اوس چې ټپې مي د بنګړو په شانې شور نه لري
اوس ښاپېرۍ پرما زړه سوی لکه د مور نه لري
اوس ددې غرونو هر تنګي کې ډلې ډلې غازیان
نور دې څوک نه وايي چې مړي زمونږ پور نه لري
اوس خو كیسه مې د ژوندون لیک ده په بل یوه در
اوس په ګودر کې ناسته پاسته هاسې سور نه لري
اوس په دعا کې مي یو څوک اوس مي ارمان ورپسې
جونه ګومان کړي چې بدرۍ د سترګوتور نه لري
چې جینکۍ میړانې ستايي په ګودر د وروڼو
بلېنډه پاڅې ډکې سترګې چې حیف ورور نه لري
د لېمې له يادولو سره يې كاپي كول پروا نه لري



12.12.2009
- سيد شاه سقيم
سحر هغه ښايسته افغانه انجلې ده چې قواره يي هندي اداکاره کرشمه کپور ته پاتې کيږي ډيره با نزاکته انجلۍ ده چې تل يې يوه خوږه مسکا په شونډو کې ليدل کيږي سحر سره له دی چې ښه تعليم يي کړی دی خو بيا هم ډيره خوش باوره ده او خپله هم د خپلې ساده ګۍ نه داسې پرده پورته کوي پوره د شپاړسو کالو ومه چې د نيټ له لاری د يو ښايسته ځوان سره اشنا شومه نه پوهيږمه چې زما ايميل ادرس يي څنګه پيدا کړی و تل به يې راته ويل لتا سره مينه لرم تا سره واده کوم بس تا غواړم او تا....پوره څلور ک...
19.12.2009
- سيد شاه سقيم
شين خالۍ چې همزولو او دکلي اوسیدونکو ورته د نازه شنو خــطاب کوو ، مور او پلار يې هغه په وړکتوب کې دتره زوى زيړګل ته په نامـــــه کړې وه.
زيړ ګل لا کـــوچنی وه چې مور اوپلار يې په حق رســيدلې وو نو د زېړګل تـــره دهغه تعلم ، تـــربيه همدارنګه اعـــاشه اوروزنه کوله او هغه ته يې د اولاد په سترګو کتل چې په رښتيا سره زيړ ګل د مور او پلارنشتوا لی کم احساساوو...