د zarpana zarpana لخوا خپرې شوې لیکنې
لنډه کيسه :: ليکوال ولوېده
نجيب عا مر ليکوال ولوېده په ده باندې يې کتاب دځان نه هم ګران و- په کتاب کې يې دځوانۍ دمستې ليونۍ مينې شېبې هم انځورکړې وې ، دمستانې يادونه هم په کتاب کې وو اودهغې شپې ذکر هم شوى و، چې دى په بلۍ باندې پټ اوښتى و، اودمستانې دکټ خوا ته ورغلى و- مستانه وېرېدلې وه، په چېغه يې ابا اوادې راوېښ شوي وو اوترڅويې وروڼه رسېدل ، ده له بلۍ نه ځان دکلا شاه ته اچولى و- دخپلې خوږې پښې دپرهر يادونه يې هم په کتاب کې کړې وه ، او په خپل بريا هم
لنډه کيسه : پاس په بلۍ
ليکو اله : و ږ مه سبا عامر مماڼې دمازيگر له بانگ سره سم منگى په اوږه کړ، دپلو څنډه يې ترغاښ لاندې ټينگه ونيوله ، مو
مستانه هلک
مستانه هلک زه ددنګو غرو ها مستانه هلکستا دجبين خال پسې روان شومهډېرو کلي والو نجونو وويللاړمه ښارى شومه او وران شومهتاته چې نزدې شوم انګېرله مېخاوره نه يم هسک شومه اسمان شومهزړه مې د چر چڼې نه هم ووړ ،و،خومينې سره خداىګو پالوان شومه بې له سندرماره به زه څه کېدم زه چې د شپېلۍ سره لوى شوى ومزړه مې دشيشې غوندې و سپين ځکهزه سپينې ګلۍ سره لوى شوى ومغره کې به مو ځغاسته په يو ځاى کړلهزه وړې کبلۍ سره لوى شوى وم منډه کې به ولې لوم
نجيب عامره !
نغمه ګره ، عندليب نجيب عامره نه شاعرشوې نه ادیب نجيب عامره عجيبه ده درناوی دې بيا هم کيږي نه مينار يې نه صليب نجيب عامره مړه په خپله مخه لاړل په دې جنګ کېخوټپيان غواړي طبيب نجيب عامره واکداران د زمکې تښتي درنه لرېآسمانونو ته قریب نجيب عامره دشمنۍ کې نه،دوستۍ کې په تاوان يېپه دې پوی نه شي رقيب نجيب عامره دیارانو د جفا نه مزه آخلېستا کارونه دي عجيب نجيب عامره کړاوونه ، زحمتونه ، ډېرې منډېدادې برخه
.زرپاڼه
پاڼه وږمه سبا عامر پاڼې د ګلاب غوندې ښايسته يې ته بس د خدای کتاب غوندې ښايسته يې ته ورځ کې ته خوږه لکه د ژمي لمرشپه کې دمهتاب غوندې ښايسته يې تهڅنګه به تا ځان نه لرې وساتمداسې چې ثواب غوندې ښايسته يې تهودې نه خور م دومره راته ګرانه يېوږې يم کباب غوندې ښايسته يې تهشپې چې په سبا باندې بدلې کړيهغه انقلاب غوندې ښايسته يې ته