نشته د خوښۍ خبرې دلته کې
پاتې  د  ورورۍ خبرې دلته کې

هر سړی په خپلو خولو لوند وینم
دي  د بې کسۍ خبرې دلته کې

څوک چې  ښه روزګار یا ښه دولت لري
کاندي  د مستۍ خبرې دلته کې

بله دنیا بل غوندې قانون دی دا
چلي د رندۍ خبرې دلته کې

هیڅوک دلته هیچا سره مل نه دي
دي د مایوسۍ خبرې دلته کې

خپل درته پردي - پردي کتل کوي
کم دي د خپلوۍ خبرې دلته کې؟

هغه چې اخلاص او صمیمیت به وو
تللې  پخوانۍ خبرې دلته کې

درومه افغاني !  په خپله لار پسې
نشته وطنۍ خبرې  دلته کې