فکرونه مو د ستورو قافلو سره تړلي
وختونه مودهیلوله سپېدو سره تړلي
داوښکو سمندر کې لټوو د منزل نښې
بېړۍ دارمانونو مو څپو سره تړلي
خوندونه به خود اخلود فطرت له رنگینونه
خیالونه مو د گلو له غنچو سره تړلي
وږمې به په موجونو او فضا غزل غزل کړو
د زړونو درزاگاني مو ټپو سره تړلې
منو به یې په سترگو خود مغرورې اداگانې
د یار وریښمینې زلفې مو نغمو سره تړلي
په مینه یې هر څاڅکي سره نوم داشنا اخلو
مونږ ستړې ستړې اوښکې له تسپو سره تړلي
ټکور به مو اخرشي دا د سوو زړو زخمونه
دردونه مو د صبر تعویزو سره تړلي
کعبې ابادوو به اوس د زړونو میکدو کې
زاهده! گناهونه مو توبو سره تړلي
سپرلي سپرلي وختونه را ولو به گران هیواد ته
گلونه د نارنج مو له شملو سره تړلي
نصرته! د زړه وینې مو د گل په شوند و څاڅي
تقدیر مونصیبونه له ازغو سره تړلي