د اروپا ښکلو ښارو کې ګرځم
د خټو وران کلي مي نه هېرېږي
ما چې خاپوړې پکښې کړې خلکو
هغه جانان کلي مي نه هېرېږي
هغه ښا يسته د ماشومتوب وختونه
هغه ښا يسته د ليونتوب وختونه
ليندۍ پنډوس او خوسى لوبې به وې
لکه مجنون د مينتوب وختونه
نجونې ګودرته تلې روانې به وې
په شان دزرکي خراما نې به وې
په دا لاسو به يي منګی ډکول
څومره باننګه قدر دانې به وې
اوس مي ها شاړ شانته ګودر ياديږي
هر يو پښتون راته دلبر ياديږي
په محبت چی به مو غيږ کې نيول
هغه مېلې مي د اختر ياديږي
حفيظ مليار يمه هجران ځپلی
خمارو سترګو د جانان ځپلی
زړګی می دلته پټ ګوګل کی ژاړی
يمه دردو د افغانستان ځپلی