چې دچا یمه همراز د چا شکمن
یم د چا د سترګو خار د چا خوږمن
زمانې چې خپلې لوبې په ما وکړې
یم دچا سره اوس دوست دچا دښمن
د ریا او صداقت توپیر لږ شوی
یم له بعضو اشنایانو ګیله من
هرسړی چې ترمطلبه پورې یار شو
اعتبار په بعضو نشته عزت من
څه دنیاشوه څه روزګاراوڅه یې خلک
څوک د چا په ښو کې نه دي رضامن
افغاني پام چې د زړه راز افشا نه کړې
په ظاهرو او باطنو یم شکمن