د جینیوایي چارواکو د وینا پر اساس اسټرالیا د دوه کلن کمپاین ورورسته په دې بریالۍ شوه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د انتخاباتو د ګټلو په ترڅ کې چې ۱۵ هیوادونو په کې برخه درلوده په بریالیتوب سره لاره پیدا کړي.

اسټرالیا به په یاده شورا کې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په لومړۍ خپل کار پیل او درې کاله به په نړۍ کې د بشري حقونو د ساتنې لپاره فالعیت وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د ګټلو نه وړاندې د یو راپور په اساس اسټرالیا د کډوالو سره د بشری حقونو په عدم رعایت سره د نیوکې لاندې راغلې وه.

د استرالیا د بشري حقونو د قانون اجراییوي ریس «هیو ډی کرستر» وویل: استرالیا یادې نیکوې منې خو د فرانسې او هسپانیې د موجودیت سره سره په انتخاباتو کې د آسترالیا بریا نه باید د پامه وغورځول شي او دا بریا د بشري حقونو د ساتنې لپاره غوره بیلګه کیدلی شي.