وايه چې پاکى يمه
اصل نه پردى يمه
مه وايه پښتو په کې
ملک ته دي تاوان دى
دغه پاکستان دى
زه به دي پټان بولم
شته به دي د ځان بولم
دا خبرې پرېږده چې
تاريخ مي د افغان دى
دغه پاکستان دى
تا به مجاهد کړمه
غل به دي قايد کړمه
وژنم که دي خير دى
ډالر خو راروان دى
دغه پاکستان دى
تاته مزدوري شته ده
هم چوکيداري شته ده
ته خو نر پټان يې
ټول مشکل تاته اسان دى
دغه پاکستان دى
ګوره بل سوچ مه کوه
ګرځه ګوزاره کوه
زما هم دا تاريخ وو
دا زما د پلار داستان دى
دغه پاکستان دى
ما نه چې جدا نه شې
زوى د خپل بابا نه شې
حليم دي راته ويلي
زما اجل پښتونستان دى
دغه پاکستان دى