یو افغان شخص «احمد ضیاء علیزاده» د استرالیایي چارواکو لخوا هغه وخت ونیول شو چې غوښتل یې ۲۰۰ پناه غوښتونکي مهاجرین په غیر قانوني ډول استرالیا ته انتقال کړي، دا په داسې حال کې ده چې یاد شخص په ۲۰۱۰ کال کې هم د ۱۰ تنو په قاچاق کولو تورن شوی وو.

علیزاده یو له هغه نهو تنو نه دی چې د ۲۰۰۸ کال راهیسې د اندونیزیا حکومت لخوا استرالیا ته د محکمه کولو لپاره استول کیږي، نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې د اندونیزیايي پولیسو لخوا ګرفتار شوی وو خو د ۲۰۱۷ کال د جون میاشت کې یې د محکمې تبدیلیدل د ولسمشر «جوکو ویدودو» لخوا ومنل شو. یاد شخص د هر پناه غوښتونکوي په سرشاوخوا د ۵۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰۰ امریکایي ډالره جریمه شوی دی.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر «جولي بیشاپ»، د عدلیي وزیر «میکایل کینن» او د کډوالۍ وزیر «پیټر ډټون» په یوه کډه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې انساني قاچاقبري یو نړیوال جرم دی چې په سختو هڅو ځلو او زمونږ د نړیوالو همکارانو د همکارۍ په مرسته له منځه تللی شي. استرالیا ته د غیر قانوني مهاجرینو د سفر ټولې لارې تړل شوي دي او تل لپاره به همداسې تړلې پاتې وي.