وينو رنګ دی

(نور) به ولې د غليم په خوږو فريب خوري
دا نړۍ، دغه زمان هر مسلمان په وينو رنګ دی