د ساحل دمينې پاڼې
د بختيارساحل د شاعرۍ پاڼې او يا په بله ژبه د ساحل د مينې پاڼې مې مخې ته غوړيدلې دي . په دې پاڼو کې ريښتيا يوه نړۍ مينه راټوله شوې ، دا مينه کله د جانان د مينې په بڼه ښکاري ، کله د ولس د مينې په بڼه ، کله د خاورې د مينې په بڼه او کله هم د هغه کوچني ماشوم د مينې په بڼه ده چې د جلال اباد په ټنکنده غرمو کې لوڅې پښې ځغلې او پر لارويو او به ويشي . خو مينه ، مينه ده او دومره مينه ځايول د ساحل په شان پراخ زړه او ټټر غواړي .
هو نن زه د مينې پر پاڼو سريزه ليکم هغه هم د يو افغان زلمي شاعر د مينې پر پاڼو چې د ژوند هره پاڼه يې ښايي د نړۍ نور و ځوانانو ته لکه د افسانو هسې ښکاره شي .
خو نه پوهيږم ولې د ساحل په شاعرۍ کې يو بيت د سريزې په ليکلو کې ټکنى کړم .
دا بيت دادى :
د عشق لفظونه خو خواږه ، خواږه وي
د عشق پر پاڼو سريزه ښه نه وي
ريښتيا وايي ، د عشق پر پاڼو د سريزو ليکل ځکه ښه نه دي چې مينه او عشق کومه ځانګړې توضيح او تشريح نه لري چې سړى دې پرې پوه شي بلکې عشق او مينه حسي بڼه لري چې بايد حس شي او درک شي .
زما په باور ټول هغه شعرونه چې يو شاعر له زړه نه ليکلې وي د عشق پاڼې دي او د عشق پر پاڼو غږيدل ان که عاشقانه زړه هم ولرې اسانه او ممکن کار نه دى .
زه مخکې له دې چې له بختيار ساحل سره اشنا شم د عشق له پاڼو سره يې اشنا وم د يو شمير ويب پاڼو له لارې مې دده څو ښايسته ښايسته غزلونه لوستي و او خوښ شوي مې و. او په ناليدلي توګه ورسره بلد وم .
دا مهال په سلګونو ځوانان شعرونه ليکي او سړى هر ورځ د شعر په نړۍ کې له نويو نويو نومونو سره مخ کېږي خو په دوى کې د بختيار ساحل په شان د ګوتو په شمير داسې کسان شته چې شاعري يې يو لوستونکى ځان ته تمولى او راکښلي شي .
زه د ده څو غزلونو ډېر پخوا همداسې تم کړى وم ، او بيا چې څو کاله مخکې ننګرهار ته ولاړم نو د څو نورو ملګرو سره مې بختيار ساحل هم وليده او ورسره مې هغه د چا خبره ښه ډېر بنډارونه وکړل. او دده ځينې خواږه غزلونه مې دده له خپلې خولې هم واوريدل.
ماته د بختيار ساحل په شخصيت او شاعرۍ کې يو شى تر بل هرڅه ډېر مشترک ښکاري او هغه سادګي ده . که ورسره کينې نو کېسې او مجلس يې هم د نويو ځوانانو په شان له ګڼو او ګډووډو رنګونو څخه داسې نه دى جوړ چې پېژندل يې ګران شي او که شاعرې يې ولولې نو په غزلونو کې يې هم له داسې کلمو او ترکيبونو سره نه مخ کېږې چې رواني او سادګي په کې نه وي ، او يا يې درک ګران وي .
دى غزل هماسې ليکي هسې چې خبرې کوي او زما په باوردا لوى کمال دى ، ځکه له پيړيو راهېسې په شعر کې د ساده ګۍ خبره کېږي خو ډير کم په دې پوهيږي چې خپل شعر د سادګۍ پر ښکلا څنګه سنمبال کړي. او ساحل يو له همدې کسانو څخه دى چې پوهيږي ساده ژبه څنګه په هنري او تخليقي بڼه وکاروي :
بس خو چې چمبه لاسو کې ونيسي
زړونو ته لمبه لاسو کې ونيسي
نورو ته د مينې ترانې وايي
ماته سيپاره لاسو کې ونيسي
ښکليه ! ستا ساحل به اخر ستا په سر
ټوله ميخانه لاسو کې ونيسي
يا يې د يو بل غزل څو بيتونه :
ټول وجود که بايلي نو څه باک نه وي
زړه ته چې خطر وي سړى وډار شي
دا که وي دامن يا د جنګ پيغام
نوم يې چې خبر وي سړى وډار شي
بس خو چې ساحل يې کله نه درلود
رود که سمندر وي سړى وډار شي
که د ساحل شاعري ولولئ نو داسې ډېرې بېلګې به په کې ومومئ چې په ډېر ښکلي انداز ، روانه ژبه په زړه پورې او نوي خيالونه وړاندې کوي.
د ساحل بل کمال لنډون دى . دى هماغومره څه وايي چې په زړه يې دي . لنډ غزلونه ليکي په دې پسې ډېر نه ګرځي چې ولې يې غزل تر يو مخ زيات نه شو، بس څومره يې چې په زړه وي هومره يې په خوله وي او کله يې چې څه په زړه نه وي نو په خوله هم څه نه ورځي.
همدا راز يې د شعر بحرونه هم لنډ دي . دده زياتره غزلونه چې ما ولوستل په لنډو بحرونو او وزنونو کې يې ويلي . په لنډ بحر کې د ښو خيالونو راټولول اسانه نه وي خو که د ساحل هسې په نازکخيالۍ راټول شي نو تر هغه غزلونو يې اهنګ او رواني څو چنده زياته او ښکلې وي چې په اوږدو بحرونو کې ويل شوي . او ساحل ماته په دې چاره کې تر ډېره بريالى ښکاري :
رنګينه شپه ده
تياره خوره ده
رندان راټول دي
بنګ دي ، نشه ده
غاړه يې سمه
لکه پياله ده
لکه د شاتو
داسې خوږه ده
په يوه غاړه
خوله ، خوله ده
بس مړه ژوند دي
ښکلې کېسه ده.
د ساحل شاعري د نويو ترکيبونو ، تصويرونو او خيالونو له پلوه هم غني ده . دده په شاعرۍ کې ډېر کله داسې تصويرونه او خيالونه ګورو چې نوي دي ، دده خپل دي ، او يا يې په يوه نوې او ښکلې بڼه وړاندې کړي دي :
د افلاطون په څېر بلا بل خبرې لرو
موږ ته هم غوږ ونيسئ مونږه هم سندرې لرو
راځئ چورلکو سره نن شپه ميلمانه يئ زمونږ
غرونه مو مه ولئ په غرونو کې ګورګورې لرو
کابلۍ! ستا د يارانې قابل به يو او کنه
ډېرې خو نه خو يوه لپه ملغلرې لرو
په افغانستان کې روان ناورين کلونه کلونه زموږ د شاعرانو شعرونه تر اغېز لاندې راوستي او د ساحل په شاعرۍ کې هم دا اغيز جوت دى . دى که د مينې کېسه هم کوي نو په ناخوداګاه ډول ترې کله ناکله خبره د وير پلو ولاړه شي:
يوازې د سپيڅلې مينې تږې دي ساحله
ټول عمر جنګ زپلې او بې وروره جينکۍ دي
*******
ته چې زموږ پيغلې په مرمۍ ولې
ستا پيغلې دې غبرګې په ملاماتې شي
**********
نوره نړۍ د ماشومانو زړونه لاس کې ساتي
زموږ واړه خو يا اوبه او يا سابه خرڅوي
ازاد بازار دى ،نو سړى به په کې څه ووايي؟
څو سره او سپين راوړي او څوک په کې واړه خرڅوي
سره له دې چې بختيار ساحل زموږ د ځوانو شاعرانو په منځ کې د ګوتو په شمار څو تنو څخه دى چې د شعر چينه يې ډېر ستړي ځان ته راستنولى او دمه کولى شي خو دده د شاعرۍ څومروالي ته چې ګورم نو يو انديښنه هم راسره پيدا کېږي .
نه پوهيږم چې ښاغلى ساحل او يا د ساحل د شاعرۍ مينوال به يې راسره څومره ومني ، خو زه فکر کوم ساحل د ويلو لپاره ډېر څه لري ، ډېر نوي خيالونه او تصويرونه ورسره شته ، له همدې کبله ، دى کله ډېر په بېړه شعرونه هماسې چې ورته راځي ليکي يې او خپروي يې . او په دې توګه ځينې ډېر ښه تصويرونه او خيالونه چې پنځول يې يوازې د ساحل په شان ښه شاعران کولى شي ترې يو څه ناتراشل شوي پاتې شي .
زه ډېر کله په فيسبوک او نورو ويب پاڼو کې ددې زلمي شاعر له نويو شعرونو سره مخ کېږم او لولم يې ، دا ډېرښکلې وي ، خو زما په اند هغوى چې د بختيار ساحل په شان له ځانه سره د نوي خيالونو او تصويرونو بډايې زيرمې لري که خپلو شعرونو او غزلونو ته لږ نور هم تم شي ، له بېړې کار وانخلې او پرلپسې کار پرې وکړي نو باور لرم چې شاهکارونه به وپنځوي .
په پاي کې به ووايم چې د بختيار ساحل دا ټولګه په خپله لمن کې لکه د عشق د پاڼو په شان ډېر ه خوږلنۍ لري ، ما يې د هر غزل له لوستلو خوند اخيستى او هر غزل مې د خپل زړه غږ ګڼلى دى . زه باور لرم چې ددې ټولګې له لوستلو وروسته به راسره نور لوستونکي هم دا ومني .
ساحل د عشق ګڼې کېسې د ويلو لپاره لري خو ددې کيسو اوريدونکي بايد له مينې ډک زړونه ولري څو زموږ د زلمي ساحل د سندرو په شور کې کې د مينې د راز و نياز خوند وڅکي .
لوستونکې ددې ټولګې لوستلو ته رابولم ، ساحل ته دعا کوم چې د شعر چينې دې يې تل تر تله تاندې وي او خپلې خبرې دده له شاعرۍ څخه د خپلې خوښې په څو بيتونو پاى ته رسوم :
بلا مودې وشوې چې داسې په سجده پاتې دى
دا سړى څوک دى چې په واورو کې خوله پاتې دى
سپوږمۍ خو لاړه سپوږمۍ مخ څادر کې ونغاړلو
ساحل ويده کړئ، ساحل هسې شوګيره پاتې دى
په مينه او درناوى
اجمل اند
د مرغومې ديرشمه نيټه ، ۱۳۸۹ هـ ل
پراګ ، د چيک جمهوريت