کړمه انتظار ليږ خو راوګوره
ژوند مي ناقرار ليږ خو راوګوره

 
مينې دې والله ستي ستي کړمه
زه کوم اقرار ليږ خو راوګوره

 
خوښ مي يې خوښېږې مې خوښي راکړه
دغه زما ګفتار ليږ خو راته وګوره


مه کوه ګيلې او بهانې اشنا
نشته دی اغيار ليږ خو راوګوره


شپې مې ستا راتلو ته شوګيرې کړلې 
سوځم په انګار ليږ خو راوګوره

مينه دې نشه ده نشه يي دې کړم
سترګې دې خمار ليږ خو راوګوره

 
زه کاکړ چې ګورمه ستا حسن ته
شونډې دې انار ليږ خو راوګوره

سعيد احمد کاکړ

پېښور ــ سپينه وړۍ