زړهْ مې په تنګ و، د كمپيوټر تڼۍ مې ووهله، روښانه مې كړ د انټرنېټ په پاڼو كې مې د افغانانو چاټ روم (chat room) يا د خبرو اترو خونه پيدا كړه، دا څو وخته كېدل چې په همدې پاڼې روږدى شوى وم لـه خلكو سره مې پكې خبرې كولې. ټول ځوانان وي چې په امريكا، كانادا او دلته په اروپا كې مېشت دي، هر څوك ځان ته جلا نوم لري خپل اصلي نوم يې نه وي، دا نومونه ځينې خندني وي ځينې رمزي او پټ نومونه وي يوازې هغه څوك پرې پوهېږي چې دوى يې پرې پوهول غواړي ځينې نومونه بيا هسې د ځاى ډكولو لپاره وي.
ما ځان ته د ملنګ نوم ايښى دى په علت يې نه يم خبر خو ښايي هغه سندره به وي چې:
د ملنګۍ كچكول په غاړه ګرځومه وخت د مازديګر دى ديدنونه ټولومه
د لندن په وخت ماخوستن وي خو په امريكا او كانادا كې تازه مازديګر يا قضا ماسپښين وي.
په څو اوونيو كې ما د خبرو اترو په دې خونه كې يو شمېر كسان وپېژندل دومره خبرې مو وكړې چې زياتې مو يو بل سره وپېژندل. خبرې به مو داسې كولې چې د كمپيوټر په مخ به ما خپله خبره په انګريزي ژبه وليكله، بلې غاړې به خپل ځواب راته وكښه او كه به په خبرو ګرم راغلو نو پرايوټ (private) يا خصوصي خونې ته به لاړو چې د نورو خلكو خبرې او ليكنې پكې نه وي او يوازې دوه په دوه سره خوالهْ وكړو. دا خوالهْ لومړى په دې سوال پيليږي چې چيرې يې؟ بيا د عمر پوښتنه وي، ورپسې كار و بار يادېږي خبره تر كورنۍ او سياسته رارسېږي، بيا د مينې خبرې وي ورو ورو خپل خپلوان، دوستان، ياران او وطن سره ياد شي يو وخت د سترګو په رپ كې ساعتونه اوښتي وي دوه داسې كسان سره وپېژني چې د يو بل مخ يې نه وي ليدلى خو بيا هم په زړهْ كې سره بيداره شي او يوه څېره يې په خپل تصور كې انځور كړي. ددې څېرې په انځورولو كې د هغو پوښتنو ډېره مرسته وي چې د څه ډول والي په اړه كېږي. عموماً دريمه څلورمه پوښتنه همدا وي چي گhow do you look like مانا څرنګه ښكارې، نجونې ددې پوښتنې په ځواب كې د خپلو سترګو او ويښتو يادونه كوي، هلكان د خپلې ونې او وزن خبره كوي دا چې تر كومه ځايه به دا خبرې سمې وي يوازې خداى پوهېږي او لـه خبرو اترو څخه وروسته د بلې غاړې د صداقت په باب پيدا شوى تصور يې د منلو او نه منلو پرېكړه كوي.
دا خبرې چې تودې شي نو د email يا برېښنا ليك پتې يو بل ته وسپارل شي چې په دې پتې ليكو نه هم تاودهْ تاودهْ تېر و بېر شي عكسونه وليدل شي خبره د تيلې فون شمېرو او لـه نژدې لېدو كتو ته ورسيږي په دې توګه د نوي عصر د ګودر غاړه كله نا كله دوه زړونه هم سره پيوند كړي.
زه چا ته خپل نوم نه وركوم كه هر څومره ټنيګار وشي لـه ملنګه نه اوړم برېښنا ليك مې هم د ملنګ په نامه جوړ كړى خو هغه ورځ چې د خبرو اترو خونې ته ورننوتم نو حيران دريان په دې شوم چې د ليلا په نامه يوې نجلۍ د ټولو په وړاندې غټ غټ ليكل Emal I Know you are here please talk to me: مانا ايمله زه پوهېږم ته دلته يې لطفاً راسره خبرې وكړه. په خپلو سترګو مې باور رانه غى، راسره ومې ويل فكر به كوم خو كه ګورم ليلا نومې نجلۍ په بيا بيا همدا يو پيغام ليكهْ بله خبره يې نه لرله.
له هغې مې وغوښتل چې خصوصي خونې ته لاړه شي هورې مې وپوښتله څه پوهېږې چې ايمل دلته دى. هغې په پرله پسې توګه ليكل وكړل زه يې ان ځواب ته پرېنښودم راته ليكل يې:
- هغه شېبه مې نه هيرېږي چې زما لاس دې په خپلو لاسونو كې ټينګ كړ، هغه وخت مې نه دى هير شوى چې په مخ دې ښكل كړم، زړه مې لا اوس هم په ټوپونو شي چې ستا لـه خولې مې په لومړي ځل د مينې اقرار واورېد.....
زه حيرانه شوم چې دا څه اورم، ورته ومې ليكل:
- وه خورې لږ تمه شه ما نه ليدلې يې او نه مې .... رشتيا ته څوك يې؟
دې د خور ټكى غټ وليكه او ورسره يې LOL وليكه laughing out loudly مانا په زوټه خاندم. دې بيا پرته لـه دې چې زما خبرو ته پام كړى وي زياته كړه:
- ولې اخر ولې؟ اوس لـه ما ليرې كېږي؟ ما ټوله شپه ژړلي دي، نن مې چې ستاسو كور ته تيلې فون وكړ مور دې سپكه كړم، خو زه څه وكړم؟ زما د برېښنا ليك ځواب ته نه وايې، زما د تيلې فون ځواب ته نه راكوې، زه بله لار نه لرم، څه وكړم، ته راته ووايه؟
ما ورته وويل: وګوره باور دې وشه چې ته په ما غلطه شوې يې، دلته نه زما مور شته، نه تا ما ته تيلې فون كړى دى او نه هم ما ته ليدلې يې...
هغې وويل: وه ايمله! وه په ماګرانه ايمله! هغه شېبه به زه څرنګه هېره كړم چې تا راته د ازادۍ د مجسمې لاندې ويل، موږ به هم ددې مجسمې لـه وينا سره سم ازاد يوو.
- كومه مجسمه، كومه ازادي، كومه وينا؟
- oh come on مانا بس كه نو.
ما ورته وويل:
- ګوره ليلا خور په لندن كې د ازادۍ مجسمه نشته، دلته د نېلسن كالم په نامه يو برج شته خو د ازادۍ مجسمه، دلته څه كوي؟
- اوه يعنې ته اوس وايې چې په نيويارك كې هم نه يې؟
- نيويارك! ماپه خوب هم نه دى ليدلى، زه دلته د انګلستان په لندن كې اوسېږم دا اوس د ماخوستن يولس بجې دي كه باور دې نه راځي د لندن په باب لـه ما پوښتنې وكړه.
ليلا يوه شېبه غلې شوه هېڅ يې ونه وليكل، ما فكر وكړ چې لاړه، ورته ومې ليكل:
- لا هم دلته يې؟
هغې په څه ځنډ راته وكښل:
- كه ته ايمل نه يې نو ولې دې زما لـه غوښتنې سره سم لـه ما سره خبرې پيل كړې؟
ومې ليكل:
- زه هم ايمل يم خو ستا ايمل به بل څوك وي.
هغه غلې شوه خو د هغې كيسې خوند راكړ اوس چې يو څه سره اسوده شوي هم و ورته ومې كښل:
- زما ريښتينى نوم ايمل دى خو دلته په دې خونه كې هېڅوك پرې نه دي خبر، خو زه چې په زړهْ غل وم د ايمل د نوم په لوستو وډار شوم چې چا څرنګه پيدا كړم؟
هغه لا هم غلې وه فكر راته پيدا شو چې زما خبرې ښايي هغې ته زړه تنګونكي وي ومې پوښتله:
- څوكلنه يې؟
- اوولس كلنه يم.
- ايمل دې څو كلن دى؟
- 19 كلن دى.
- لـه هغه سره دې چيرې ولېدل؟
- په همدې ځاى كې مو سره وپېژندل، بيا مو دباندې وليدل، څلور مياشتې مو سره ليدل، دى زما لـه كورنۍ خبر و، زه دده لـه كورنۍ خبره وم، زه پرې مينه يم خو.....
ما د تسلۍ په نيت ورته وليكل:
- هغه به څه ستونزه لري.
- څرنګه ستونزه برېښناليك دې وليكي، فون دې وكړي.
- شايد مصروفه وي يا شايد هغه درسره د دروغو مينه لرله.
- نه نه نه هغه دروغ نه شي ويلاى هغه زما boy friend دى، يانې ملګرى او معشوق مې دى.
ما ورته وليكل:
- تاسو لا زلمي ياست، كيداى شي د هغه نظر بدل شوى وي.
- نه نه داسې نه شي كيداى.
خندا راغله لكه د يوهْ مشر غوندې مې په نصيحت پيل وكړ:
- ګوره زه تر تا مشر يم په ما دا خبرې راغلي دي ويې منه.
- ته څو كلن يې؟
- زه تر شلو اوښتى يم.
- نو زه څه وكړم؟ ته راته ووايه دا نن مې هم ټوله ورځ ژړل.
- نه په ژړا خو نه كېږي، صبر وكړه، كه هغه درته راستون شو نو پوه شه چې په هغه هم ګرانه يې كه نه شو نو پوهېږه چې يو بې وفا زلمى و.
هغه غلې وه شايد په چرتونو كې به ډوبه وه شايد دوه زړې شوې وه ما هم وغوښتل چې نوره يې يوازې پرېږدم د مخه ښه په دود مې ورته bye وليكل د خبرو اترو لـه خونې راووتم.
له هغې شپې څو اوونۍ اوښتې وې. يوه بله شپه مې بيا ليدل چې ليلا په غټو غټو تورو ليكل: Wali I know you are here please talk to me يانې ولي زه پوهېږم ته دلته يې لطفاً خبرې راسره وكړه.
زړهْ مې وشو راويې غږوم خو شپه پخه وه سبا به كار ته تلم زړهْ مې ونه كړ د كمپيوټر تڼۍ مې كېكاږله، د كمپيوټر ښيښه توره شوه پوى نه شوم چې د ليلا نوى مجنون بې وفا و كه ځنډيدلى و.