دصمد روحاني روح ته
دلته ساندې او ویرونه


دلته وران ویجاړ کورونه
دا ببرې زږې ږیري


دا اوږده ببرسرونه
دا خوله وچي ماشومان


داپه وینو سره قبرونه
دادچا کمبختو کوردى


چې راکته پرې سور اوردى
دلته ولې ځوانان ژاړي؟


دلته څوک دومره کمزوردى
زه چې وینم دا خوبست دى

چې تاریخ ور باندې مست دى
چاانجیردى لشکرګاه ده

دظالم په سر بلا ده
نو دانور شین سترګي څوک دي


دوى راغلي له کوم توک دي
هغه نور چې دشپې ګرځي


په کورونو باندې غورځي
دغه دواړه دي وژونکي


دغه دواړه غولوونکي
یو دشپې او بل دورځې

یومو سروړي اوبل پزې
دا ړانده چې دلته ناست دي

دا ولاړدي او که ملاست دي
له دوې ټولونه ځان هیر دى


چې دوښمن ترې را چا پیر دى
دوې دې غږکړي ایوب خان ته


دوې دې غږ کړي اکبرخان ته
دوې دې ستر احمد له ورشي

دوې دې غږ کړي میرویس خان ته
یا دې یو جوړ میر ویس خان کړي


دتدبیر په لار روان کړي
چې رابیل کړي دوست دوښمن

دیووالي راکړي فن
په بمونو نه جوړیږي

په جنګونو نه جوړیږي
څو پښتون کې سر پیداشي

څویو مشر نر پیداشي
پردي ولیږي خپل کور ته


لاره وښايی خپل ورور ته
نوبه سوله په دې کور شي

زړه به جمع لږ دمور شي
بیا به هیڅوک هم نه ژاړي

په صمد باندې به ویاړي
خدمتګار وايي سلام

مبارک شه لوړمقام