خال مې د تـــــندي شوې په ســـجدو کې راســره يې
تور مـــــې د رنجو شوې په لېــمو کــې راســـــره يې
ســـتا يـــوې خــــبرې پرنګــــيان را مسلــــــمان کړل
ته الـــــــهي مينه په پښــــــتو کـــــې راســــــــره يې
زه د زرين لــــــمر په وړانګو پاس خــتم اسـمان ته
ته د بــــــوډۍ ټال په اوو رنګــو کې راســــــــره يې
لپـــــوکې را ځای مې کړې دعا مې د حاجت شوې
سپين ، مرغلين تار شوې په تسپو کې راسره يې
وخت چـــــــــې مـــــې د هيلو جنازه کـــــړله راپورته
هلــــته هــــم خاموشـــــه هـــــديرو کـــــې راسره يې



06.09.2009
- سيد شاه سقيم
ولاړ : له ښي اړخه ( بريالى رحيمي په هلمند كې د طلوع تلويزون خبريال ، احمد شاه پاڅون د هلمند د ميډيا سنټر مسول ، صفت الله ذاهدي په هلمندكې د سلام وطندار راډيو خبريال ، نعمت الله زهير په هلمند كې د اريانا تلويزون خبريال او حزب الله خاموش په هلمندكې د موج راډيو خبريال
ناست :...
09.09.2009
- سيد شاه سقيم
د خیال ها ښاپېرۍ په خدای سپارم دادی درځمنظمونه مې په سترګو ښکلوم دادی درځملږ تم شه غبرګ لاسونه دې په ټپ کېده مظبوط د زلفو تار باڼه کې اچوم دادى درځمنغمې ساه لنډه نه کړې زه مې اوښکې وچومدا راګ درسره زه هم غبرګوم دا دی درځماریوبه ستا د غېږ که( رحیم شاه) وخوړو سرګټم دې جینکۍ راټولوم دادی درځمهمزولې ته ورځه خوهاغه کاڼی راله راددې ژڼي نن سر مخ ماتوم دادی درځم...