د zarpana zarpana لخوا خپرې شوې لیکنې


بنګړيواله ناول دلته ولولئ

قدرمنو دوستانو!

16.09.2006 zarpana

زرپاڼې ته راغلي برېښنا ليکونه

که څه هم مونږه نه يو توانيدلي چې داسې د ياد وړ څه دې په دې پاڼه کې دوستانو ته وړاندې کړو خو بياهم د قدرمنودوستانو پيرزونه ده چې دخپلو برېښنا ليکونو د لارې مونږ ته خپل نېک احساسات رارسوي اودمرستې ډاډ راکوي .داځل ښاغلي ستانکزي صيب ،ښاغلي عبدالحليم شفق اوښاغلي احمدشا پاچا برېښناليکونه راليږلي چې کور ودانى ورته وايو او له خپله خدايه ورته ځولۍ ځولۍ دعا غواړو .                      &nbs

16.09.2006 zarpana

سپين دچانه زيات نه دى اوتور د چا نه کم نه دى

سپين دچانه زيات نه دى اوتور د چا نه کم نه دىڅوک چې دا توپير پالي هغه بني آدم نه دىوايي ستم ګر جانان چې ژوند په ژړا نه ارزيزړه کې يې چينه نشته په سترګو کې يې نم نه دىيو ورته زارۍ نه کړي او بل ورته انکار نه کړيهغه خو مين نه دى دغه خو صنم نه دىسل دې راته وايې ته!او يودې زما نه اورېهر څه دې داستا منم دا انصاف خو سم نه دىووتو مندر نه اوروان دى د حرم په لورګوره لېونى عامر په يو ځاى کې هم تم نه دى

17.09.2006 zarpana

غزل نجيب عامر

لکه يتيم چې مور يې مړه وي او هم پلار نه لريرحم په هغو هم په کار دى چې څوک يار نه لريسر به ږدې پښو کې د بادار نو مخ په بره به ځېلار يې هم دا ده له دې پرته بله لار نه لريداچې اړيکې مو خړپړې دي زما ګنا دهآسمان زما دعا ته هېڅ کله انکار نه لريهغه کوچۍ چې زما مينه کې (ده شينه)شولهلکه د ناوې ده ښايسته ولې سينګار نه لرييو مې  زړګى دى صبرېدل ورته ناشونې ښکارييو مې جانان دى په خوله هېڅ کله اقرار نه لري

09.09.2006 zarpana

دوږمې سبا تازه غزل

بيرته ستا د چم نه څنګه وګرځم زه د خپل حرم نه څنګه وګرځم تا ويل پېښور نه کډه ونغاړه لاړمه تورخم نه څنګه وګرځم څنګه زمانې! له مينې تېره شم زخم يم ملهم نه څنګه وګرځم پرېږده چې مې سر د خاورو څلى شي نه کېږي همدم نه څنګه وګرځم تا نه پس (سبا ) ته غاړې ووځمه شپې ستا د تورتم نه څنګه وګرځم  

09.09.2006 zarpana

زرپاڼې ته راغلي برېښنا ليکونه

د زرپاڼې په نوم ځينو قدر منو دوستانو برېښنا ليکونه راليږلي،چې مونږ ته يې مبارکي ويلې او د ښو هيلو څرګندونه يې کړې ده ،مونږ د هر يوه نه په وار وار مننه کوواو هيله من يو چې زمونږ او ددوى اړيکي به همېشنۍ وي .ګران شفيق کاکړ دامريکا له متحده ايالاتو،قدرمن ظهير صيب له کابله،پېژندل شوي ژورنالست يوسف هيواددوست او تکړه خبريالې خور فيضيه هوسا له ډنمارکه ،نصرالله احمد زي له ناڅرګند ځايه ،نزدې ملګري ګل آغا احمدي وردګ له کابله،مير عرب شا له ناڅرګند ځايه ،اوحبيب الله زيار خوګياڼي د جلال اباد له انګور باغ ن

09.09.2006 zarpana

سوى درمند

ددغو ليکنو لړۍ (روزنه) مجلې خپره کړې چې بيا وروسته ځينو معتبرو ورځپاڼو اوويب پاڼو هم دنوموړې مجلې نه به نقل دغه راپورونه خپاره کړي .که څه هم په دغه لړۍ کې ډېرتراخه او دنه زغملو حقايق مخې ته راځي خوهغه داردو ژبې د ستر افسانه ليکونکي (سعادت حسن منټو)خبره چې که ټولنه لوڅه وي نودى ورته جامې نه شي جوړولى ځکه چې دى ليکوال دى ،درزي نه دى .نو دا هم ددې لړۍ لومړى راپور چې نندارې چمتو کړى .                 &nbsp

09.09.2006 zarpana

داګل په لاس درته ولاړيم

درنو دوستانو! ښې چارې .......هيله لرم چې نېک مرغه شېبې به ستاسې مېلمنې وي .دا هم يوه لاره ده چې سړى پرې تاسې غوندې ادب پالو دوستانون سره مخامخ کېدى شي .دزرپاڼې په پاڼو کې به زه او ننداره (دوږمې سبا کورنى نوم ) خپلې تازه ليکنې تاسې ته وړاندې کوو .او ستاسې د رغنده مشورو ، نيوکو او تبصرو لار به څارو .هيله لرو چې بدرګه به مو کړئ .ددې پاڼې نوم مو ځکه (زرپاڼه) غوره کړى چې زرپاڼه زمونږدګډ ژوند لومړنۍ مېوه ده .مونږ به هڅه کوو چې په دې پاڼه کې جالبه او په زړه پورې شيان تاسې ته وړاندې کړو .ددې

04.09.2006 zarpana

انګليسي نظم I couldn,t Sleepاول وار په www.poetry.com کې خپور شوى

It was my desireTo be in your leapIn a beautiful dreamI had a desire thatBe with you in the landOf beautiful starsIn a glaxy worldI wished i could see a dreamWhere I would be with youIn the tent of deep river wavesTo fulfil my thirstTo fall like morning dewOn the garden of your beautiful youthBut sorry to say thatI couldn,t sleep all the night Wagma Saba Aamir Copyright ©2006 Wag

04.09.2006 zarpana

انګليسي نظم Like A Guitar اول وار په www.poetry.comکې خپور شوى

Beuty is a wealth i acceptGod made you gracefulHe gifted you the beutyyour face is like moonbut o! lovely girl Don,t be so proudyou are like a guitarTell me what can you doWhen you are all aloneYou are only playedwhen I come closer to youAnd touch your threadsSo,don,t be proud so muchOf your graceful beauty,You are incomplete without meI am a need of your life   Najib Aa

04.09.2006 zarpana

انګليسي نظم Thoughtsپه www.poetry.com کې خپور شوى

  Thoughts Like snow falls on mountainsLike the rain of frost on flowearsLike the ruttish waves of the seaThe same they touch the shoreIn midnight when I see the moonHer thoughts to the ruin of my heartEnter like the thief of night stealthilyAnd then I Cannot sleep till the morning Najib Aamir Copyright ©2006

04.09.2006 zarpana

لنډه کيسه :: رنګين کتاب

ليکوال  :  نجيب عامر گلاب لا هماغسې په تودې تبې کې خوټېده - دهغه نن درېيمه ورځ وه چې نه يې په اوبو څکه کړې وه اونه يې هم دتبۍ دتودې ډوډۍ خوند لېدلى و-  صبرو تروريې سرته ناسته وه او مچان يې دهغه له مخ نه شړل - هغې دپيالو پطنوس په لاس نيولى اوگلاب ته يې پکه  پرې وهله - دماپشين جمعه شوې وه، صبرو ترور خداى خبر په کوم سوچ کې تللې وه چې دخېمې څنډې ته دجمعه خان اکا ټوخي هغې ته ټکان ورکړ، زر يې خپل ټکرى په سر سم کړ ،  له ځايه پاڅېده ،دکېږدۍ څنډه يې بېرته کړه اوجمعه خ

04.09.2006 zarpana

لنډه کيسه :: دقيامت نه پس

دڅونامي په تاثر کې ليکل شوى داستان :  ليکواله :: وږمه سباعامر  بودي دکورمخې ته دهغه بېلر دپاسه ناست وچې دسمندر څپو له ځان سره خداى خبر له کومه ځايه راوړى و اوداهم بودي ته مالومه نه وه چې دابېلر دڅه لپاره استعماليده اودڅه شي بيلر و ، تېر ماښام يې لږ خواړه خوړلي وواو اوس ښه وږى و دسباناري لپاره څه په کورکې نه وو. انا يې دکنډر کورمخې ته په زينه باندې تکيه وهلې وه - دکورلويه دروازه دسمندر څپوسره په خپل مخ تللې وه ، سمندري باد به دکور دهلېز ته په اسانۍ سره ننوت اوددهلېز مخامخ دربچې

04.09.2006 zarpana

ستا په لاس کې

  مرغلرې دي مرجان دي ستا په لاس کې واړه ستوري داسمان دي ستا په لاس کې داچې خلک د رحمت امېد له تاکړي داخوڅاڅکي د باران دي ستا په لاس کې جواهر څومره ارزښت لري دنياکې جواهر څومره ارزان دي ستا په لاس کې دل ازاره طبيعت دى خداى درکړى زړونه څومره پرېشان دي ستا په لاس کې پيروکار د اهرېمن درڅخه تښتي قدرتونه د يزدان دي ستا په لاس کې مريدان به ډېر واړه درته ښکاره شي ځکه واړه ستر پيران دي ستا په لاس کې

04.09.2006 zarpana

پري ذاتې !

له دنيا نه مې زړه تور دى پري ذاتې ښه ده ستا غېږ کې مې کور دى پري ذاتې چې ستا زلفې سايبان دي پر ما باندې په مالت کې داسې شور دى پري ذاتې زما مخ به د لمر مخو تکل نه کړي دا اوربل چې دې را خور دى پري ذاتې لکه ستا په سپين جبين واړه خالونه هر دښمن مې داسې تور دى پري ذاتې بيا دې څنګه سپموې جام د سرو شونډو چې راپورې داسې اور دى پري ذاتې غنيمت دى چې يو بل ته مو غېږ ورکړه دنيا پرېږده سړي خور دى پري ذاتې&

04.09.2006 zarpana

يوسيورى -يوه رڼا

نجيب عامر   بابا زما هم داسې خوښه نه وه زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم داعذابي هنر اسمان راکړى زه د لفظونو نه انسان جوړوم   زه په تېشه او په سندان جوړوم لکه اذر واړه خدايان جوړوم ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم  هو! ماته ياد شي چې دې ويلې راته هلکه بس که شاعري مه کوه دادهرچا له وسه نه ده پوره هسې بې ځايه دا خواري مه کوه  &nb

04.09.2006 zarpana

غزل

نجيب عامر او کنه چې شونډې يې پلمو سره بلدې دي ځکه زمونږ هيلې ورکېدو سره بلدې دي غل نه يم رهزن نه يم خو څه وکړم شاعر يمه سترګې مې شوګير د تورو شپو سره بلدې دي تاته که مې بده ورځ هم وژاړم فايده څه ده ؟ ستا خو اننګي د خندېدو سره بلدې دي سره راځي که تور راځي خو بيرته خامخا به ځي دا حجرې ز مونږ د مېلمنو سره بلدې دي و خت که خپل ازمېښت کوي عامر او په فرهاد باندې  داد غرو ډبرې رغړېدو سره بلدې دي  2005

04.09.2006 zarpana

غزل

نجيب عامر سندري جامو کې راغله په سندرو يې مين کړم ښاپېرۍ د باغ ارم وه په وزرو يې مين کړم ملا ستا په شانې نه وه چې ښکنځل په ايتو کړي يوه مسته ګل غو ټۍ وه په خبرو يې مين کړم زه پخپله غرنى يم خو دا چارې د کو چۍ دي په غو زانو ،په مماڼو ،په ګور ګورو يې مين کړم لېونى به را ته ويلې چا له ناز نه لېونى شوم د ميالي صيب د زيارت په منجورو يې مين کړم بلا ډېر مزل په وړاندې بلا ډېر خنډونه مخکې لکه سين د کونړ سين يم په ډغر

04.09.2006 zarpana

دسبا غزل

غزل  اشنا بس تش درشل ته دې سلام کوم او ځم  ته ګوره درته څومره احترام کوم او ځم  په زړه کې مې راځي چې دوى به هم وي مينه کړې  په لاره کې مېږو ته هم ډېر پام کوم او ځم  اوس وايه ستا په سترګو کې ځائيږم او که نه ؟  دا ستا د بڼو شپول لاندې آرام کوم او ځم پو هيږم درد مې ډېر دى او قرار مې دلته نشته  ساقي يوازې هيله د يو جام کوم او ځم صنمه دومره ډېر دې يادوم چې ځان مې هېر شي هندوې غوندې لاره کې رام رام کوم او ځم&

04.09.2006 zarpana

غزل

وږمه سبا عامر  راځه لکه هوسۍ ښه په ادا قدم راواخله رامنډه کړه د زړه په دې بيديا قدم راواخله دنيا دخپل قدم خاورې زمونږ سترګوته ولي ورواړوه ته خاورې په دنيا قدم راواخله ما ځاى درله درکړى د سينې د تخت دپاسه شرمېږه مه په شان لکه پاچا قدم راواخله چاپېره رقيبان دي پښې دې شل نه کړې زړګيه سکروټو کې هم لوري ته زما قدم راواخله زه ستوري درنه نه غواړم ته لاس د مينې راکړه اشنا اشنا حالاتو کې ناشنا قدم راواخله ج

04.09.2006 zarpana

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more