د ژوند هره شېبه کې له ارمان سره مېلمه يم
په توره شپه کې ګوره له جانان سره مېلمه يم
شپه ټوله د غمونو يوه روښانه شپه کړي جوړه
هر وخت نوې هنداره له خفګان سره مېلمه يم
بې صبره يوه ماشومه غوندې خپلې اوښکې توى کړم
د ستړي ژوندون خوا کې له خزان سره مېلمه يم
اغزو لاره نيولى چې په کومه لار به ځمه
جانان مي قهرجن دى له زندان سره مېلمه يم
همدلته اوښکې ــ اوښکې څيرې ــ څيرې ګرېوانونه
د ښکلو سترګو خوا کې له زنان سره مېلمه يم
سپېره سپېره کورونه تل مي زړه را سوځوينه
د ګړوبو خونو مېنځ کې له طوفان سره مېلمه يم
په زړه مي نورې نورې ولولې را پاروينه
په سيمه د نغمو کې له داستان سره مېلمه يم
14.08.2009
- سيد شاه سقيم
زه او دوه وړوشکي وروڼهد ډیوې تتې رڼا تهیو کتاب ته سره ناست ووما به توری ورته تېر کړدوی به دواړو سره غبرګ کړها نو عمره وړه خور مېپه زانګو کې په غومبر وهمور مې ستن په لاس په خوا کېد ټیکري په پيڅه بوختهدا ټیکری مې د واده وومونږ د کلي خوارې جونهد ورېښمينو سالو چرتههلته ها خوا دیواله تهپلار مې ناست راډیو په لاس کېپه راډیو کې خبرونهجنګ، وژنې، او بمون...
15.08.2009
- سيد شاه سقيم
دا ته څومره زړور يې
وا دا څومره لوی یاغي يېچې د څو روپو دپارهد خپل خدای (ج) سره په جنګ يېد رسول (ص) مخالفت کړېله قرآنه يې اوښتیای په غبرګو سترګو ړوند شېته نه ګورې عزتونهد ملالو لوټل کېږيستا پر وړاندې له سپین ګیروټول کالي يې ایستل کېږيتي خواره د خپلو میندو سره غبرګ په اور کې سوزيته اوس هم ټوپک پر غاړهد کاپیرو ساتندوی يېکله مخکې کله...