جوړ د بنګو کنډولی وای

يو روحباب وای يو منګی وای

د لغمان په شکور اباد کې

يو ښايسته ما زد يګری  وای

ورته ناست وای په دېره کې

د چنار تر سيورې  لاندې

کليوال درنه چا پېر وای

هر افغان درته زړګی وای

مه قالينې وای مه کوچ وای 

اوار کړی مو نيمسی وای

په ګودر کې شور ماشور وای

وای د پېغلو قطارونه

چې په لپو يې ډکولای 

هرې پېغلې خپل منګی وای

ښه موسم وای پسرلی وای

د لونګو يو پټی وای

چې شپېلۍ يې غږولای

هلته خوا کې مو شپونکی وای

المر ورو ورو  ولويدلای

سور شفق وای ماښامی وای

بيا دبام په کټ کې خوب وای

يخ شمال نری نری وای

د حفيظ مليار زړګېه!!!

اوس نو ژاړه په هجران کې

پاده وان په خپل وطن وای

له وطنه سپيلنی وای