د احمد بختيارساحل لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل \ احمد بختيار ساحل
په زړه کې جوړ که راته ځاى مرمهباور دې کېږي که نه اى مرمهد ارمانونو غوټه بېرته وړمهجانانه ښکل مې که تندى مرمهزه تش لاسونه تورو خاورو ته ځمته رانه پاتې شولې هى مرمهد خپل رهبر د رهبرۍ د لاسهکوم د تورو وينوى قى مرمهچې درسره وم د رنه ډېر لرې وماوس خو دې وسېځه زړګى مرمهساحله سور اور کې مې ژوند تېر کهخو چې راغلى دى سپرلى مرمه
غزل \ احمد بختيار ساحل
بېګاه دې هم پخې پخې خبرې وکړې لاړېپه مادې بيا د باز په څېر وزرې وکړې لاړېد تشې خندا دور دې په تشه باندې تېر شوچې کله دې په زړنو کې ژورې وکړې لاړېد ټولې شپې خوندونه دې يوه لهظه کې ېوړلچې شونډې دې ايله بيله شکرې وکړې لاړېته ښار ته لاړې ښار کې دې د زړه سودا ونه شوهپرون جينکو کلي کې اشرې وکړې لاړېچې کوم سړي سر وساته هغه مرد مېدان شوساحله تا چې غره سره ډغرې وکړې لاړې
غزل _ احمد بختيار ساحل
هغه مې هم په ياد کې دي چې ته راسره تلېله عذر نه به مړه شومه چې نه راسره تلېچې زړه کې دې د بلې مينې ګل نه و زرغوننو ته قران وهلى څومره ښه راسره تلېځوانۍ چې مې له غرونو کاڼي لاندې ښويولته څومره ګړندى لکه اوبه راسره تلېچې زه لکه کوتره په بامونو ګرځيدمنو ته به هم په سر لکه مرغه راسره تلېساحل چې اوس په ښکلو کې راګير دى يار يې وايييو وخت به ولې مست لکه لېوه راسره تلې
غزل \ احمد بختيار ساحل
د ښکلو په جېبونو کې ګورګورې لټومتر اوسه په خبرو کې خبرې لټومچې ښکلى ، خو په شغ کې رانه تېر شي رانه لاړ شياوتر شم لېونى شمه وزرې لټومماشوم ومه د زړه زور مې اورونو نه سېوا وچې اوس ولې بامونو کې کوترې لټومزما د زړه تسکين په تورو کاڼو هم کېداى شييواځې ستا لپاره ملغلرې لټوماخر به مې په پښو کې د حالاتو ځنځير مات شييو ورځ به دې په غرونو کې نښترې لټومساحل مې اوس د زړه تارونه چېړي په کې ګرځيساحل ته بېرته بيا خپلې سندرې لټوم
غزل \ احمد بختيار ساحل
غواړي ما راپسې ژاړيځي په شا راپسې ژاړيپه نخرو مې زړه اوباسيپه ادا راپسې ژاړيزما ځواک له مانه اخليچې دنيا راپسې ژاړيته خو ځې زړګى دې کلک دىستا جفا راپسې ژاړيخپل عسکر مې په سر وليخپل پاچا راپسې ژاړيټول وجود راته زخمي کړيبيرته بيا راپسې ژاړيزړه ترې مه غواړه ساحلهچې سبا راپسې ژاړي
غزل \ احمد بختيار ساحل
غواړي ما راپسې ژاړيځي په شا راپسې ژاړيپه نخرو مې زړه اوباسيپه ادا راپسې ژاړيزما ځواک له مانه اخليچې دنيا راپسې ژاړيته خو ځې زړګى دې کلک دىستا جفا راپسې ژاړيخپل عسکر مې په سر وليخپل پاچا راپسې ژاړيټول وجود راته زخمي کړيبيرته بيا راپسې ژاړيزړه ترې مه غواړه ساحلهچې سبا راپسې ژاړي
غزل \ احمد بختيار ساحل
د پى مخې په وعدې له کاره وځيځيني خلک اوس په دې له کاره وځيمه ورګوره آيينې له کاره وځيستا په وړاندې زمانې له کاره وځيزوروره مينه دومره زورورهپه وجود کې مې جامې له کاره وځيتل به زه داسې ملنګ درپسې نه يمورځ به راشي چې پيسې له کاره وځيد ځوانۍ جوش دى هوس سر ته ختلىخدايه مه کړې چې اسرې له کاره وځيخامه خوله په لار ولاړه ده ساحلهچې تر څو پورې ورځې له کاره وځي
غزل \ احمد بختيار ساحل
تنها دا نه چې زما غم نه کويزما ملګري يو کار هم نه کويستا د راتلو لار ته يې ډېر کتلياوس ړندې شوي سترګې نم نه کويد ګل له پاڼو نه اغزي تاو شويهغسې مينه اوس شبنم نه کويجانانه تا له کلي کډه کړېځکه ګلونه اوس شړشم نه کويد شاعرۍ له رازه نه دي خبرساحله تاسره چې زغم نه کوي
غزل \ احمد بختيار ساحل
چا وېل په غرونو چې باران نه کېږي لار نه کېږيڅوک يې چې وايي د هغو له لاسه کار نه کېږيبس چې تر کومه مې ښايسته خلکو ته وار نه کېږيبس همدغومره له هغو نه هم انکار نه کېږيداسې په سپينه لار خولګۍ غواړې ؟ کرارې کېنهنه ، که نه ګوتې راته مه تاوه وه يار نه کېږيظالمه داسې مې له خوږې ګوتې ولې نيسېبس دى نښتر دې رانه وړى دى چنار نه کېږيپه پېښور کې په دې راز باندې هېڅ پوى نه شومهماښام چې وشي هغه مينه بيا سهار نه کېږيساحله اوس دې جينکيو زړه ته لار کړ
غزل \ احمد بختيار ساحل
کرکه ښه ډېره شوله مينه زموږ مينه نه شوهنه ، نه له يار سره مې دا خبره سپينه نه شوهد ښار د مستو محفلونو هغه ډمه جينۍد کلي شوله کليواله او سنګينه نه شوهچې له غيرته ستا په پنجو کې ايسارې نه شوېنه ياره دا خو بيا زما د ځيګر وينه نه شوهکابله اوس د ې هم په ځمکه باندې اور بليږيکابله بيا دې غېږه هاغسې واورينه نه شوهساحله ستا د مينې رنګ يې مخ کې نه و پاتېځکه د ښار په ښکلاګانو کې حسينه نه شوه
غزل \ احمد بختيار ساحل
يوه جينۍ کوڅه کې ګرځي او خپل زړه لټويڅومره کم عقله ده ساحله چې تا نه لټويزه يې په سپينه ورځ په سپينه لاره ودرولممخ يې په خپل وجود ګنډلى دى چې څه لټويما يې له ټول وجود نه خپله برخه ټوله کړلهلا هم شوتلو کې لګيا ده او سابه لټويحيا يې دومره وه چې وى ليدمه سر يې ټيټ کهاوس هم د سترګو پټولو ته باڼه لټويوايي چې دې هلک په مينه باندې پويه کړمهساحله وژني دې په تا پسې چاړه لټوي
غزل \ احمد بختيار ساحل
بېګاه زما او د دلبر مقابله نه کېدهدا ځل د تيږې او د سر مقابله نه کېدهزموږ په خاوره د رېبلو خلک ډېر پيدا وزموږ په خاوره چې د کر مقابله نه کېدهدوى ته د خپلې ورورۍ پته لګېدلې وه نو!چې د طالب او دعسکر مقابله نه کېدهپه يوه سترګه به مې يار نه خولګۍ واخېستلهزموږ ترمنځه به اکثر مقابله نه کېدهپښتون چې کله په ملا مات شو له همغه وختهد کوزښه ډېره خو د بر مقابله نه کېدهستاسو په خاوره کې ساحله ! له پخوا راهيسېد جنګ کېده خو د نظر مقابله
غزل \ احمد بختيار ساحل
ما دې په دوو لاسو په هرځاى کې سلام کړى دىخو تا مې بيا هم سپکاوى د هر کلام کړى دىبيا مې ملګرو په ما بل ډول الزام کړى دىبيا مې له خپلې بې وسۍ سره ناکام کړى دىتا خو دې هر کار د خولګۍ په شانې خام کړى دىما که هر څه کړي دي ما خو په کې پام کړى دىمونږ په کې هېڅکله د چا مرۍ پرې کړې نه دهمونږه که کفر کړى مونږه که اسلام کړى دىساحله غم خو رالېږي خو يو وخت عشق و په کېپه دغه ټکي مې خاطر اوس د باګرام کړى دى٢٠١١ _ ٣ _ ١٩
غزل \ احمد بختيار ساحل
ستا خبرې اداګانې شاعرانېسمې دمې ستا په شانې شاعرانېدا چې خيال کې مې سپېڅلي نظريات ديراسره دي ماشومانې شاعرانېزمونږ زړونه به پنجو کې رانه يوسيچېرته مه شه بلاګانې شاعرانېد شاعر په څېر فطرت دې راته راکړخدايه تاکړې راته ګرانې شاعرانېاوس دې ښکلي رانه لرې که چې مرمهراپسې که شاعرانې شاعرانېد الفاظو درناوى کوه ساحلهدرته ناستې مسلمانې شاعرانې٢٠١١ _ ٣ _ ٢٢
غزل _ احمد بختيار ساحل
بيا زما په مخ په جنګ ولاړه دهخدايه د رقيب ترڅنګ ولاړه دهزوى د خوشال خان يم احساسات لرملور راته د کوم اورنګ ولاړه دهدې حالاتو دومره مجبور کړى يمغواړي اوس له ما قلنګ ولاړه دهزه هم د چنار په شانې دنګ يمهدا چې د ګلاب په رنګ ولاړه دهلاهم په ساحل اعتبار نه لريلا هم د ساحل په ننګ ولاړه ده
غزل _ حميده پکتيانۍ
غزلته مې ويشتې پرې اوس باڼه نه لرمد سترګو جنګ ته اوس هېڅه نه لرمزه له خپل فن سره خوشاله يمهپه دې خو نه ده چې واده نه لرمشکر په زړه کې درته سپينه يمهشکر په سر کې سپين وېښته نه لرمراته بې زړه وايه بې زړه ښه يمهزړه خو مې تاسره دى زړه نه لرمکوچنى رېباره نن همداسې ورشهخير دى په جېب کې نن خواږه نه لرمله ايمان وروسته خداى نه تا غواړمهبله دعا اوس په لمانځه نه لرمسپين سترګې نه يم د ژړا اثر دىګوډى مې جېب کې دى رانجه ن
ټپيزې \ احمد بختيار ساحل
اوس ګوره زړه کې مين مه شېد چا کاله کې مين مه شېتش په کاته کې مين مه شېچې په واده کې مين مه شېځينو کړشپو به جوړ کړي وي ځانونه++++++++د زړه ارمان مې نور رالنډشودغه باران په کې لږ خنډ شوله زړه مې لرې دغم پنډ شوباران وريږي غولى ډنډ شوجانان پينڅې پورته کوي ماله راځينه+++++++++زما زړګى ايره ايره شونظر مې وسوځېد لمبه شوروح مې په ځان کې په لړزه شولاس دې لستوڼي کې ښکاره شولکه خامار چې خوله کې لال نيولى وينه
غزل \ احمد بختيار ساحل
زما ملګرو په هر ځاى کې زما خيال ساتلىهغوى ايره ورڅخه وړې ماته ى لال ساتلىخدايه پخپله ښه پوهېږې زه به څه ووايميوې جينۍ راته پينځه کاله دسمال ساتلىرقيب زمونږ زړونو کې کرکې ټوکولي نه ديزموږ ترمنځه يې ايله دا يو ديوال ساتلىته دې د سترګو اړولو خير دى هڅه وکهمامې دا خپل لېونى زړه څه په جنجال ساتلىغير له يارانو ساحل بله شتمني نه لريدې غريبۍ کې چې تر اوسه ذوالجلال ساتلى
غزل \ احمد بختيار ساحل
څوک چې په مينه پوى شي څوک چې په سرور پوى شيهغه به څه بيا د حالاتو په دستور پوى شيچې چاته زړه ورکوۍ ټول به ورته نه ورکوئنوى مين خو دې په دې ټکي ضرور پوى شيهغه به څه د زندګۍ له فلسفې خبر شيچا چې د جنګ لمن نيولې او په چور پوى شيزړه به يې درد وکړي ، ته څه وايې په ما ملګريه ؟که يار زما د زړه په درد او په ناسور پوى شيچې يار يې نه پرېږدي له کوره بل څوک نه پېژنيساحل به څه د دوى په دود او په کلتور پوى شي
غزل \ احمد بختيار ساحل
ما بېګاه خوب کې ليدلى دى دلبر مړځکه اړومه هرچاته نظر مړرازده کړي ، دي د ژوند کولو لارېزه چې يمه له کوم ښکلي نه اکثر مړکه په يار يې سر غوڅيږي نومړ نه دىداسې نه چې شپې ويده وي ، وي سحر مړچې دښمن ته يې په کور کې پناه ورکړهنو آخر شو له پاچا نه خپل لښکر مړچې يې مور بيا په ليدلو پسې مري ، نونه ، نه هېڅکه دي نه شي څوک بهر مړچې څپه يې تر ساحله را رسيږينو په لاره شي څو ځله سمندر مړ