د احمد بختيارساحل لخوا خپرې شوې لیکنې
نوى غزل _ احمد بختيار ساحل
ښار دى کورونو ته دېوال ښه دىپه خپلو زړونو باندې خيال ښه دىزمونږ چنار کې مرغو ځالې کړيستاسو چنار کې ياره ټال ښه دىهسې په زړه کې د غم زېلې کېږياوس ، خو په مينه کې زوال ښه دىپرې خپه کېږه مه پښېمانه به شېد ښار په مينه کې جنجال ښه دىساحله چاته د زړه غم مه وايههرچاته وايه زما حال ښه دى
غزل _ احمد بختيار ساحل
هرڅوک له ماسره ياري په خپله خوښه کويزما د زړه ذمه واري په خپله خوښه کويهغه چې څنګه غداري په خپله خوښه کويهغه بيا دغه شان زاري په خپله خوښه کويخير دى له ماسره دې دغه شان سودا نه کويڅوک چې د زړونو جواري په خپله خوښه کويما تل مدام ورته منت کړى زاري کړې دهماشوم زړګى دى مزدوري په خپله خوښه کويدا خلک ولې د ولس يوه خبره نه اوري ؟دا خلک ولې باداري په خپله خوښه کويچې د هر سوي رژيدلي زړه تسل پرې کېږيساحل تر
غزل _ احمد بختيار ساحل
چې په سپينه ورځ اوبه درباندې شينديته به څه وکړې چې زړه درباندې شينديدې ناځوانه پښتنو ته حق حيران يممينه وړي پښتانه درباندې شينديسپينه شپه سپينې خبرې سپينه واوړيچې درغاړې شي وېښته درباندې شينديد مور اوښکې ملغلرو نه سېوا شيچې له کوره ى په واته درباندې شينديمينه نه کوي ساحله ياره سم شهد ښار ښکلي دي ماغزه درباندې شيندي
ټپيزې _ احمد بختيار ساحل
يخې سيلۍ ته شه خوله واخلهراجګ بلۍ ته شه خوله واخلهزما شړۍ ته شه خوله واخلهسپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله ؛د کلا سيوري ته مې مه بيا يه ډارنه+++++++++هسې نه پاتې شې له مانهلاس دې اوباسه له ګرېوانهګوره چې نه شې بې ايمانهله تورو څنګ مه کړه جانانهځوانان په سرو تورو ورځي جونه ګټينه++++++++تا خو ويل چې زما زړه يېزما کوژده زما واده يېقسم کوم د بل چا نه يېجانانه ويښ يې که ويده يېستا تر کوټې مې لاس تړلې تېروي
غزل _ احمد بختيار ساحل
بيا کوم ظالم په منځ د ښار ولاړبيا دى د خلکو کاروبار ولاړمشره ! دربار دې رانه ولې تړېزه ، خو لا يم په انتظار ولاړد سوال لمنې مو چا ټولې نه کړېلا هم هر در ته يو بې شمار ولاړښار دې لمبه که ښار دې وسوځاوهپرېږده دا غرونه په کرار ولاړسترګو دې دومره مينه راکړه چې اوسپاتې يم ستا د زړه په لار ولاړساحله ته د چا لپاره ژاړېيار شو ترڅنګه د اغيار ولاړ
غزل _ احمد بختيار
ياره په زرو نه بدليږي دا ستا ګل خبرهخير دى زما لپاره وکه په کاکل خبرهته راشه واړه کاينات دې هر کلي ته ولاړما له حواسو سره کړې د غزل خبرهچې نوم دې ياد شي خلک ټول درپسې څټ اړويلکه چې راشي خبرو کې د کابل خبرهياره چې ته زما په نېت باندې باور ولرېزمونږ ترمنځه نه ځاييږي د مغل خبرهساحله دلته مې د مينې انداز نه خوښيږيدلته پيليږي په غوصه او په کنځل خبره
نوى غزل \ احمد بختيار ساحل
اى بې وفا نښې واپس راکهبيرته زما نښې واپس راکهد راز خبرې زړه کې ډوبې ساتهتنها ، تنها نښې واپس راکهنور درته جار او قربان نه وايمهبلا ، بلا نښې واپس راکهما په دوعا دوعا درکړي درتهته په ښېرا نښې واپس راکهنه مکرجنې سترګې مه لمدوهښه په خندا نښې واپس راکهچې غرونه وښويږي نه ټوليږيپرېږده سلا نښې واپس راکهساحل وړو زړونو کې نه اوسيږينه کېږي را نښې واپس راکه
نوى غزل \ احمد بختيار ساحل
اوس چې دې يار کړمه جينۍ اوس به زاري کومهزه مې تر مرګه د خپل زړه ذمه واري کومهزه د جنسيت لپاره خپله شمله نه بايلمهزه دې د پاکې عقيدې تابعداري کومهزه درنه غواړمه چې غرونه غرونه مينه راکړېله دې نه وروسته ستا لپاره شاعري کومهښکلو د ژوند په معنا پوى کړم ښکلو ښکلى کړمهچې ښکلى وګورمه خامخا زاري کومهاوس خو دې لاره رانه بيله کړله بل ته لاړېکه پخه دې ونيسې خبره اخري کومهساحله زه يې د غلام په حيث منلى ښه يمزه داسې نه غواړم چې زه يې بادا
غزل \ احمد بختيار ساحل
چې شپه پخه نه وي پخې خبرې نه کوي څوکپه لنډه لاره کې اوږدې خبرې نه کوي څوکمونږ وايو هسې نه زموږ له لاسه ونه وځېد چا پر وړاندې خو دوه درې خبرې نه کوي څوکپه اورېدو يې چې د غرونو کاڼي وښويږيدومره بې آبه بې پردې خبرې نه کوي څوکپښتونه ! ته د نوي دور فکر کله کوېپه دغې دور کې زړې خبې نه کوي څوکساحله ته لاهم د زړه مينه ښودلى نه شېچې ښکلي وګوري زړې خبرې نه کوي څوک
فضل ولي ناګار
د ګران (( ساحل )) د شعر (( يوسف ))او زموږ د مصر بازارفضل ولي ناګارنن سبا ، خو داسې وخت دى ، چې هر څه د ژورنالېزم په لښته وهل شوي ، نو شعر غريب به ترې څنګه بچ وي . موږ په پېښو او تقليد ژوند روان کړيدى او دا ځکه هېڅ ډول نوښت او ابداع نه لرو . د انجينرۍ او کرنې له پوهنځيو موهم په نامشروع ډول ژورنالېستان وزېږېدل ، خو دا به زموږ بخت وي ، چې پچه اچوو ، او لال کېږي ، د ښکېلاک دې نور هم لاس خلاص وي ، او شکرونه دي ، چې حلالونې وختل .سکون او ساحل چې څومره تلازم او تناسب لري . زه
غزل \ احمد بختيار ساحل
خلک مړه دي زه د مړو سر ته ناست يمخدايه پاکه چې دا زه به چرته ناست يمپه کابل مې يرغلګرو ګونډې کېښوېزه لا پوى نه يمه خړ خيبر ته ناست يمزه ، خو زړه خورمه چې ښکلو پسې نه ځمچې اوس ولې ستا ښايسته بشر ته ناست يميا مې خپل که يا مې زړه راباندې مات کهستا په لاس يم ياره ستا نظر ته ناست يمنور سحر دى پابندي په جونو نه ويپاڅه اوس دې هم بند کړي ور ته ناست يمخوله دې نه اخلمه سترګو ته دې ګورمخير دى راشه که نه يار بهر ته ناست يمخلکو ، خلکو
[جلال امرخېل
د ساحل پر شاعرۍبل ځاى کې دمه د سړي نه کيږيخپل خواږه ملګري عبدالله شاه ژوندون ته مې دا سندره وليکلهد سيند په غاړه راځه جانانهخړو اوبو ويوړم ماښام دىورته مې وويل چې ژوندونه ګله په دې کليواله سندره کې دې تصوير ته وګوره ، زما خو يې سترګې راډکې کړې ، څومره شهکار او معصوم تصوير په کې دى، هغه له لږ ځنډ وروسته ځواب راکړ.(جلاله پوهيږې په ډيرى کليوالو سندرو او ټپو کې تصوير ولې دومره عاطفوي وي ؟دا ځکه چې په سپيڅلې احساس او پاکه عاطفه ويل شوي وي ، د کلي خلک پاک ز
ډاکټر حبيب الله حکمت
ساحل به تل په سېريز حالت کې و .........ځوان او خوږ ژبى وياند ، شاعر ، ژورناليست او ليکوال زماد ډېرو مودو يار انجينر احمد بختيار ( ساحل ) د ښاغلي محمد حکيم زوى چې پر ١٣٦٥ لمريز کال د کږې ولسوالۍ د بربيار کلي په يوې ديندارې او درنې پښتنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي .له لومړي ټولګي څخه تر دولسم تولګي پورې زدکړې يې د مياعمر په عالي لېسه کې سرته رسولي او په ١٣٨٥ کال ترې بريالى راوتى د همدې کال د کانکور دازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو ، چې اوس
نورالحبيب نثار
ساحل، د غزل يو بل شاعرپښتنو زلميو کې د غزل شاعران شکر نن سبا ډېر دي. څه موده مخکې مې د جلال امرخېل شعري ټولګه باندې څو کرښې وکاږلې. سمې به وې او که کږې، خو هغه مې د غزل شاعر بللی وو. خوشال يم چې دا ځل د غزل د يوه بل شاعر ښاغلي بختيار ساحل باره کې خبرې کوم.د ساحل شاعري نازکه او نازولې ده. نازکه او نازولې ځکه ده چې زياتره د غزل په قالب کې ده او د محتوا له پلوه د ښه غزل واړه لوازم لري؛ مثلا: د حسن او عشق تذکره او تجربه، شرنګولي آهنګونه، چست او چټک وزنونه، نوي خيالونه او انځورونه، تاز
محمد غني فاروقي
د ښايستونو انځورګرداسې مهال و چې د ښوونځي د ليسې دورې ټولو زده کوونکو سره مې پوره پېژندګلوي نه درلوده هغه زده کوونکي به زموږ د زړه په کور کې ځاى پيدا کاوه چې يا به د بشپړ اخلاقي تهذيب پر ګاڼې سينګار و او يا به يې فطرت تازه تازه د هنرونو سيمې ته د ښکلاګانو نندارې ته هڅاوه احمد بختيار ساحل هم د مياعمر (رح) د ښوونيزروزنيز او فرهنګپال چمن نوى ټوکېدلى ګل و چې د زده کړې ترڅنګ د فطرت مستۍ دده ښکار ته ملا تړلې وه او غوښتل يې چې د هغه مهال د خاموشو غوټيو خولې يې پرانيزي او په نازکه مسکا يې د چمن
شېرحسن کمالزى
ستړى ساحل او د هغه سکونپخوا که به خلکو د ځينو شاعرانو په شعري ټولګو ليکنې کولې ، نو پرشعرونه به يې ارزول او د شاعر په شاعران کمال به يې خبرې کولې ، خو اوس خلک دنورو کتابونو د سريزو له لارې خپلې شخصي تربګنۍ او دښمنۍ پالي او هغه دچا خبره د نورو له اوږو ډزې کوي .نو بختيار ساحل هم خپل ( سکون ) راسپارلى ، خداى دې خير کړي چې له مانه هم هماغې خواته خبره ور کږه نشي .شا او خوا پنځه کاله وړاندې په افغان کېبل کې مو د ځينو ملګرو په ملتيا د ننګرهار ادبي بنډار تر سرليک لاندې اونيزې ادبي ن
اجمل اند
د ساحل دمينې پاڼېد بختيارساحل د شاعرۍ پاڼې او يا په بله ژبه د ساحل د مينې پاڼې مې مخې ته غوړيدلې دي . په دې پاڼو کې ريښتيا يوه نړۍ مينه راټوله شوې ، دا مينه کله د جانان د مينې په بڼه ښکاري ، کله د ولس د مينې په بڼه ، کله د خاورې د مينې په بڼه او کله هم د هغه کوچني ماشوم د مينې په بڼه ده چې د جلال اباد په ټنکنده غرمو کې لوڅې پښې ځغلې او پر لارويو او به ويشي . خو مينه ، مينه ده او دومره مينه ځايول د ساحل په شان پراخ زړه او ټټر غواړي .هو نن زه د مينې پر پاڼ
ډاکټر خيرالله خيال
احمد بختيار ساحل د ننګرهار د شاعر زېږې سيمې د ځلمي شعري بهير له څوځوانو مطرح څېرو څخه يو دی .ده د ليونۍ مينې په تار له شعر او ادب سره زړه تړلی ، دی له شعر سره دومره نزدې پاتې شوی لکه دده شعر او شعريت .زموږ د اځلمی شاعر په داسې حال کې راټوکيدلی چې په دې سيمه پړاو په پړاو غبرګې غميزې او غبرګ ناورينونه راغلل او دده د شعر پر سپيڅلي روح يې سوری وغوړاوه او دده د فکري بغاوت شور يې په کې پټ کړ.دساحل شعر شېبه ، شېبه د کره والي پړاوونه وهي او د شعر د پرمختګ بهير يې دومره ګړندی دی
غزل _ ساحل
زمونږ د کلي مشر لا هم خپل ټوپک ساتلىخداى خبر چاته يې ناولي زړه کې شک ساتلىيار خو به هسې رانه غاړه کږوي زړګيه !ما که هر څه کړي ، خو خيال مې دنمک ساتلىما خو هر ښکلي ته دخولې په بدل زړه ورکړىبيا نو دې ښکلو راته ولې زړګى ډک ساتلىزما پاچا خپله پښتون دى ، خو پښتو نه کويپښتون يې هسې په اوبو کې لکه زګ ساتلىتا د ساحل شمله له ملا نه لا تړلې نه دهساحل تر اوسه پورې ستا پړونى کلک ساتلى
غزل + احمد بختيار ساحل
چې شور دې وکه نو زور دې واخېستملنګ سړي ته پېغور دې واخېستپه توره شپه کې څه تور دې واخېستپه حيا نه وې چې شور دې واخېست ؟په غم دې لت کړم په غم دې پت کړمکه خپل دې نه و په پورې دې واخېستزه چې سکون شوم زه چې ارام شو مزه په دې پوى شوم چې اور دې و اخېستزه د ې ولاړ کړم زه دې ماشوم کړمسترګه دې وکړه انځور دې واخېستامتحان راغى بې نتيجې شومڅه پښتون رنګى کانکور دې واخېستجانان دې راغى غاړه يې درکړهساحله لاړې ټکور دې واخېست