بنګلادیشي چارواکي وايي چې تیره یکشنبه د بنګلادیش په سویلي سیمه کې د وحشي فیلانو یوې ډلې د برید په ترڅ کې د روهینګیایي کډوالو نه یوه ښځه او د هغې درې ماشومان د خوب په مهال ووژل شول.

د ځنګل ساتنې یو چارواکی محمد علي کبیر وايي، د فیلانو یوې ډلې شنبې سهار وختي د اوخیا په ښارګوټي کې د بلوخلي کمپ باندې برید وکړ او په خیمو کې پراته روهینګیايي ویده کډوال یې تر پښو لاندې کړل.

کبير وويل، په دې بريد کې د یادې ښځې د خاوند په شمول څلور نور کسان ټپيان شوي دي او ډیری نورو د پیښې پر مهال ځانونه خوندي ځایونو ته رسولي دي.

چارواکو ویلي دي چې نوې کمپ د ځنګل په هغه ساحه کې جوړ شوې وو چې پخوا هم څو ځلې د فیلانو لخوا تر برید لاندې راغلی وو.